پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په تیاره کې ډیوه | آصف بهاند

په تیاره کې ډیوه | آصف بهاند

(په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو ستونزه)

څـنـگه ورته وگـورمه، سترگـې زمـا لـمـر وهي

سپینې کیسې نشم کړی، جلاد مې رانه سر وهي

ولې مــو د نـجــونــو د تـعـلـیـم مـخـه نیولې ده؟

بـده ده چې ښځه بـاندې لاس پـردی ډاکټر وهي

دا خلک که نن د رڼاګانو لښکر جـوړ نه کړي!

چا بانـدې سبا تـه بیا د تورو شپـو لښکر وهي؟

(حنیف حیران)

دا دی دوه کلونه په پوره کېدو دي چې د افغانستان د نجنونو پرمخ د رڼا دروازې تړل شوې دي او ښوونځی یې داسې بند کړاي شويدي چې خلاصېده یې اوس په یوه خیال باندې بدل شوي دي. د همدې تورې تیارې په اړوړدوړ کې، د یوه طالب چارواکي له خولې د ښوونځیو د پیل کېدو په باب څه اورېدل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني یوې غونډې ته ویلي دي چې: « د نجونو زدکړو د ‘اختلافي’ ستونزې پر معقول حل کار روان دی.»

نور حال د بي‌بي‌سي په لاندې رپوټ کې:

«افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ويلي د نجونو د تړلو ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستل کېدو ته د یوې معقولې حل لارې پر موندلو کار روان دی.

طلوع نیوز وايي هغه دا څرګندونې سې‌شنبه د (جولای ۲۵مه) هرات ولایت کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او د خصوصي سکټور له استازو سره یوې غونډې ته کړې دي.

ښاغلی حقاني د طالبانو د سترې محکمې د رییس مولوي عبدالحکیم حقاني په مشرۍ له یوه جګپوړي دولتي پلاوي سره هرات ته تللی دی…

طلوع نیوز د هرات د خصوصي سکتور د استازو په حواله لیکلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل د پانګې د تېښتې لامل شوی‌ او دا چې “ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو د زد‌کړو او تحصیل په موخه ګاونډیو هېوادونو ته کډه کېږي.”

دې شبکې هرات کې دې غونډې ته د ښاغلي حقاني د وینا یوه برخه هم خپره کړې چې نوموړی پکې وايي “د دغو موضوعاتو لپاره پر یوه معقول حل کار روان دی.”

نوموړی زیاتوي دوی له دې نه ویرېږي چې کله “یوه مساله اختلافي وګرځي، د دې لپاره چې دغه اختلاف لوی او پراخ نشي، هغې ته یو څه انتظار په کار وي…»

پخوا تر دې هم د افغانستان په هرات ولایت کې د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو گونگوسی اورېدل شوی و، د نجونو د ښوونځیو د نه خلاصېدو د انتقادونو په اړودوړ کې یو تازه خبر داسې دی چې د افغانستان په هرات ولایت کې د نجونو درې لیسې پرانستل شوې دي، په همدې موضوع پورې اړوند تاند دا خبر داسې خپور کړ:

«طالبانو په هرات کې د نجونو ځینې لېسې پرانیستي دي

تاند (سې شنبه، د ثور۲۶مه) له هرات څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د نجونو ځینې لېسې او متوسطې پرانیستې دي.

د هرات ولایت په پوهنې ریاست کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې طالبانو اجازه ورکړې چې د نجونو یو شمېر لېسې په هرات ښار کې پرانیستل شي.

یوې بلې سرچینې وویل چې لږترلږه د نجونو له درو لېسو خبر دی چې تازه پرانیستل شوې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت او په هرات کې د پوهنې ریاست تراوسه پورې د دغو لېسو د پرانیستل کيدو په اړه رسماً اعلان نه دی کړی.

د ۲۰۲۱ د اګست له پنځلسمې وروسته چې طالبانو کابل ونیوه، د مزارشریف او د شمال له څو نورو ولایتونو پرته یې د پلازمېنې کابل په شمول د ټولو ولایتونو د نجونو متوسطې او لېسې بندې کړې چې لا هم بندې دي.

اوس هم د شمال لږترلږه په پنځو ولایتونو د نجونو لېسې پرانیستي دي.

د هرات په پوهنې ریاست کې یوې سرچینې، چې د امنیتي ستونزو له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل، طالب چارواکي وايي؛ وروسته له دې چې د نجونو او هلکانو ټولګي یې سره بېل کړل، د نجونو لېسې یې پرانیستې خو حقیقت دا دی چې په هیڅ لېسه کې نجونو او هلکانو یوځای درس نه وایه.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې په هرات کې یې ځینو نارینه ښوونکو ته هم اجازه ورکړې چې د نجونو په لېسو کې تدریس وکړي.»

که دا خبر ریښتیا وي او نورو ولایتونو ته وِغځېـږي، نو ډېره لویه د خوشالۍ خبره به وي، داسې چې لکه په یوه تیاره کوټه کې چې یوه ډیوه بله کړای شي. لکه سیل وړی چې د خلاصون لپاره هرڅه ته لاس اچوي، د تعلیم پلویان هم چې کله د نجونو د تعلیم په برخه کې یوه وړوکې مثبته خبره واوري، ورته خوشحاله وي.

د پاسني ښه خبر په څنگ کې د نجونو د تعلیم د لاځنډ په باب هم خبرونه خپرېـږي. هغو کسانو چې د نجونو ښوونځي یې تړلي دي، دوی نه پوهېـږي چې له زدکړو پاتې نجونې او کورنۍ دا نیمگړتیا څومره زوروي، دا یې یوه بېلگه ده:

«زوی مې نویـد جان د زده کړې دولس کلنه دوره په بریالیتوب سره پای ته و رسوله؛ لا دې و غوړېـږي!

خـور چـې د ورور په غـاړه ګــل د دولســم د فــراغــت ولـیـدۀ

سیالي یې وکړه خپلې غـاړې ته یې اوښکـو نـه امېل جوړکـړ»

په نړیوالو کړیو کې دا گونگوسی پیل شوی دی چې «د افغانستان د پوهنې نظام له سقوط سره مخ دی». د نجونو او ښځو پر تعلیم باندې د بندیز پر پالیسۍ باندې د طالبانو ټینگار کېدای شي د دې سبب شي چې د معارف په برخه کې نړیوال مرستندویان خپلې مرستې ودروي، که دا کار وشو، دا به د افغانستان د خلکو لپاره یوه بله لویه غمیزه وي. نور حال د تاند په دې لنډکي راپور کې:

«تاند: (پنجشنبه، د سرطان دویمه) په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د  افغان تعلیمي نظام د سقوط خبرداری ورکړ.

نوموړې، چې د امنیت شورا دوره يي مشري کوي وويل، هېواد يې په دې باور دى، چې افغان ښځې او نجونې بايد په ټولنه کې داسې رول ولري، چې په هره کچه او له نړيوالو معيارونو سره سمې زده کړې پيل کړي. هغې ټینګار وکړ چې دا یوه “د نه مذاکرې وړ” مسله ده.

دغې دیپلوماتې همدا راز زیاته کړه، داسې اندېښنې شته چې د طالبانو د وروستیو پرېکړو له امله به د افغانستان د پوهنې له سکتور سره مالي تمویل کوونکي مرستې بندې کړي او بالاخره به د افغانستان د پوهنې د نظام د تخریب لامل شي.

 نوموړې وایي: “دا به د ټول هیواد لپاره یوه تراژیدي وي.”

د متحده عربي اماراتو استازي زیاته کړه، چې طالبان د مرستو په برخه کې د ښځو پر کار د محدودیتونو په لګولو سره نه یوازې دا چې حیاتي مرستو ته لاس رسی محدودوي، بلکې مرستې ترلاسه کوونکي له جنسي ځورونې او ځورونې سره مخ کوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي نظام په اړه ګڼ داسې خبرداري ورکړل شوي.

طالبانو نه یوازې د میلیونونو نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو دروازې تړلي؛ بلکې د هلکانو پر زده کړو یې هم سخت قیودات وضع کړي، د دوی ناخوښ استادان او کارکوونکي یې له تعلیمي او تحصیلي نظام څخه ویستي او سخت قیودات یې پرې حاکم کړي.

په وروستیو دوو کلونو کې دطالبانو له لاسه، د زرګونه پياوړو تحصیلي کادرونو د جلاوطنۍ خبرونه هم ورکړل شوي.

طالبان، بیا برعکس د نورو برخو په شان په تعلیمي برخه کې هم د لاسته راوړنو ادعا لري او شوې نیوکې د دوی خلاف تبلیغات بولي.»

په تعلیمي او سیاسي پالیسۍ باندې پوه شخصیت ښاغلی عبدالوحید وحید د خپل یوه سیاسي تحلیل په ترڅ کې د نورو تودو او اړینو مسألو د تحلیل ترڅنگ، د نجونو د ښوونځیو د تړلو په باب داسې لیکلي دي:

«… ډېر څه شته چې د مصلحتونو او نورو لاملونو له امله يې نه ليکم او غواړم له وخت او شرائطو سره تعامل وکړم خو دَ انجونو په زده کړو باندي ناروا بنديز د ولس په ستوني کې پښه ايښودل او په هيڅ ډول راته د منلو وړ نه دي. که يوازې له ښځو څخه د زده کړو  ثابت شوى حق سلبول د خپلو او د حکامو د مسئولیتونو او مکلفیتونو په ترازو کې وڅيړو، نو دغه مظلوم او محکوم قشر ته به د ټولو حقونو د ورکولو په خبره کې هيڅ وزن او ارزښت پيدا نکړاى شو او يوازې همدغه حق تلفي به د اوسني حکومت د عدالت دعوه په جديت سره له پوښتنو لاندې راولي»

که د یوې نجلۍ ښوونځی وتړل شي او بله پوهنتون ته پرېنښودل شي او په پای کې دوی له تعلیم محرومې کړای شي نو موږ به نه کومه نرسه ولرو او نه هم کومه ډاکتره. د ښوونځیو تړونکي به ښايي یوازې په دې بریالي شوي وي چې د نجونو څېرې د خلکو له له لیدلو پټې کړي، خو کله چې همدا په پردو کې پټې شوې نجونې او مېرمنې ناروغې شي، کېدای شي اړتیا پېښه شي چې د هغوی ټول بدن د فزیکي معاینې لپاره لوڅ کړای شي؛ اوس یې وسنجوئ چې دا ناروغه نجلۍ او ناروغه مېرمن چا بېستره کړه؟

له بده‌شامته د همدې کرښو د لیکلو په ورستیو شېبو کې خبر راغی چې د ځینو طالب چارواکو د نوې پرېکړې له مخې د نجونو د زدکړو دایره نوره هم تنگېـږي. پر دې ستونزه باندې به د همدې بحث په بله برخه کې خبرې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب