جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمتحده عربي امارات: د افغانستان د پوهنې نظام له سقوط سره مخ...

متحده عربي امارات: د افغانستان د پوهنې نظام له سقوط سره مخ دی

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان دویمه)  په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د  افغان تعلیمي نظام د سقوط خبرداری ورکړ.

نوموړې، چې د امنیت شورا دوره يي مشري کوي وويل، هېواد يې په دې باور دى، چې افغان ښځې او نجونې بايد په ټولنه کې داسې رول ولري، چې په هره کچه او له نړيوالو معيارونو سره سمې زده کړې پيل کړي. هغې ټینګار وکړ چې دا یوه “د نه مذاکرې وړ” مسله ده.

دغې دیپلوماتې همدا راز زیاته کړه، داسې اندېښنې شته چې د طالبانو د وروستیو پرېکړو له امله به د افغانستان د پوهنې له سکتور سره مالي تمویل کوونکي مرستې بندې کړي او بالاخره به د افغانستان د پوهنې د نظام د تخریب لامل شي.

 نوموړې وایي: “دا به د ټول هیواد لپاره یوه تراژیدي وي.”

د متحده عربي اماراتو استازي زیاته کړه، چې طالبان د مرستو په برخه کې د ښځو پر کار د محدودیتونو په لګولو سره نه یوازې دا چې حیاتي مرستو ته لاس رسی محدودوي، بلکې مرستې ترلاسه کوونکي له جنسي ځورونې او ځورونې سره مخ کوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي نظام په اړه ګڼ داسې خبرداري ورکړل شوي.

طالبانو نه یوازې د میلیونونو نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو دروازې تړلي؛ بلکې د هلکانو پر زده کړو یې هم سخت قیودات وضع کړي، د دوی ناخوښ استادان او کارکوونکي یې له تعلیمي او تحصیلي نظام څخه ویستي او سخت قیودات یې پرې حاکم کړي.

په وروستیو دوو کلونو کې دطالبانو له لاسه، د زرګونه پياوړو تحصیلي کادرونو د جلاوطنۍ خبرونه هم ورکړل شوي.

طالبان، بیا برعکس د نورو برخو په شان په تعلیمي برخه کې هم د لاسته راوړنو ادعا لري او شوې نیوکې د دوی خلاف تبلیغات بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب