جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاسټرالیا د ۵۴ زره افغان پناه غوښتونکو قضیې رد کړي

اسټرالیا د ۵۴ زره افغان پناه غوښتونکو قضیې رد کړي

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۷ مه ) راپورونه وایي، چې اسټرالیا د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د ۵۴ زرو افغانانو د پناه غوښتنې قضیې رد کړي.

ویل شوي، چې تر اوسه تر دوه سوه زرو پورې افغانانو په دې موده کې دغه هېواد ته د پناه غوښتنې قضیې استولې دي.

د راپور له مخې، اسټرالیا په تېرو دوو کلونو کې تر دولس زرو پورې افغانانو ته پناه ورکړې ده.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، سلګونه زره افغانان له هېواده وتلي او ډېرو یې دلیل د طالبانو لخوا د غچ اخېستنې اقدامات، اقتصادي ناورین او له ډېرو اساسي حقونو بې برخې کیدل ښودلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي داسې ادعاوې بې اساسه بولي او وایي په بېساري ډول یې د ټولو افغانانو حقونه او امنیت تامین کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب