Home+ساینس پوهان د یوې نوې انرژۍ کشف ته نژدې شوي

ساینس پوهان د یوې نوې انرژۍ کشف ته نژدې شوي

تاند (جمعه، د اسد ۲۰مه) په امریکا کې ساینسپوهان وايي د یوې نوې قوې یا انرژۍ کشفولو ته نژدې شوي دي.

شیکاګو ښار ته نژدې په یوه لابراتوار کې په څېړنه بوخت ساینسپوهان وايي، دا انرژي، چې میونونه (muons) نومېږي او واړه اتومي ذرې دي، ممکن په طبیعت کې د پنځمې قوې د کشف سبب شي.

ساینسپوهان وايي، امکان شته چې یوه ناپېژندل شوې قوه وي چې پر میونونو عمل کوي.

د دې څېړنې د پایلو د تایید لپاره نورو معلوماتو او څېړنو ته اړتیا ده، خو که تایید شي د فزیک په علم کې به انقلاب راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...