جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د فیسبیوک او ټویټر نوې سیالي

د فیسبیوک او ټویټر نوې سیالي

تاند- هماغه راز چې د ټولنیزو شبکو یا خواله رسنیو کاروونکي له یو بل سره سیالي کوي، د خواله رسنۍ هم په خپل منځ کې ډیره سیالي پالي.

هره یوه هڅه کوي چې د نویو محصولاتو او زیاتونو په مرسته لا ډیر خلک ځان ته ورواړوي.

تازه د مارک زاکربرګ مټا شرکت د ایلن مسک د شرکت په وړاندې د سیالۍ په میدان کې یو بل ګام اخیستی دی.

مټا کمپنۍ، چې فیسبوک هم ورسره تړلی دی، په لومړي وار د ټویټر د سیال اپلیکېشن لومړنۍ ډیمو یا تجربوي اپلیکېشن راوایست.

د مټا شرکت د تولید ريیس کریس کاکس په یوه خبري غونډه کې د خپل نوي محصول په اړه یو لړ معلومات اعلان کړل.

ده خپل دا محصول ټویټر ته د مټا ځواب وباله او ویې ویل چې په دې کې د انسټاګرام د اکاونټ له سیستمه کار اخیستل کېږي.

د مټا دا پروګرام، چې د (Project 92) په کوډ مشهوره دی، ښايي د (Threads) په نوم راووځي.

مټا شرکت تراوسه پورې د ډي جې سلایم او د بودایانو د دیني مشر دالايي لاما په شمول له مشهورو کسانو سره له دغه پروګرامه د کار اخیستو په اړه خبرې کړي دي.

مخکې ویل شوي و چې د مټا دا نوی اپلیکېشن به د سږ کال تر مني پورې راووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب