پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په افغانستان کې د پخوا پرتله د کتابونو د مطالعې بازار سوړ...

په افغانستان کې د پخوا پرتله د کتابونو د مطالعې بازار سوړ شوی

راپور: خاطره نوري

له هیواده د لوستو کسانو د تېښتې او دغه شان د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده کړو دروازې تړل لامل شوي چې په هیواد کې د کتابونو د مطالعې او پلور بازار سوړ شي.

په پلازمینه کابل کې د کتابونو پلورنکي او د خپرندویه ټولنو مسوولین وايي د تېر په څېر ځوانان د مطالعې او لیکوال د لیکلو انګیزه نه لري، چې له امله یې د مطالعې دود له منځه تلونکې او د دوی د تېرو شلو کلونو خواري په اوبو لاهوکېدونکې ده.

دوی وايي د بازار د نشتون له امله یې خپل کتابونه د یو او بل مناسبت په پلمه لیلام او د چاپ ماشینونه یې هم په خورا کمه بیه وپلورل.

په کابل کې د یوې خپرندویې ټولنې مسوول اقبال عازم وايي: «په هیواد کې تحولاتو د ټولو خلکو پر کاري ژوند بده اغیزه وکړې ، د خلکو تردمنځ د مطالعې د انګیزې نشوالی او پر زدکړو بندیزونه د کتابونو د چاپ پر صنعت منفي اغیزه کړې».

نوموړی وایي چې له دوه کلونو را پدې خوا د دوی د کتابونو د چاپ څانګه تړل شوې. دی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د مطالعې د دودلو لپاره عامه کمپاینونه وکړي او دغه شان د نجونو په وړاندې د زده کړو هر ډول دروازې خلاصې کړي تر څو د کتابونو د چاپ او پلور بازار ګرم او د مطالعې دود عام شي.

په کابل ښار کې یو کتابپلورنکی احمد وايي چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې د ورځې په منځني ډول له سلو ډېر بیلابیل کتابونه پلورل خو اوس ان لږ تر لږه یو کتاب هم نه پلورل کیږي.

احمد وايي:«په جمهوریت کې مو کارونه ښه ول، د خلکو تر منځ د مطالعی لیوالتیا وه، ښځینه او نارینه محصلینو به له موږ ډول ډول کتابونه د مطالعی او تحقیق لپاره پیرل خو اوس نجونو ته د ښوونځي او پوهنتونونو د تګ اجازه نشته او خلک په خپله غریبی پسې دې؛ کار نشته کومې پیسې چې په کتاب ورکوي غوره ګڼي چې په خوراکي توکو یې ورکړي او کورنیو ته یې یوسي».

دی د کتابونو د پلور بازار د خلکو اقتصادي وضعیت سره تړلی بولي او وايي ښايي په اوس وخت کې د کتاب اخیستل او مطالعه کول د خلکو لپاره ځکه لومړیتوب نه وي چې خلک د خپلې ګېډې مړولو ته حیران دي. نوموړی وايي، پخوا چې د خصوصي زدکړو بازار ګرم و، دوی به یې مختلف مواد چاپول او پلورل، خو اوس چې دا هر څه تړلي دي هیڅ هم نشته.

په ورته وخت کې د پوهنتون یو شمېر محصلین وايي په اوسنيو شرایطو کې د کار او عوایدو د نشتوالي له امله نشي کولای کتابونه واخلي.

د پوهنتون یو محصل خالد وايي: «د طالبانو راتک د خلکو رڼا ژوند تپې تیارې ته واړاوه؛ بیکاري، ناامني، د باسواده خلکو تګ له هیواده، په دولتي ادارو کې د سمې دندې نه ترلاسه کول له خلکو هوش او حواس اخيستي، خلک د یوې ښې خبرې د اوریدو زغم نلري څه ورسیږي مطالعې ته».

دغه راز يوه بله  پخوانۍ محصله هانیه وايي که څه هم د کتابونو لوستل اړین دي خو د دې په خبره [تشه لاسه ته مې دښمن یې]

 وايي نه یوازې بد اقتصادي وضعیت بلکې په زده کړو د طآلبانو له لوري بندیزونه د دې لامل شوي چې ځوانان له مطالعې سره علاقه کمه کړي.

هانيه وايي:«څوک چې سواد ولري د مطالعې شوق ورسره ډیر وي ځکه هغوی تل فکر کوي چې فکري شتمنۍ تر مادي شتمنۍ ډیره ښه ده ، او دا شتمنۍ د مطالعې څخه تر لاسه کیږي خو زموږ په هیواد کې پخوا هم د مطالعې دود ډیر نه وه خو بیا هم خلکو هڅه کوله چې حد اقل کال کې یو کتاب ولولي چې ژوند یې ورسره بدل شي خو متاسفانه اوس ټول خلک مزدورۍ پسې دي چې له لوږې مړه نشي».

په افغانستان کې ځینې کتاب خپرونکي وايي، د بد اقتصادي وضعیت  ترڅنګ  د طالبانو د کتاب ارزونې کمېسیون هم د دې بازار د سړېدو یو بل لامل دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکې ویلي وو چې د کتابونو د ارزونې د کمیسیون په رامنځته کېدو غواړي چې د داسې کتابونو د چاپ او پلور مخه ونیسي چې له اسلامي ارزښتونو او د افغان ټولنې د دود خلاف وي.

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په دې هيواد کې کاري فرصتونه کم شوي او بې وزلي ډېره شوې ده، چې د کتابونو د چاپ او پلور تر څنګ یې په ګڼو نورو برخو هم منفي اثرات غورځولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب