جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهطالبانو په هرات کې د نجونو ځینې لېسې پرانیستي دي

طالبانو په هرات کې د نجونو ځینې لېسې پرانیستي دي

تاند (سې شنبه، د ثور۲۶مه) له هرات څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د نجونو ځینې لېسې او متوسطې پرانیستې دي.

د هرات ولایت په پوهنې ریاست کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې طالبانو اجازه ورکړې چې د نجونو یو شمېر لېسې په هرات ښار کې پرانیستل شي.

یوې بلې سرچینې وویل چې لږترلږه د نجونو له درو لېسو خبر دی چې تازه پرانیستل شوې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت او په هرات کې د پوهنې ریاست تراوسه پورې د دغو لېسو د پرانیستل کيدو په اړه رسماً اعلان نه دی کړی.

د ۲۰۲۱ د اګست له پنځلسمې وروسته چې طالبانو کابل ونیوه، د مزارشریف او د شمال له څو نورو ولایتونو پرته یې د پلازمېنې کابل په شمول د ټولو ولایتونو د نجونو متوسطې او لېسې بندې کړې چې لا هم بندې دي.

اوس هم د شمال لږترلږه په پنځو ولایتونو د نجونو لېسې پرانیستي دي.

د هرات په پوهنې ریاست کې یوې سرچینې، چې د امنیتي ستونزو له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل، طالب چارواکي وايي؛ وروسته له دې چې د نجونو او هلکانو ټولګي یې سره بېل کړل، د نجونو لېسې یې پرانیستې خو حقیقت دا دی چې په هیڅ لېسه کې نجونو او هلکانو یوځای درس نه وایه.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې په هرات کې یې ځینو نارینه ښوونکو ته هم اجازه ورکړې چې د نجونو په لېسو کې تدریس وکړي.

9 COMMENTS

  1. دا څرنګه چی په تصویر کښی لیدل کیښی دا بهترین او اسلامی حجاب ده او طالب که غواړی چی حکومت وکړی او خلکوته ثابت کړی چی دوې څپواکه دی او افغانان دی نو ټول تعلیمی مرکزونه دی پرانیزی او خلک دی هم اسلامی حجاب مراعات کړی او هغه څو لنډغری چی دکفارو په اشاره کله ناکله په واټونو کښی راوځې د هغو مخه باید ونیول شې چون هغوی صرف د اسلام نامبدی لپاره له غرب څخه تقویه کیږی او دوهم طالب باید دا خپل مجهوله هویت رهبر یا لری کړی او یایې مخ خلکوته ورښکاره کړې

    • حجاب دغولو خوراک د ی ، حجاب د مینځواو غلامانو لپاره محمد خيلو منځ ته راوړی دی چې بلڅوک یې خپل مالکیت ته چې هغه ښځي دي‌ وڼه ګوري‌ ! انسان آزاد پیدا دی د ازاد ژوند حق لري ! دا تورې کڅوړې چې ترې لاندې پکښې ښکلي ګلان دي ، دبربریت ، جهالت او خرتوب لویې نښي دي چې عاملین یې ناپو هه خره جاهله ملایان او اسلام پال دي کوم چې داسلام اصلي جآهله، نا ولې څیرو او ناروا حاکمیت ته لکه سپيان‌ لکۍ وهي !!!

  2. که دا خبر رښتیا وي ، د طالبانو د بیا واکمنۍ راپدېخوا یو ښه خبر دي . په دې کار سره به ورو ، ورو د ولس ملاتړ ترلاسه کړي او له بلې خوا به د خدای او پیغمبر رضا حاصله کړي .

  3. ښه سخاوتمند !!!! پښتون حاکم مو په برخه دي، په غیر پښتنی سیمو کی د نجونو لیسی پرانیستل کیږی ( چی نیک کار دی ) خو د بده مرغه داسی ښکاری چی د پښتون د نر او ښځی مدنی او حتی دینی حقوق خپله د پښتون ساب ( په حقیقت کی د انګریز ساب ) لخوا تر پښو لاندی کیږی او لاندی سوی دی.

    • غلام حضرت صیب خبرې د روغې دي ، پښتون څکه جاهل دی چې د یوو غلط استعماري او په زور تپل شوي دین جاهله پیروي کوي ! تر څو چې فرد او قانون مدني حقوق او ازاد فکر اژاده روزنه نه وي جاهل پښتون به په داسې مزخرفاتو کې لګیاوي او کم تر کمه ددرویو بیبیانو په سینو کې به جنت غواړي ! هغه بل جنت یې حمقت او لودګی ده ! نور بیا

  4. لوپر ساب هم لکه خپل استاد ( فقید م. حسن کاکړ ) پر انګریز يی کږه او ترخه خبره نه ده پیرزو.
    لوپر ساب باید د پښتون قام د توری او خړی ورځی علت په نورو پدیدو کی ولټوی نه د پښتون په دین کی ځکه که نیمګړتیا د پښتون په دین کی وی نو د شمالی کوریا خلګ خو اصلاً دین نلری خو ژوند ئی ډیر تریخ دی او همدارنګه د مالیزیا او اندونیزیا او خلیجی او مغربِ عربی هیوادونو د خلګو دین اسلام دی خو نه یوازی خوار نه دی بلکه مناسب ژوند لری.
    بناً
    د لوپر د اعتقاداتو ادرس او مرجع به احتمالاً ۳ وی،
    ۱ – د ثور او مترقی ! ایدیولوژی ادرس‌.
    ۲ – د لیبرال دموکراسی د تفکر ادرس.
    ۳ – د تبار پرستی او ژبپرستی ادرس.
    البته
    دا دری واړه ادرسونه غلط ادرسونه دی.

    • غلام حضرت صیب روغ او جوړ اوسې !
      دنورو په خوشالي او ارامي کې خپله خوشالي او ارامي غوښتل زما هدف دی چې له ۲-۳ پورې صدق کوي !
      فرد او قانون ، لیبراله دیموکراسي ، مدني قانون او تطبیق یې د ټولو مشکلاتو کلي (کلید ) ده !
      رابه شو پښتنو ته ، چې زما ډير زړه مې پرې خو ږیږي خودوی په دیني او مذهبي مزخرفاتو کې کې داسې بند دي چې رائیستل په ځنځيرو هم امکان نلري!
      یواځېنۍ دنجات لاره یې ښوونځی او پوهنتون دي او هغه هم په یوه لیبراله دیموکراسي کې !
      دین او مذهب هغه قواعد او بندونه دي چې مړه پراته دي او په خپلو ګټو راڅرخیږي او انساني فکر یې د مادي او چرپيریال په برخو کې بندي او منجمد ساتلي او ساتي ئی تر څو چې یې خپله دیني امپراطوري ورانه نشي !!
      ددواړو د رنګ ورک شي ! دیني دیکتاتوري او بی دینه دیکتاتوري دواړه یې د انسانانو دوښمنان دي ۰
      په شمالي کوریا کې دین نشته خو هلته بیا دملی تقاضا ، ارزییې/ ارزیه او تولیداتو ازادي نشته د بیان او فکر ازادي منجمد دي خو ګوره ډیر راکټبازه دیکتاتور دی !
      مذهب او دین د تیرو وختو د قدرت پدیدې دي چې ریالیزم او ساینس پکښې بندي او منجمد ساتل شوي دي !
      نور بیا

  5. لوپر صاحب! ته هم جوړ او روغ اوسی.
    دا چی لیبرال دموکراسی ته معتقد ئی د اعتراض خبره نه ده او ستا شخصی سلیقه او انتخاب دی خو دردوونکی دا ده چی په دموکراټیکی اصولو کی د یو میلیارډ انسانانو عقائدو ته سپکاوی او توهین خپله یو دموکراټیک ضد کړنه ده ځکه اسلام یو فکری مکتب نه دی بلکه یو اعتقادی مکتب دی او دا هغه مکتب دی چی ډیر اکاډمیک غربی انسانان ئی ځانته جذب کړی دی همدا علت دی چی غربی نړی د اسلام هراسی پروژه رامنځته کړیده او ځینی احساساتی مسلمان نما سلفی او سُنتی تروریسټان او مارکسیسټان ئی هم پدی خیرنه پروژه کی استخدام کړی دی.
    بله دا چی، را نه خپه نه سی ستا انډیوال مرحوم محمد حسن کاکړ هم یو پوهاند ؤ او هم اسلام ته یو سخت معتقد شخص ؤ نو ته باید اقلاً د هغه په درناوی اسلام ته د سپکاوی څخه لیری اوسی.

    • غلام حضرت صیب روغ اوسې ! ماخو توهین کړي ندي ، زه اوهم علم دین درواغ او افسانې بولو داچې دینپال سر کښته او پورته کوي او بیاګوره د همدغه دین پیروان غیرې دینی کارونه کوي او انسانان غولوي ! زه بحث نه اوږدومه: د دین منل او پیروي یې د ډار او وهم یوه بی اساسه پسیخولوګي ده چې دینپاله له مرګه وروسته په ډار او وهم کې تړي ، سبوت یې نشته لکه میتا فزیک افسانوي او باطلې ریښې لري، لکه جنت،دوزخ ډقبرعذاب او داسې نور !
      اکسریت ددوی بی علمه انسانان دي خو هغوی چې پوهیږي او علم لري خوشې سرونه شوروي خو عقیده نلري !
      دین د درواغو یو داسې پول/ پل دی چې جنت هغې پورې خواته او دوزخ دپله لاندې خیالي موقعتو نه لري !! که په مذخرفاتو عقیده لرې نو له پله پورې وتې شې خیل جنت ته ورځې او بر عکس به د لاندې دوزخ ته لوېږې !
      دین د یهودو سیکالو جیکی بیندیخانه ده چې بیایهود عیسی اوعرب محمد د لېونیانو په کلې کې خپل ځانونه تړلی او د زور او قطل په واسطه یې په ډيرو ممالکو کې خپور کړی دی! ددین بې اساسه احمقانه اپلتې :
      / موسی ته د نیل رود لاره ورکړه چې یهود له فرعونه خلاص کړي !
      / د مو سی امسا یا لکړه به ښامار شوه !
      ///////
      /عیسی پلار نه لاره له باکرې مریم څخه پيداشوی ! او دخدای زوی دی ؟؟ حال داچې مریمه، یوسف نامي بلار به کړې وه !
      /عیسی اسمانوته لاړ اوپورته وخوت خو یوه ورځ چالیدلی وو چې داوبو په سر روان وو او څو مړي یې هم ژوندي کړل ! خو پاپ دیبورجا نامی د عیسی په مسئله ناست له ډیرو لو څو ښځو سره به یې دا غټ کارونه کول او عیسویانو ته به یې وعدې ور کولې ، که یوروسیلم ته لاړ شۍ سراڅین مړه کړی زه جنت درکوم ! صلیبی جنګونو ۲۵۰ کالونه دوام وکه او وروسته ددین په نوم خبیثو انګرېزانو ټوله اسیا او افرقا مستعمیره کړې !……
      ///////
      / محمد هم اول کارواني سړی وو کار او بار یې کاوو دیهودو نه په تنګ وو غوښتل یې چې یوه لاره پيدا کړي او هغه هم ددانورو په دود د پيغامبري دعوه وکړل یو وخت یې 700 یهود مړه کړل، دیوې ښځې پر ځای یې ۹ که ۱۱ ښځې لرلې او اخر ته یې یوه په ۹ کلنۍ کې نکاح کړه او دا جناب د ۵۰ کالونو زوړ وو ! په قران کې به یې يو څه ولیکل له یو څه وخته وروسته به یې بیا د هغه خبرو په برعکس خبرې کولې ، ملګرو به یې ورته ووېلې چې داخو مخکې تا داسې وېیلي وو ! نو محمد به ځواب ورکه ماته جبرائیل وحیه راوړې او هغه مخکې کار او عمل منسوخ شه ! لوی درواغ بې علمه بې اساسه یې د معراج خبره ده چې زما برېتور جاهل پښتانه یې ډير یادوي او هغه دای چې محمد په بوراق سپور بې له تیلو او محرقه موادو اسمانو ته وخوت او خدای ته ورغی حتی ځینې برېتوور محمد د خدای معشوقه هم بولي !! کولی شې ماته څوک ووایې چې ځرنګله څوک بې محرکه او انرجي تولیدي موادو اسمان ته پورته کیدی شي ؟؟؟؟؟؟؟
      زه د غلط اټکل کړی یم ما حسن کاکړ یو وارې لیدلی دی هغه یو تاریخ پوهه انسان وو خو په سیانسي لابراتوار کې یې يوه ورځ هم کار ندی کړی ، ځینې انسانان مذهب غیر شعوری او پاتې شوی میراث پالې اوبولی ئي خو عقیده نه پرې لري !
      نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب