دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهم.م: له سوريې او اوکراین وروسته په نړۍ کې تر ټولو ډېر...

م.م: له سوريې او اوکراین وروسته په نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال د افغانستان دي

تاند (جمعه، د اسد ۲۰مه) د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ اداره، اوچا وايي چې په نړۍ کې درېیم تر ټولو ډېر کډوال د افغانستان دي.

اوچا نن په یوه راپو رکې ویلي چې له سوریه والو او اوکراینیانو وروسته په نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال افغانان دي.

د اوچا پر اساس، حاضردمه ۸ میلیونه او ۲ لکه افغانان د نړۍ په ۱۰۳ هیوادونو کې مېشت دي خو تر ټولو ډېر په ایران او پاکستان کې اوسي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د دې همږغوونکې ادارې په وینا، ډېر شمېر افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د ژوند د اړتیاوو د بیو له لوړېدو وروسته غواړي چې بېرته خپل هیواد، افغانستان ته ستانه شي.

د اوچا په راپور کې د سوري او اوکرایني کډوالو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي خو اکثره سوري کډوال په ترکیه کې دېره شوي او د اوکراین ډیری کډوال بیا په پولنډ او جرمني کې اوسي.

له سوري او اوکرایني کډوالو سره د افغان کډوالو اساسي توپیر دا دی چې د هغوی په شان له نړیوالو مرستو برخمن نه دي او له بلې خوا ډېر افغان کډوال له کابو درو یا څلورو لسیزو راهیسې په ایران او پاکستان کې اوسي.

5 COMMENTS

  1. د درو واړو هیوادونو ځوروونکی حالات د غربیانو خصوصاً انګلوساکسون د امپریالیسټی او شیطانی پلانونو محصول دی.

    • نه داسې به سل په سلو کې نه وي ، څوک چې خر وي نه پوهیږي د مد ني ژوند حق نلري او نه په حق پو هېدل غواړي ! د انکلو سکسن د ې د مور شیدې شي چې دومره ځیرکتیاوې لري ! نور هم وژني او هم ډوډۍ ورکوي! لیکچر به زما وي که په عملی کیدو یې څوک نه پوهیږي ناکام به پاتې وي !

  2. غلام حضرت صاحب، په بخښنی سره خو ستاتو ځینی لیکنی ماته داسی برداشت راکوی لکه تاسو چی د کلی یو بوډا سړی واوسي، د لمر پتاوی ته ناست او یوه دنیا په بله ولۍ. زه د لوپر د خبرو سره همغږی یم. د نړۍ د هیوادونو خلک (په خاصه توګه انګلوساکسون) ډیر هوښیار دی او مهمه دا چی هر هیواد ځانته خپلی سیاسی او اقتصادی موخی لری. مونږه جاهله پښتانه باید دا احمقانه فکرونه پریږدو چی انګلیس زمونږ سره شخصی دښمنی لری. حقیقت دادی چی مونږ نه انګلیس ته او نه د نړۍ کوم بل قوم ته کوم اهمیت لرو، خو زمونږ خپل حماقت هر بل قوم پر مونږ برلاسی کړی، او هغوی اړتیا هم نلری چی خپله ډیر څه وکړی ځکه مونږ یی ورته پخبله کوو. وخت ددی دی چی مونږ د انګلیس او نورو څخه زده کړه وکړو. څنګه امکان لری چی د یو کوچنی ټاپو وګړی یو وخت د نړۍ څلورمه برخه خاوره تر خپل کنترول لاندی لرله. هغوی هم انسانان دی او مونږ هم. یواځینی توپیر یی زمونږ سره په فکر او پوهه کی دی، هغوی یی لری او مونږ یی نه…
    هیله مند یم چی زما په خبرو فکر وکړی.
    مننه

  3. مومند صاحب!
    انګلو او ساکسون که څه جرمن توکمه قبیلی وی او پنځلس سوه کلونه مخکی ئی انګلستان اشغال کړ خو د تاریخ په اوږدو کی په تدریجی ډول د انګلستان بومی اوسیدونکی د انګلوساکسون په نوم وپیژندل سوه ، کلونه کلونه وروسته ئی د مځکی د تنګوالی له وجی دوری هوری کډه بار کړه. نن ورځ متحده ایالات او کاناډا او اسټرلیا او نیوزلینډ او خپله بریطانیا انګریزی توکمه بَلاوی دی.
    امّا ستاسی د فرمایش په سیوری کی:
    که خبره د هوښیاری او چالاکی وی نو د کابل د ښاری بسونو ماهر ماهر کیسه بران او همدارنګه په پنځوس شپیته کلن تاریخی بهیر کی په ارګ کی میشت د غیر پښتنی مشرانو هنر او مهارت هم د ستائنی وړ دی کوم چی کلونه کلونه ئی د پښتون قام د سر او بغل وریښتان وچ ور خریَلی وه.
    ضمناً
    که ستاسی استدلال د منلو وړ وی نو احمد او محمود خوشی لګیا دی چی نورو قومی – حزبی – ژبنی – سمتی او فکری مفسدینو ته کنځاوی کوی ( ستاسی د استدلال پر بنسټ، مفسدین باید ګرم او ملامت و نه ګڼل سی بلکه عام وولس باید ملامت وګڼل سی چی ولی ئی اجازه وړ کړی وه او ورکړیده چی مفسدین ئی پر اوږو سپاره سی؟ ).
    امّا
    په لویه کچه 《 پِتاوی ته ناست د بوډا 》مستدل سند:
    نن ورځ د المان او فرانسی او ایټالیا او نورو سترو او قوی هیوادونو وولسونه ( چی ما او تاسی او لوپر صاحب ئی پر مختللی او متمدن او مستقل او خپلواک وولسونه ګڼو ) د انګریزانو د امریکائیانو د سیاسی – اقتصادی او حتی فرهنګی او کلتوری دسیسو ښکار دی او هیڅ دفاعی غیرګون هم نه سی ښودلای که څه هم په باطن کی سخت ناراض او ناخوښ دی.
    نو
    پوښتنه دا ده:
    آیا اروپائیان هوښیاران دی او که امریکائیان او انګریزان؟
    بله دا چی د 《 پِتاوی ته ناست بوډاګانو 》 تحلیل ځکه د اکاډمیکو اشخاصو تر تحلیل اصیل دی چی د شمع او برقی یا تیلی څراغ تر رُڼا لاندی نه بلکه د پِتاوی یا لمر تر رُڼا لاندی وړاندی کیږی.

  4. غلام حضرت اګست 13, 2023 At 7:01 pm
    مومند صاحب!

    Reply

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب