یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپر اقتصادي ناورین منکریدل؛ ملامتقي: دا بهرني تبلیغات دي

پر اقتصادي ناورین منکریدل؛ ملامتقي: دا بهرني تبلیغات دي

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۱۸ مه)   د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وزیر ملا امیرخان متقي د مخکینیو ویناوو برعکس، چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله یې له نړیوالو د مرستې غوښتنې کولې، په یوه تازه وینا کې د اقتصادي ناورین پر موجودیت منکر شوی.

نوموړي کابل ته د افغان حاجیانو د راستنیدو په مناسبت مراسمو ته ویلي: په هېواد کې اقتصادي ناورین تبلیغات دي. له دې مخکې د افغانستان اقتصاد د نشه‌يي توکو پر سوداګرۍ، فساد او جنګي اقتصاد پورې تړلی و.

ملا متقي دا هم ویلي، چې د دوی د رژیم تمرکز، په هېواد کې د سترو پراختیايي پروژو پر پلي کېدو دی.

طالب وزیر ویلي:«نن بیا اقتصاد تغییر کړی د مثال په ډول، پرون یې ۴۰ لکه معتادینو ته یې نشه‌يي موادو رسول هم یو اقتصاد و، افغانستان چې د نړۍ په کچه د تریاکو او هېروینو اول نمبر هېواد و، دا هم یو اقتصاد و، نن که ته روږدي کسان راټولوېو تریاک بندوئ طبعاً به اقتصاد ته تاوان رسېږي.»

د طالبانو دغه مقام د افغانیو د ارزښت ثبات هم د دوی د رژیم لاسته راوړنه ګڼلې او ویلي، چې افغانستان کې قحطي او کوم اقتصادي ناورین نه دی موجود.

 دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې طالبان له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو د نقدي اونیزو کڅوړو د ور رسیدو خبر هم نه رسنیز کوي.

د طالبانو منتقدین دوی په بېساري دروغ ویلو تورنوي او وایي، چې افغانستان یې په اطلاعاتي زندان بدل کړی او د وضعیت په اړه یې یو مخ دروغ وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب