جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچین یو ځل بیا طالبانو سره پر تعامل ټینګار وکړ

چین یو ځل بیا طالبانو سره پر تعامل ټینګار وکړ

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان دویمه)  په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د طالبانو له حکومت سره پر اړیکو او خبرو ټینګار وکړ او د راپورته شویو اندېښنو د حل لپاره یې خبرې مهمې وبللې.

هغه زیاته کړه،هیله لري چې په افغانستان کې د “طالبانو سرپرست حکومت” به د ښځو د تعلیم او کار د فرصتونو د برابرولو په ګډون د وضعیت د ښه کولو لپاره مثبتې هڅې وکړي.

د چین استازي دا هم ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره باید امنیت شورا یا د طالبانو پر ځینو غړو لګول شوي بندیزونه لیرې کړي او یا هم استثناوې په پام کې ونیسي.

په دې غونډه کې د امریکا، روسیې، جاپان، برازیل، فرانسې، ایران، تاجکستان او د دغې شورا د نورو غړو هېوادونو استازو هم خبرې وکړې او د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو په اړه یې ګډې اندېښنې مطرح کړې.

طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب