Homeخبرونهملاعبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ

ملاعبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ

تاند (سې شنبه، د اسد ۱۷مه) د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو پلاوی نن ترکیې ته روان شو.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دا پلاوی به د خپل رسمي سفر په ترڅ کې پر ترک چارواکو سربېره په ترکیه کې له مېشتو افغان پانګوالو سره وګوري او په افغانستان کې د پانګونو په اړه به په یو مهم کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

د طالبانو له واکته رسیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د ريیس الوزرا د مرستیال په کچه یو طالب چارواکی له افغانستانه بهر ته سفر کوي.

د ریاست الوزرا د مرستیال دفتر په خبرپاڼه کې دا یادونه نه ده شوې چې ښاغلی برادر به له کومو ترک چارواکو سره وګوري. د طالبانو حکومت تراوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی خو د ترکیې حکومت د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو راوروسته د طالبانو له حکومت سره تعامل ته دوام ورکړی او بشري مرستې یې افغانستان ته رالیږلي دي.

ترکیې د طالبانو د واک ته رسیدو په لومړیو کې ډیره هڅه وکړه چې د کابل د هوايي ډګر عملیاتي چارې په غاړه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...