شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ګوګل د انسان د مازغو غوندي مصنوعي ځیرکتیاجوړه کړې

ګوګل د انسان د مازغو غوندي مصنوعي ځیرکتیاجوړه کړې

تاند- د ګوګل شرکت د «دیپ مایډ» د مصنوعي ځیرکتیا ورکشاپ ريیس ډمیس هاسابیس وايي، داسې مصنوعي ځیرکتیا / ذهانت به، چې د انسان د ماغزو هومره وړتیا ولري، په راتلونکو څو کلونو کې بازار ته راووځي.

ده د خپلې دې ادعا دلیل، په وروستیو څو کلونو کې د مصنوعي ذهانت چټک پرمختګ وباله.

هاسابیس دا ادعا په داسې حال کې کړې چې ځینو متخصصانو د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او د هغې د پایلو په اړه اندېښنې څرګندې کړي او په عین حال کې د مصنوعي ځیرکتیا پلویان وايي چې د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا به د انسانانو د ژوند کیفیت اوچت کړي.

د مصنوعي ځیرکتیا له پرمختګه اندېښنه لرونکي وايي چې دا ټکنالوژي به ډېر شمېر انسانان وزګاره کړي.

په همدې حال کې ګوګل کمپنۍ په خپل لټون یا سرچ کې د مصنوعي ځیرکتیا د زیاتولو په لټه کې ده.

راپورونه وايي چې ممکن ګوکل له «بارډ» مصنوعي ځیرکتیا څخه په خپل سرچ مشین کې کار واخلي.

د ګوګل دا هڅه له مایکروسافټ کمپنۍ سره سیالي ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

نانځکه/ اجمل پسرلی

ورک / اجمل پسرلی

استغنا | نجیب منلی