شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهنعیم وردګ: د افغانستان ۷۵ سلنه ښځو هیڅکله زده کړو ته لاسرسی...

نعیم وردګ: د افغانستان ۷۵ سلنه ښځو هیڅکله زده کړو ته لاسرسی نه درلود

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان دویمه)   په قطر کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو سرپرست او د دوی د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ادعا لري، چې د افغانستان ۷۵ سلنه ښځو هیڅکله هم زده کړو ته لاسرسی نه درلود.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې ویلي، چې د اټکل شویو ۲۰ میلیونه افغان ښځو ۷۵ سلنه یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.

د هغه د ادعا له مخې،دغو ښځو په تاریخ کې کله هم زده کړو ته لاسرسی نه دی لرلی او نه د زده کړو لېواله دي.

د هغه دغه څرګندونې د ښځینه فعالانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ازیتا عظیمي په نوم یوې ښځينه فعالې ویلي، چې د افغانستان په ټولو سیمو کې له استثنا پرته د ښځو ښوونځي جوړ شوي وو، چې په ځینو سیمو کې طالبانو دغه ښوونځي له منځه یوړل، خو ټولې افغانې ښځې د زده کړو غوښتونکي دي.

هغه زیاتوي، چې طالبان په داسې غلطونکو معلوماتو غواړي نړیوال او افغانان تېرباسي، چې ګواکې د نجونو پر زده کړو بندیزونه یې کوم لوی خیانت نه دی.

طالبان د نجونو د زده کړو د بندیز له امله په ملي او نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ دي.

8 COMMENTS

  1. په دې عصر کي په دنیا کي سل په سل کي تعلیم د نر او ښځي د پاره معیار دئ او د دنیا ټول هيوادونه د اسلامي هیوادونه په شمول دې لور ته روان دي. افغا نستان هم باید پر دغه لار روان وي او که څوک دا نه غواړي نو دا به د افغانستان د ملت سره به تر ټولو لویه جفا وي. د ډاکټر نعیم هم باید اوس په ځواني کي دغه معیار وي چي بیا په زړوالي کي افسوسونه و نکړي. د وخت په تېرېدو سره افکار بدلېږي.

    • خورې ګرانې خورې ! ډیر ډیر ژاړم کله چې دافغانستان د ښځو حال په هغه وخت کې را پر یاد کړم کله چې زه کوچنی ومه ! بیا په کابل کې یو څه رڼا وه خو په اطرافو کې د ښځو زوال ! په بدو کې ورکول ، دوه دوه ښځې کول ، خرڅول یې او نورې خبرې چې زه یې نزاکتا نشم لیکلی ! اسلام د ښځو د قطل او بردګي یوه بندیخانه او دغه ګیرور مردار خواره یې حامیان دي !
      له ټول اسلامه مې زړه تور ده ***د طبیعت په راز چې سترګې پټه وینه !!

  2. دا یو تریخ واقعیت دی چی د افغانستان ۷۰ – ۸۰% ښځی د تعلیم او نورو ټولو مدنی حقوقو څخه بی برخی وی او بی برخی دی ( البته اکثره نران بیچاره ګان ئی هم بیده ساتلی سوی وه او دی) خو خبره دا ده چی:
    نن سبا خو په کلیوالی سیمو کی د موبایل تکنولوژی هم فعّاله ده نو پدی هکله ولی طالب او مُلا د تکنولوژی ضد تبلیغ نه کوی او نه وائی چی کلیوالی خلک باید د موبایل څخه ګټه وا نه خلی؟
    دا چی کلیوالی ښځی د رسمی زده کړو او تعلیم څخه محرومه وی ددی معنی نلری چی دا تورتم باید ادامه ومومی بلکه باید د تعلیم د ترویج په باب د هیواد په هر ګوټ کی هڅی تر سره سی.
    بله دا چی:
    یاره نعیم ساب ډیر د کُسمادر او انګریزی مُلا غوندی د خولی چالاکی لری.

    • له چا څخه ګیله کوۍ ؟ دا خو ټول د هغه کس په پټو سټرګو اردلیان دي چې ۱۱ ښځې یې لرلي او یوه یې په ۹ کلنۍ کې نکاح کړې وه ! داخو د جنت پړانګان دي او دښځو کلک دوښمنان دي ! زه نه پوهیږم چې دا خر د څه شي ډاکتر دی ! نه یې مخ د ډاکتر دی نه یې څټ ! داسې خرو ته علمي ځوابونه ورکول او بحث کول ورسره کومه ګټه هم نلري، څکه دوی د هغه جنت په چورت کې دي چې محمډ ورته وعدې ورکړې دي !

  3. شړميدليه لوښيه! نو چي نه يي درلود نو ستاسو اداره يي هم نه ورکوي? په ښځينه ټولنه کي دتعليم او لوړو زده ګړو نشتون هم د نارينه سالارۍ منفې اړخ دۍ اودا بيا زموږ دټولني لپاره ناسور دۍ، چي دحالاتو نزاکت حکم کوي چي دي ستونځي ته اولويت ورکړل شي، مګر له بده مر غه تاسو غوندي دتروږمي لښکرو له اسلامي اصولوڅخه د ښځو په باره کي يوازي د تناسلې آلي د ارضا فتواي ته توجه کړيده اوبس.

  4. شرمېدلی لوښي ته باید وویل شي چې که پرون ښوونځي نه وو ، خو تاسو د خپلو بادارانو په امر په تېرو څلوېښتو کلونو کې وسوځول ، هلته یې د خپل پنجابي بادار په دستور زهر په اوبو کې واچول او زرګونه بېګناه او معصوم ماشومان یې ووژل . ستاسو له لاسه افغانستان په تېرو 40 – 50 کلونو کې د نړۍ د تمدن له کاروان نه بېرته پاته شو.
    ملا ګلبدین ، ملا رباني ، ملا سیاف ، ملا نبي ، ملا محسني ، ملا مزاري ، ملا محقق ، ملا خلیلی او …. د هر ښوونځي په ورانولو له خپل بادار نه کلدارې اخیستې . ښوونکي مو د کمونست په نوم شهیدان کړل . شاګردان مو مجبور کړل چې ستاسو په جهالت کې برخه واخلي .
    د دغو لعنتیانو له لاسه ټول بندونه ، شفاخاني ، ښوونځي ، پلونه سرکونه او هرڅه وران شول . نن ایران زمونږ پر اوبو دعوې کوي او پنجاب هره ورځ زمونږ ملي شتمني لوټوي . ملي کدرونه له وطنه مهاجرت ته اړ کیږي . تاسو په شان بې علمه کسان پر هېواد راج چلوي .

  5. نعيم وردګه!
    يوه تبصره کونکي ټپوس کوي چي د څه شي ډاکتر يي، زما په اند ته دهيڅ شي ډاکتر نه يي ځکه:

    که تبي ډاکتر يي ته وردګه بايد دا غوښتنه وکړي چي دنجونو زدهکړي ته اړينه ده تر څو ښځي د ښځو د تناسولي محرم درمل وکړای شي که چيرته تبي ډاکتر يي نو دا غټ خيانت ده چي دا دعوه د نجونو د زدکړي نه کوي.
    که د په اسلامي دين کي زدکړي وي او د نجونو د زدکړي غوښتنه نه کوي نو دا ګوناه کبيره ده ځکه زدهکړه په نر او ښځه فرز ده.
    که د کوم په ټولنيزه برخه کي زدکړي وي؟ درواغ وايي ځکه د ښځو مساوات نه غواړي.
    ستا له کرکتره او خبرو داسي بريښي چي د آی اس آی په پوهنتون کي دزدکړي کړي ډاکتري د د منلو وړ ده ځکه بي له منافقته او درواغو بل شي مو زده نه دي.

  6. جناب ډاکتر نعیم، هغه خو ټول حکومتونه بد حکومتونه وو. آن کمونیستي حکومتونه وو د وطن دښمنان واکمن ول، اوس خو دادی ښه اسلامی نظام راغلی دی. اسلام دوسته او وطن دوسته خلک واکمن دي دا اویا سلنه پسي اضافه کوي ولي. ۸۰ – ۹۰ – ۱۰۰ فی صده کوي يي، که خبره همداسې وي نو بیا ستا جهاد د څه له پاره و، د مقام له پاره، د موټر له پاره له اړتیا پرته د نورو ښځو له پاره. ډاکتره تاسې هم غواړئ په تاریخ کې د خادمانو په نوم یاد شئ او که نه؟ که د داسې خادمانو په څیر غواړې یاد شي لکه د سقاوو زوی، نو بیا خو له اسلام څخه هسي استفاده کوئ کنه ایا اسلام درته د تعلیم خبره نه ده کړي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب