شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد برېښنايي تذکرو د بیو لوړیدو اوازه رد شوه

د برېښنايي تذکرو د بیو لوړیدو اوازه رد شوه

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۷ مه ) د برېښنایي تذکرو د بیو لوړیدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وروستۍ اوازې رد شوې.

 په ‌دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ګونګوسې خپرې شوي، چې د یوې برېښنايي پېژندپاڼې بیه اووه سوه (۷۰۰) افغانۍ ټاکل شوې ده.

  د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې د طالبانو د وزیرانو شورا د مصوبې پر بنسټ د یوې برېښنايي پېژندپاڼې بیه پنځه سوه (۵۰۰) افغانۍ ده او له دې پرته بل هېڅ ډول لګښت نه ‌لري.

سرچینه زیاتوي:« د دې ادارې اړوند د آسان خدمت په څانګو کې د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې د یوې برېښنايي پېژندپاڼې بیه له دې امله اووه سوه (۷۰۰) افغانۍ ټاکل شوې چې په بېړني ډول د ۲۴ ساعتونو په موده کې پېژندپاڼه چاپ او غوښتونکي ته سپارل کېږي.»

د طالبانو له واک ته رسېدو سره، په افغانستان کې د برېښنایي تذکرو او ډېرو نورو دولتي خدمتونو بیې لوړې شوې دي.

د جمهوري نظام پر مهال د برېښنایي تذکرې د وېش بیه سل افغانۍ وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب