جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهم.م د ښځینه وو پرځای د نارینه کارکوونکو د ګومارنې په اړه...

م.م د ښځینه وو پرځای د نارینه کارکوونکو د ګومارنې په اړه د طالبانو غوښتنه رد کړه

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان دویمه)  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي استازې او د یوناما د دفتر مشرې روزا اوتونبایوا د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا په غیر دولتي دفترونو کې د ښځو د کار کولو د محدودیتونه د لرې کولو په اړه کوم ډاډ نه دی ورکړل شوی..

هغې په ​​افغانستان کې وضعیت “پیچلی” وباله او ویې ویل چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو او مرستندویه چارو اغېز کوي.

اغلې اتونبایوا وویل چې هغې د ځینو طالب چارواکو هغه وړاندیز رد کړ چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د سیمه ییزو ښځینه کارکوونکو پر ځای نارینه کارکونکي وګمارل شي.

نوموړې زیاته کړه، ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ښځینه سیمه ییزو کارکونکو غوښتي چې دفترونو ته نه ورځي او له نارینه وو څخه یې غوښتي چې د غیر تبعیض قانون ته د درناوي په خاطر له کوره کار وکړي.

اوتونبایوا زیاته کړه، طالبان له ملګرو ملتونو او د هغې له غړو څخه د دوی د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي، خو په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د منشور د ارزښتونو خلاف عمل کوي.

  اوتونبایوا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو او نورو محدودیتونو په یادولو سره وویل چې دغه محدودیتونه په اقتصادي، ټولنیز او عامه ژوند کې د ښځو ونډه محدودوي. هغېوویل، «طالبان باید دغه بندیزونه لیرې کړي تر څو ملګري ملتونه د افغانستان د ټولو خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.»

نوموړې د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو نوي راپور ته هم اشاره وکړه، چې په دې وروستیو کې خپور شوی، چې په کې پر افغان مېرمنو د دې بندیزونو فزیکي او رواني اغېزې مستندې شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې وویل، موږ ښځو او نجونو ته ویلي چې تر هغه چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه دوام ولري، د هغوی په رسمیت پېژندل تقریبا ناشوني دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې همداراز د طالبانو په رژيم کې ځینو “مثبت پرمختګونو” ته هم اشاره وکړه، چې په کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کمښت، د انفلاسیون د کمولو او د تبادلې د نرخ د ثبات له حکم وروسته د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی شامل دی.

خو هغې ټینګار وکړ چې بسپنه ورکوونکي باید د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د کروندګرو سره د مرستې لپاره پروګرامونه په پام کې ونیسي.

  مېرمن اوتونبایوا وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. نوموړې ټینګار وکړ چې افغانستان اوس هم په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی او له افغانستان سره د ملاتړو د مالي مرستو کمېدل ښايي دغه عملیات اغېزمن کړي.

  طالبانو د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستیو ورځو کې طالبان د بشري حقونو، ښځینه حقونو او نورو افغانانو د حقونو د نقض له امله تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې راغلي دي.

طالبانو د نورو منتقدانو په شان یې، د ملګرو ملتونو له ادرسه هم شویو نیوکو ته د تبلیغاتو نوم ورکړی او د ځان خلاف یې پروپاګند ګڼلي دي.

څارونکي باور لري، چې د دوی د افراطي چلند دوام به نه یوازې د دوی د واکمنۍ؛ بلکې تر هر چا زیات افغانانو ته زیات په تاوان وي، ځکه نړیوالې مرستې به نورې هم کمې او په فقر او سرګردانۍ کې ایسار میلیونونه کسان به نور هم بد وضعیت سره مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب