جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحنارباني تورخم ته تللې

حنارباني تورخم ته تللې

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان دویمه)    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر تورخم ته سفر کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې رباني «د تورخم په لاره کې افغانانو ته د اسانتیاوو د برابرېدو او له هغوی سره له درناوي د ډک چلند» غوښتنه وکړه.

ویل شوي، چې نوموړې دغه راز د پاکستان له لوري د «دوامدارې سرحدي سوداګرۍ مدیریت سیسټم» پر چټکتیا ټینګار وکړ.

 له حنا رباني سره د دغه سفر پر مهال د پاکستان د پوځ یو شمېر مسوولین هم ملګري وو.

طالبانو د نوموړې د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي.

په تورخم کې، د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ګڼه ګوڼه زیاته شوې او ډېر افغانان له هېواده د وتو لپاره دغه لاره او پاکستان ته تګ ته مخه کوي.

په وروستیو کې بیا- بیا پاکستاني ځواکونه افغان کډوالو سره په تورخم کې په ناوړه چلند تورن شوي.

د دغه چلند له امله، څو ځله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو وسله والې نښتې هم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب