جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکانګریس له فیفا وغوښتل چې د افغان ښځو د فوټبال ټیم په...

کانګریس له فیفا وغوښتل چې د افغان ښځو د فوټبال ټیم په رسمیت وپېژني

تاند(شنبه، د اسد ۲۱ مه) د امریکا د کانګریس دواړو ګوندونو د فوټبال له نړیوال قدراسیون (FIFA) څخه وغوښتل چې د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم د دغه هیواد د جلاوطنه لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کانګریس دا غوښتنه پرون (جمعه) فیفا ته په یوه استولي لیک کې کړې ده.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ښځو د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ روانې دي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډله د طالبانو له واکمنېدو وروسته بهر ته مهاجره شوه ځکه چې طالبانو نه یوازې سپورت حتې د نجونو او ښځو زده کړې او کار هم منع کړل.

که د افغانستان د ښځو د فوتبال لوبډله د فیفا له لوري د افغانستان د استازي ټیم په توګه په رسمیت ومنل شوه، احتمال شته چې د نارینه وو ټیمونه هم جلاوطنه شي.

د کانګریس د دیموکرات ګوند غړې کتي کاستر، ریک لارسن او د دیموکرات ګوند د دان باکان او دراین لاهوډ  له لوري فیفا ته په استول شوي لیک کې ټینګار شوی چې که د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم په رسمیت وپېژندل شي، دا به نړۍ ته یو مهم پیغام ورکړي.

دوی له فیفا په عین حال کې غوښتي چې «د طالبانو په لومه کې د هرې بندې پاتې ښځې ملاتړ وکړي.»

د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم د جولای په وروستیو کې د ملاتړ لپاره د څه باندې ۸ لکه تنو لاسلیکونه راټول کړي وو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب