شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د سمندر د غاړې سړی| رحمت شاه فراز

د سمندر د غاړې سړی| رحمت شاه فراز

سړي د سمندر اوبه وڅښلې او سمندر چې د ځمکې په مخ د اوبو تر ټولو لويه کتله ورته واېسېده‌ او چې ويې ليدل، د ځمکې هرې برخې ته له همدې ځايه اوبه رسېږي، نو ويې ويل، چې د نړۍ ټولې اوبه تروشې دي او خوږې اوبه نشته.

په دې ليکنه کې په پورتنۍ فرضيه خبرې کوو.

د سړي سترګو غلط نه دي ليدلي، سمندر واقعا هم د ځمکې په مخ د اوبو تر ټولو لويه کتله ده. خو سړي چې کوم قضاوت کړی، له فکر او تامل پرته يې کړی.

داسې نه ده، چې ياد سړی د خپل قضاوت لپاره دلايل نه لري، مثلآ دغه سړی به په ډېر وثوق سره ووايي، چې ما د اوبو تر ټولو لويه کتله ليدلې، ما دا هم ليدلي، چې د ځمکې بلې هرې برخې ته له همدې کتلې اوبه بهېږي او ما دا اوبه پخپله ژبه څکلې هم دي، اوبه تروشې دي، نو ته څنګه وايې، چې د افغانستان د کارېزونو اوبو خوږې دي؟

دلته وينو، چې د سړي استدلال غلط نه دی، خو د استدلال بنياد يې غلط دی.

له پورتنۍ فرضيې يوه بله پوښتنه را ولاړېږي، چې سړی ولې قضاوت کوي، يعنې اړتيا يې څه ده، چې قضاوت کوي؟

د سمندر د غاړې سړی ځکه قضاوت کوي، چې د حقيقت تر ټولو لويه سرچينه يې موندلې او دا د ځان لپاره نامناسبه ګڼي، چې دغه ډول حقيقت تر نورو خلکو ونه رسوي.

دلته وينو، چې سړی حسن نيت هم لري او د خيرخواهۍ اراده هم لري، خو دغه نيت يې د يوه غلط يا ناقص عمل لپاره کړی. دلته دا هم معلومېږي، چې نيتونه هم ډېر مهم نه دي، بلکې مهمه دا ده، چې زموږ عمل څه شی دی؟

د سمندر د غاړې سړي که له سمندر نه حرکت را کړی وای، او يوه لوی سيند ته يې ځان رسولی وای، د اوبو په ذايقه کې به يې فرق محسوس کړی وو، که لا وړو سيندونو ته يې لپه ور ټيټه کړې وای، د اوبو خوند به يې بيخي بل ډول احساس کړی وو او که د تيراه د غرونو يوه لپه اوبه چا ورکړې وای، ممکنه ده، چې د اوبو په اړه به يې ليدلوری بيخي بدل وای. خو سړي ته معيار سمندر دی.

دلته وينو، چې د سړي قضاوت د کل په اساس دی او نور اجزا هم له همدې کل څخه سرچينه اخلي، خو دا چې په دې ځای کې دا په نظر کې نه دي نيول شوي، چې ضرور نه

ده، چې د کل اجزا دې هم د کل تابع واوسي او د دې امکان موجود دی، چې اجزا دې له کل او سرچينې سره له يوې مخې فرق ولري.

د سمندر د غاړې سړی د سمندر په کليت، لويوالي او سرچينه يي خاصيت نازیږي او فکر کوي، چې دی تر نورو خلکو معتبر او لوړاوی لري.

خو دلته وينو، چې په کليت، لويوالي او سرچينې ته په لاسرسي نازېدنه او وياړل مو په څه ډول د اجزاوو له خوند و رنګ او ګټو څخه بې برخې کولی شي. دلته دا هم وينو، چې مهمه نه ده، کل دې همېش بهتره اوسي؛ بلکې امکان شته، چې اجزا تر کل څو چنده بهتره او ګټور وي.

د سمندر د غاړې سړی يوه بله تجربه هم درسره مني. دغه سړی به له همدې وړو کارېزونو روان شي، ويالو ته به ورسېږي، له ويالو سيندګيو ته، له سيندګيو، لويو سيندونو او له لويو سيندونو به بېرته هماغه سندر ته ورسېږي او يوه لپه اوبه به درته را واخلي او درته وبه وايي، چې وڅښه اوبه، تروشې دي که نه دي؟ ته به خامخا وايې چې تروشې دي، نو دی به په هسکه غاړه ووايي، نه مې ويل، چې ټولې اوبه تروشې دي.

خو دلته وينو، چې له کومو اجزاوو چې يو کل جوړ شوی وي، ضرور نه ده، چې هغه کل دې له اجزاوو سره فرق ونه لري. اجزا سره يو ځای کېږي او يو بالکل مختلف او مخالف کل جوړوي، هېڅ له واقعيته لرې خبره نه ده او امکان يې شته.

د سمندر د غاړې سړی زموږ د فردي او اجتماعي ژوند ډېر زيات اړخونه راته روښانولی شي، خو فکر غواړي او په دې پوهېدل غواړي، چې د سمندر د غاړې سړی عادي سړی نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب