جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد مرموزو وژنو دوام؛ د ۱۰ ورځو په مختلفو پېښو کې ۱۶...

د مرموزو وژنو دوام؛ د ۱۰ ورځو په مختلفو پېښو کې ۱۶ افغانان وژل شوي

تاند: (شنبه، د زمري ۲۱ مه )  د افغانستان له مختلفو سیمو تر لاسه شوي خبرونه څرګندوي، چې مرموزې وژنې دوام لري، خو پر رسنیو د حاکمو قیوداتو له امله ډېر ځله نه رسنیز کیږي.

د سلام وطندار راډیویي شبکه، چې له کابله فعالیت کوي، په یوه راپور کې ویلي چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کسان د مختلفو پېښو له امله وژل شوي.

دغې راډیو د یادو پېښو د جزیاتو له بیانولو سره ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې د جمهوري نظام یو شمېر نظامیان او دغه راز ملکي وګړي شامل دي.

سرچینې د یو شمېر پېښو په اړه د طالبانو د ځایي چارواکو نظرونه هم اخېستي، چې هغوی د پېښو د څېړنو خبر ورکړی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د بشپړ امنیت ادعا لري، خو منتقدان یې وایي چې طالبانو رسنیزې ازادۍ سلب او خبریالان د شته نا امنیو له رپوټ کولو منع کړي دي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان له مختلفو سیمو څخه د طالبانو له لوري د پنځو خبریالانو د بندي کیدو خبر هم ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب