تاند: ( شنبه، د سرطان ۱۷ مه) د مزار- شبرغان ګاز پایپ لاین پروژې چارې د ۶۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت د طالبانو د کانونو او پټرلیم وزارت وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او یو شمېر نورو چارواکو لخوا پیل شوې.
شیخ دلاور وویل، چې یاده پروژه له ۵۲ کلونو وروسته یو ځل بیا عملي کېږي، چې د جوزجان ولایت د خواجه ګردک د سیمي څخه بیا د بلخ ولایت تر کوډ و برق پورې د ۹۵ کیلو مترو په اوږدوالي د ۶۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت د دریو کلونو په موده کي بشپړېږي.
دلاور زیاته کړه، چې د یاد پاپپ لاین تر بشپړېدو وروسته به د کوډ و برق فابریکې کارونه لا چتکتیا پیدا کړي او کوښښ کوي، څو د مزار شریف ښار ټولو کورونو ته د همدې پایپلین په وسیله ګاز ورسوي.
د بلخ لپاره د طالبانو والي حاجي محمدیوسف وفا وویل، د یادي پروژې ټولې چارې د داخلي انجنیرانو پر مټ ترسره کېږي او د کوډ و برق فابریکې ترڅنګ، به جین ګلاس، غضنفر ګروپ او یوشمېر نورو فابریکو ته هم ګاز ورسوي، ترڅو د یادو فابریکو فعالیتونه چټ شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پایپ لاین په ٢٤ ساعتونو کې١٧٠ زره متر مکعب ګاز د ٥٠ اتمسفیر فشار سره د انتقال وړتیا لري.