Home+ايسار، ايثار| زهیر سپېڅلی‎

ايسار، ايثار| زهیر سپېڅلی‎

(ايثار) نوم او (ايسار) صفت دی. «ايثار» او «ايسار»  په شکل او معنا دواړو کي فرق لري. 

ايثار: قرباني، هغه چا ته هم ويل کېږي، چي تر خپلي ګټي د بل ګټه مقدمه او محترمه وګڼي؛ دا خپله يو ډول قرباني ده.
 ايسار: د تم، ګير او معطل په معنا دی.
د پاتېدو او ګرځولو لپاره هم کارېږي.
(ايسارول) او (ايسارېدل) ئې مصدرونه دي.
په ليکلو کي ئې د يو و بل پر ځای استعمال مفهوم غلطوي.
زه څو شېبې له دوی سره ايسار شوم/دوی ايسار کړم.
نن ايسار شه، سبا به لاړ شې.
وخت هيڅکله چا ته نه ايسارېږي.
ستورو تراشي مو سبا، غم مه کوئ
نن نسيم ويښ دی خو ايثار پروت دی
نسيم ايثار
ايثار له ښاره راغی، کاڼي ته د غره کښېناستو
ښه راته ووايه، اوس څرنګه ده وروره کيسه
نسيم ايثار
ايثاره! نور د خپل امين سپکاوی نه شو زغمی
لاس دي هغه هسک کړي چي چا لره دعا ورځي
نسيم ايثار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...