خبریاله: خاطره نوري
پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنیدو وروسته په هیواد کې مخ په زیاتېدونکي بېکاري په ځوانانو کې روحي او رواني ناروغۍ زیاتې کړي دي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې اټکل ښيي چې د هېواد د ۳۴.۴ میلیونه وګړو له ډلې څخه ۴۹.۷ سلنه یې د کار په شرایطو برابر دي.
خو په افغانستان کې د بېکارۍ لوړه کچه تل په هېواد کې یو له جدي ننګونو ده، چې په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحول وروسته مخ په زیاتېدو ده او د هېواد پر اقتصادي وضعیت یې ناوړه اغېز کړی دی.
يو شمېر افغانان په دې اند دي چې د جمهوري نظام پر مهال کاري فرصتونه زیات وو؛ خو په دې وروستیو کې ان د هغه خلکو لپاره چې ورځ مزدوري کوي هم کاري فرصتونه کم شوي دي.
د کابل ښار د برچي سیمې اوسیدونکی حسین وایي: «زه ګچ کار یم، په جمهوریت کې یوه ورځ هم نه بیکاره کیدم؛ د طالبانو له راتګ سره بیکاري زیاته شوې، ډیر خلک مسافر کیږي، ولایتونو او ګاونډیو هیوادونو ته ځي په کور کې مو هم زړه تنګیږي چې کار ونکړو د کورنۍ نفقه له کومه کړو د ژوند ستونزې مو ورځ تر بله ډیریږي».
د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې اسما وایي: «پخوا مې ښه دنده درلوده خو اوس بېکاره شوې یم، کور کې بل څوک نلرم چې کار وکړي، د کورنۍ نفقه راترغاړې ده، هره ورځ تشویش کوم رواني ستونزې راته پیدا شوی طالبان اجازه نه راکوي چې کار وکړو» نوموړې وایي په کرایي کور کې ژوند کوي او اوسني بد اقتصادي وضعیت ترې د ژوند لوری ورک کړی، بې کاري يې په ژوند منفي اغېزه کړې او له روحي او اقتصادي پلوه هم په ستونزو کې راګیر ده.
که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول په افغانستان کې د بېکارۍ شمېرې نه دي اعلان کړي، خو د کډوالۍ نړیوال سازمان ای او ایم په ۲۰۲۰ م کال کې په افغانستان کې د بیکارۍ کچه ۷۲ سلنه اعلان کړې وه.
د کار د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ د طآلبانو تر واکمنۍ وروسته د ۲۰۲۲ کال په لومړیو دریو میاشتو کې لږ تر لږه ۵۳۸ زره کسان بې کاره شوي وو، او د دغه سازمان د اټکل له مخې د همدې کال د جون تر میاشتې پورې په هېواد کې د بېکاره کسانو شمېر شاوخوا ۹۰۰ زره کسانو ته لوړ شوی دی.
خو د تېر میلادي کال په وروستیو کې په بهرنیو موسساتو کې د ښځو په کار تر بندیز وروسته د بېکارۍ کچه لا زیاته شوه.
همدا شان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخواني سرپرست استازي رامز الاکبروف ویلي وو چې په افغانستان کې بېکاري ۴۰ سلنه زیاته شوې، او د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې به د غربت کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اوس هم په خطرناک حالت کې دی.
هغه زیاته کړې د افغانستان اقتصادي وده له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې او عاید له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې ټیټ شوی دی.
په همدې حال کې یو شمېر ارواپوهان وايي بېکارۍ مستقیم د انسان په ژوند اثر لري او په دغسې حالاتو کې خلکو ته سختې اروایي ستونزې پیدا کیږي.
شمعه کټوازۍ ارواپوهه ده، وایي:« فقر او بیکاري هغه پدیده ده چې موږ ته اجازه نه راکوي تر څو خپلو غوښتنو ته ورسیږو، د انسانانو غوښتنې په مختلفو کټه ګوریو تقسیم شوي چې اول د لومړنيو خوراکي توکو برابرول دي که چیرې یو انسان ونشي کولی دا غوښتنې پوره کړي نو د تشویشونو لامل کیږي چې په پایله کې د هغوې په روح او روان او حتا جسم منفي اغیزه کوي که چیرې دا ستونزې پرمختللې شي نو بیرته نارمل حالت ته راتګ لږ ستونزمن وي».
افغانستان د نړۍ یو له هغه هیوادونو دی چې د بېوزلۍ تر څنګ په کې د بېکارۍ ستونزه له کلونو راهیسي دوام لري، چې اقتصادي کارپوهان یې لامل ناامنۍ او له دې هیواده د پانګې تېښته بولي.
د کارپوهانو په وينا پر افغانستان د طآلبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته زیات شمېر سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه وویستې چې له امله یې د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه اوج ته ورسېده.
ملته او افغان ولسه کار خو شته مګر تاسو یې نکوئ. که په کور کې چاړه لرئ، تبر لرئ او یا ټوپک لرئ هغې ته لاس کړئ او په طالب پسې راپاڅئ نو هم به طالب ورک شي او هم تاسو ته به کار پیدا شي. که دا نشئ کولی نو انشاالله نیم خو لیوني یاست دا نور نیم هم لیوني کیږئ.