جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحقاني: هغوی چې ۲۰ کاله موږ سره نه وو، نه باید له...

حقاني: هغوی چې ۲۰ کاله موږ سره نه وو، نه باید له پامه وغورځول شي

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۷ مه )  د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه تازه وینا کې طالبانو ته ویلي، چې په شل کلنه جګړه کې له دوی څخه جلا خلک نه باید له پامه وغورځوي.

هغه دا وینا په لغمان کې کړې او د افغانانو په یووالي او نیږدې کیدو یې ټینګار کړی.

حقاني د طالبانو لومړنی لوړپوړی چارواکی دی، چې په وروستیو کې ختیزو ولایتونو ته ورغلی او د بېلابېلو قشرونو خلکو سره یې له نیږدې لیدلي.

نوموړي په وروستیو کې بیا- بیا په ضمني ډول د طالبانو کړنې نقد کړي او نورو افغانانو سره یې تعامل ته بللي.

منتقدان یې بیا وایي، چې هغه که رېښتیا د طالبانو د مشرتابه له روانو افراطي کړنو ناراضه وي، عملاً باید د طالبانو په لیکو کې له خپل نفوذ څخه د اصلاحاتو لپاره کار واخلي.

تر دې مخکې، د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب هم ځینې ورته ویناوې کړې وې، خو وروسته د هغه او حقاني دواړو په ویناوو کې د اصلاح غوښتنې او افغانانو سره د تعامل غوښتنې کم رنګه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب