دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد افغانستان پېژندل شوی دیني عالم، مولانا صدیق الله فدايي وفات شو

د افغانستان پېژندل شوی دیني عالم، مولانا صدیق الله فدايي وفات شو

د افغانستان یو پېژندل شوي دیني عالم، مولانا صدیق الله فدايي په جرمني کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغه د کورنۍ غړو نن پنج شنبه دغه خبر تایید کړی او وايي، مولانا فدايي له څه مودې راهیسې ناروغ و، چې بالاخره یې خپل روح حق ته وسپاره.

ښاغلي فدايي، په زیاتو دیني بحثونو کې برخه اخیسته، په جرمني کې یې د اسلامي تعلیماتو په برخه کې له کلونو راهیسې هڅې کولې او په دین کې د منځلاریتوب پلوی و.

ارواښاد فدايي، په جرمني په ځانګړي ډول مونشن کې د ګڼو ادبي فعالیتونو لپاره هم هڅې کړې دي.

هغه په وروستیو کې په جرمني کې د افغان کډوالو کلتوري سلاکار هم و، چې په هغه هېواد کې یې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د حق لپاره مبارزه کوله. هغه په ګڼو رسنیو کې مرکې کړي، مقالې یې چاپ شوي او بېلابېل تحقیقات یې کړي دي.

هغه په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲م کلونو کې په مونشن کې د نارنج ګل د مشاعرې جوړې کړې، چې د اروپا له بېلابېلو برخو افغانانو په کې ګډون کړی و.

صدیق الله فدایي په مونشن ښار کې یو اسلامی مرکز جوړ کړی و، چې د ټولو هغو هیوادونو مسلمانان لا هم ورته راځي چې په دې ښار کې ژوند کوی.

د دې مرکز په تالار کې کې بېلابېلې غونډې جوړې شوي، چې سترې نمونې يې د نارنج ګل ځو  مشاعرې او نورې غونډې دي.

1 COMMENT

  1. markhoom fedayee sahib tah de khudayee taalaa de derbarah maghferat ghwaroo,
    AL LAH DEE JANAT FERDAUS NASIB KEE,
    FAMILY TAH DEE KHUDAYEE TALAA AAJER AW EWAZ WAR KEE.

    ICH MOCHTE SAGE SALAMOALIKUM NACH GANZE FAMILY SEDIQULLAH FEEDAYEE .
    RAZMOHAMMED KAMAWAL.VON NEWYORK

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب