یکشنبه, مې 5, 2024
Home+له احمدي سره تړلې خاطرې| اسمعیل څپه

له احمدي سره تړلې خاطرې| اسمعیل څپه

د بغدادي پیر ناول په چاپ دوه درې میاشتې تیرې وې خدای بښلي نصیر احمد احمدي صیب ته مې تلیفون وکړ او په تلویزیونې خپرونې کې مې د میلمه کیدو بلنه ورکړه؛ خو د احمدی زړه نه و چې په خپرونه کې میلمه شي، له ډیر ټینګار څو میاشتو مکرر تلیفونو وروسته یې را سره ومنله، ویې ویل:
– د دفتر کارونه مې ډیر دي، در به شم؛ خو د دفتر له رخصتۍ وروسته او د موټر غم به را ته کوې، چې ما تر کوره ورسوي۔
د خپرونې وخت مو دو ورځې وروسته سره وټاکه۔
دوه ورځې وروسته احمدی صیب تلیفون وکړ، ویې ویل ستاسو دفتر ته نږدې یم، زه له خپلې شعبې وروتم د دفتر لویې دروازې ته ورغلم، د ژمي اخیري شپې ورځې وې، لندې واورې وریدې، چې احمدی صیب ماښام د دفتر په دروازه را ننوت، پایځې یې لندې خیشتې وې، بوټونه یې په خټو ول ما د خپرونې د ثبت لپاره د آیسا پخواني دفتر دریم پوړ کې د خپرونې بیړنی سیټ تیار کړی و۔
احمدی صیب مې کښیناو او زه ولاړم د ګاردانو نه مې په سوال د بوټو رنګ او بورس راوړه بخارۍ مې پیدا نه کړه؛ نو د خپرونې له لایټ ماین څخه مې غوښتنه وکړه، چې یو غټ څراغ لاندې په ځمکه کیږدي تر څو د احمدي صیب پایڅې وچې کړي د رڼا د برخې همکار د څوکۍ څنګ ته غټ لایټ کیښود او ورته چالانه یې کړ، چې پایڅې یې وچې شي، ما له احمدي صیب څخه هیله وکړه چې بوټونه راکړه، چې پاک یې کړم؛ خو احمدی صیب انکار وکړ ویې ویل:
– زه یې پخپله پاکوم لږ صبر وکړه چې دا پیڅې مې وچې شي۔
زه یوه خوا دی بله خو، ما اخیر ورته وویل:
بوټونه وړم لاندې په هلکانو پاکوم۔
 زما او د احمدی صیب په دې خبرو د خپرونې تخنیکي ټیم حیران و؛ ځکه ما هیڅ وخت د نورو خپرونو د ثبت په وخت کې داسې څه نه وه کړي۔ دوی هم ملامت نه ول؛ ځکه زموږ ډیرې خپرونې به له وزیرانو والیانو سره وي؛ خو ما ورسره داسې چلند نه وو کړی۔
ما د احمدي صیب بوټ بلې خونې ته یووړل او په پاکولو یې بوخت وم، کامره مین زمری احمدزی راغی په ټوکه یې را ته وویل:
ِ- دا څوک دی؟ چې داسې بوټ پاکي ورته کوې۔
 ما وویل:
  -احمدی دی۔
-احمدی څوک دی؟
 په ټوکه مې ورته وویل:
 ته نو سړی یې چې نصیر احمد احمدی نه پیژنې۔
 په غوسه یې وویل:
 – نه، نې پیژنم۔
 بوټونه مې ورته رنګ کړه د خپرونې د ثبت کمرې تیارې شوې. په نورو خپرونو کې به زه د میلمه تر شا کیناستم تر څو حنا (د خپرونونې وړاندې کوونکې) په اشاره وپوهوم چې د میلمه خبرې قطع کړه، بله پوښتنه وکړه. په دې خپرونه کې د حنا ښي لوري ته مخامخ احمدی صیب ته کیناستم له دې ناستي مې مطلب دا و، چې احمدی صیب! دا پوښتنې زه کوم ځواب هم باید ما ته راکړې، د مرکې په وخت کې کله چې دې مخاطب د هغې برخې کس وي نو مرکه اسانه کیږي؛ ځکه مرکچی پوهیږی، زه چې چا ته ځوابونه ورکوم هغه زما په خبره پوهیږي مرکه کوونکي هغه لغاتونه، نومونه، او هغه جوړ شوي اوصول یادوي چې د خپرونې کوربه په هغه برخه کې مطالعه لري۔
  زما ورته پام و،  احمدی په څوکۍ کې نارامه ناست و؛ خو کله چې بحث شروع شو؛ نو دقیقه په دقیقه ارامیده د خپرونې د ثبت په وخت کې یې دوه – درې ځلې په خبرو کې زما سترګو ته وکتل، کله به چې به یې زما په سترګو سترګې ولګیدې نو مسکی به شو له خپرونې وروسته مې د مسکیدو علت ترې وپښت؛ نو په زینو کې ودریده او را ته ویې ویل ظالمه ښه پوهیږې چې لیکوال د اثر زیږولو تاریخونه نه شي یاداشتولی، کله د سړی ذهن ته یوه خبره راشي بیا څو ورځې سوچ کوي، چې له دې اوس څه جوړ کړم؛ د دفتر په کار کې یې وکاروم، لنډه کیسه ترې جوړه کړم، که د ناول یوه برخه یې کړم؟
احمدي بیا روان شو۔ دوړاه لاندې ښکته شو د واورې بڅرې د دفتر تیز څراغونو ته غټ غټ ښکاریدل او ځمکې ته ګړندي را روان ول۔
 تیاره اخیري حد ته رسیدلې وه، دفتر په ټرانسپورټ کې یې موتر نه را کاو؛ ځکه دفتر رسمي وخت پنځه بجې ختم شوی و او له پنځو بجو سره ټولو موټرونو له دفتر څخه حرکت کاو، د دفتر کارکوونکي یې کورنو ته وړول له دفتر څخه تللي موټر سبا بیا له کارکوونکو ډک اته بجې بیرته دفتر ته راتلل، یوازې یو یادوه موټر به په دفتر نوکري والا ول۔
  ټیکسي ما د دې لپاره نه نیوه ما نه غوښتل، چې احمدی صیب د دفتر له دې حالته خبر شي۔
 د ټرانسپورټ مدیر ته مې زنک وواه هغه خپل کور کې و، بهانه مې ورته وکړه ورته و مې ویل:
 – د خپرونې میلمنه مې یوه میرمن ده امنیتي حالت ښه نه دی واوره هم اوري ټیکسي کې یې نه شم لیږلی د شپې نوکروالو ډریورانو ته زنګ ووهه، چې دا ميلمنه تر کوره ورسوي۔
 مدیر را ته وویل:
 – د دفتر ورکشاپ کې مستران ټول موټر لري، د شپې ټکسی پرې کوي زما د دفتر څنګ کې کوټه ده، ورشه ټول خپل کسان دی پیسې ورکړه نور بې غمه شه۔ مدیر صیب په همدې الفاظو تلیفون بند کړ۔
 په کوټه کې مستري رفیق په ګوتو راغی د رفیق یو زړه الټوه وه ما غنیمت وګڼله هغه ته مې دوه خبرې وکړې یو دا چې میلمه په دې پوه نشي، چې ته په موټر تکسي کوي که پوښتنه در څخه وکړه نو ورته ووایه چې دا د دفتر موټر دی۔
  دویم خبره: واورې وریږي یخنې ده؛ نو میلمه به په نیمه لار کې له موټر څخه نه ښکته کوې، د کور د دروازې مخ ته  ښکته کړه، زه سبا بیا پوښتنه کوم که نه ځې اوس نه ووایه۔رفیق خپله پراخې سینې ته ډب ورکه ویلې:
 – غم مه کوه۔
 – لومړ ځل ما د رفیق وزن ته پام شو، څومره چاغ دی۔
 رفیق موټر له ورکشاپ نه راویسته زه بیرته احمدي صیب ته تیز راغلم ما ویل چې احمدی اندیښمن نشي؛ ځکه د دفتر له لوې دروازې او د شمشاد تلویزیون د ورکشاپ تر منځ درې سوه متر فاصله وه، احمدی صیب د دروازې مخې ته د بلۍ لاندې ولاړ و.
احمدی صیب د فتر لوې درړازې دننه غیږه راکړه غیږه مې پرې ډکه شوه له احمدی صیب سره له هغه وخته اشنا وم چې یواځې دوه کتابونه یې لیکلی ول او یو یې ژباړلی و، خبر نه وم، چې دا زموږ اخیر خدای پاماني ده، هیله مې تر وکړه چې کور ته  ورسیدې دې یو زنګ ووهه۔
زه چې د خپل کور په دروازه ننوتلم د احمدي صیب زنګ راغی له موټروانه ډیر خوښ وی ویلی غیرتی سړی و، دویم خبر یې دا وکړه چې له خپرونه هغه ځای لرې کړه چې د میرمنو د درملو په اړه مې خبرې کړي۔ ما احمدي صیب ته ویل:
– پرید حقیقت دی؛ نو ولې یې له خپرونې لرې کوې،
 احمدی صیب ویل:
 نه لرې کړه.
  ما اخر کې ورته وویل:
  سمه ده خو ما تر لرې نه کړه کله چې خپرونه نشریده د ژورنالیزم د وصولو له مخې  مې زنګ ورته وواه، خپرونه شروع کیږي که ګورې یې۔
  احمدي صیب  له خپرونې وروسته رانه مرور شو ما دووه ځلی زنګ ورته وواه خو خبرې را سره ونه کړې۔
2022 مارچ 11  نیټه زما فیلو ناول چاپ شو، په فیستوال کې د کتاب لومړۍ جایزې ګټلو اعلان مې پر خپل فیسبوک خپور کړ۔ احمدی صیب زما پوست لایک کړ لږ شیبه وروسته یې زنګ راغی سلام، کلام،او مبارکۍ نه وروسته یې د ناول ښګڼې او نیمګرتیاوې را ته بیان کړي۔
نه پوهیږم احمدی صیب زما کتاب کله لوستی و.
 ما له احمدی صیب څخه په خپرونه کې دهغې خبرې چې ده نه غوشتل خپره شي او ما خپره کړه له خپریدو بښنه وغوښته، احمدی صیب وخندل ویلې:
 تیر په هر، هغه وخت زما نظر یو رنګ و؛ خو اوس بل رنګ ده، اوس خوشحاله یم ، چې هغه خبره دې خپره کړه۔
 نه پوهیږم چې دا به کوم وخت وه یو ملګری مې راڅخه هیله وکړه، چې له احمدی صیب سره خبرې وکړم او د سهارتلویزیوني خپرونه کې میلمه شي۔ احمدی صیب ته مې ټلیفون وکړ لنډ دعا سلام وروسته یې را ته وویل:
 اوس د فتر کار کوم بیا زه درته تلیفون کوم۔
 ماښام ناوخت یې را ته زنګ وکړ ما ورته د خپرونې په اړه وویل: احمدی صیب خپل مشکلات راته بیان کړل له خپرونې څخه یې بښنه وغوښته خبره یې بلې خوا بوتله په خبرو خبرو کې ما پوښتنه ترې وکړه۔
 احمدی صیب د ناول لیکولو کومه پروژه دې اخیستې؟
 احمدي داسې لڼده پوښتنه وکړه۔
 دا پوښتنه دې څه پورې وکړه؟
 ما ورته وویل:
 احمدی صیب ناولونو کې دې فرق راغلی ناولونه دې داسې دی لکه د ناټو تلویزونې اعلانومه۔
 احمدی صیب په تلیفون کې را ته وخندل ویلې لکه څنګه نه پوهیږم چې ما به د نور څه ورته ویلی وه خو ما د ناولو د پیغام په بربنډوالی خبره وکړه او د عاطفې په کم والي خبرې وکړې ما ورته د رڼا ناول په پیغامونو یاد کړه هیڅ لوستونکی نه احساسوی چې دې ناول کې لیکوال کوم پیغام ځای په ځای کړی خو کله چې وګورې دومره پیغامونه دی چې شمیرل یې ګران شي۔ نورو ناولونو کې بیا یو ډول اعلاتو ته ورته پیغامونه په ډاګ پراته دی، او همداسې یو په بل پسې راغلي په کیسه کې هیڅوک مخالفت نه کوی پیغامونه دې یو په بل پسې راوړي۔
 – احمدی صیب وویل لکه کوم پیغام
 هغه وخت ما ورته د غڼۍ د ځالې هغه لڼده برخه یاده کړه چې احمدی صیب خپل فیسبوک پاڼه خپره کړې وه۔
 ما تر ټولو دا خبره نقد کړه، یوه غریبه ښځه چې موچی توب کوي بیا په موټر خط کیده ورته بد کار ښکاري ځکه کرکټر هغه کار غلت بول چې کرکټر ور سره سرو کار نلري په موتر کې د خط درد هغو خلکو ته معلوم وی، موټر ولری یا د موټرو کاروباري وي، ځکه د خط په وجیې د موټر قیمت لویږي۔
 په خندا یې وویل:
هیڅ خبره نشته د چا نه ور پام کیږي۔ او که په دې خبرو پسې وګرځم نو ناولونه پاتې وبوله،
ما ورته وویل:
که داسې پیغامونه او له همدې لیدلور زه خبرې وکړم نو ته یې را سره منې۔
په خندای یې وویل:
ته اوس پلانکی تلویزیون له پلانکي سره برابروې ته څپه یې زه احمدی یم لومړی باید په خلکو ځان وپیژنې بیا کوی شې، چې په اسانۍ سره پیغام ورسوې۔ مطلب دې دا دی چې ته اوس هم په هغه نقد خپه یې چې د کتابونو په ورکشاپ کې مې ستا په کتاب نقد کړی و۔
– نه هغه خبره نه ده۔
موږ ډیر خبرې وکړې که ټولې راوخلم دا لیکنه به یې حوصله ونه لری دلته به د احمدی صیب هغه لیکنه راواخلم۔ چې ما احمدی صیب ته یاده کړې وه۔
  د غڼې ځاله (ناول) یوه وړه برخه:
یادونه: یوه ځوانه کونډه موچیتوب پرېږدي، د وچې مېوې د پاکولو په یوه وړه کارخانه کې کار پیدا کوي، خو هلته یوه وړه تېروتنه ترې کېږي، د کارخانې سرکاريګر بوډا يې پوري وهي او سپکې سپورې ورته وايي. ښځه بوډا ته لاس ور اچوي، د کارخانې مالک همدا ښځه مشر سړي ته د توهین په خاطر له کاره باسي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
…د کارخانې مالک ته مې وویل:
ـ تا د کار قانون یوازې له یوې خوا حفظ کړی دی، خو د کار په قانون کې به دا هم لیکلي وي چې هېڅوک د کاریګرو د توهین او تحقیر حق نه لري، هېڅوک دوی ته کنځلې نه شي کولای، هېڅوک لاس نه شي ور اچولای، هېڅوک خرې نه شي ورته ویلی….
دوی مې همداسې په حیراني کې پرېښودل، کراره له کارخانې ووتم.
باید حیران وای، دلته ځينې خبرې له فکر پرته وچې کلکې، هوايي منل شوې دي.که کوم ماشوم پر اوږو در سپور شو او ته يې سوکه له اوږو کښته کړې، نو له هرې خوا به داړې در ولوېږي چې دی خو ماشوم دی، نه به پوهېږي، ته خو پوهېږې. ها! سمه ده، دا يې ماشوم، نه به پوهيږي، یوه احمق به دومره نه وي ور ښودلي چې د بل کړکۍ په ډبرو مه وله، په کوڅه کې د ولاړ موټر رنګ ته مېخ مه نیسه. په سودا پسې له بل تلونکي ماشومه پیسې مه وړه، جنګ مه کوه، د لویانو پښو ته پټاکۍ مه ور اچوه، په کاغذپران پسې پردو کورونو ته مه ور اوړه، د خلکو دروازې مه ور ټکوه، په کوڅه کې روانې نجوني په ‌ډبرو مه وله، …ښځو ته دا مه وایه چې خاله! کوم فلمونه دې خوښېږي، سیکس؟ خیر، دا يې ماشوم، څه به نه ورته وايې.
که کوم مشر درباندې ګرم و، بیا هم ستا مخ تور دی. دی چې هر څه کوي، کوي به يې، حق نه لرې چې پورته ورته وګورې، که دې وکتل، بې ادبه يې. که دی په څلورو روان هم وي، یو فوقعیت لري، مشر دی.
پلار هم همداسي در واخله، که قتل زوی وکړ او په بدي کې يې د قاتل زوی د ژوند له پاره لور قرباني کړه، هېڅ خبره نه ده، که يې پیسې درباندې واخیستې او اویا کلن ته يې کېنولې، بیا هم پلار نه دی ملامت، له خپل قسمته به يې ګڼې. که يې په څوارلس کلنۍ کې په قمار کې وارولې، یوه قمارباز، پوډري او شرابي ته يې کينولې، بیا هم پلار د خپل اولاد بد نه غواړي، خیر به دې په همدې کې وي. ان د وړې ګيلې حق هم نه لري. ځکه چې پیدا کړې يې يې، ډوډۍ يې درکړې.
اه! پيشکه هم خپل پيشونګوري لوږي ته نه پرېږدي، ټوله ورځ ګرځي، ګرځي، ګرځي، دومره څه ورته راوړي چې ويې ساتي او له احسان پرته يې لوی کړي.
خو دلته همدا یوه خبره هم بس ده چې پلار پيدا کړې يې، وه بابا، ولې يې پیدا کولم؟! ما خو نه و ورته ويلي چې پیدا مې که، بس، خپله لټي او سختي يې وه، د پينځو روپو کانډم يې وانه خیست، له ښځې سره پرېووت، یوه شېبه کښته پورته شو، وسونګېد، سړه ساه يې وایسته، احسان يې پر خپل اولاد واچاوه چې وګوره!  بیا ونه وايې! په څومره زحمت مې پیدا کړې.
ځه! انساني غریزه او حلاله نکاح ده، ټول کال په کال بچي راوړي، یو يې بیا دی، وروسته خو خپل مسولیت وپېژنه، تر هغه پلار ځان ځار که چې مینه درکړي، خوراک، جامو، صحت، تربيې او درس ته دي پام وکړي، له نورو دي وساتي او خپل مسولیت ومني. که احسان درباندې واچوي هم بده نه ده، دلیل لري، نور پلرونه د خپلو اولادونو په کیسه کې نه دي، خو دی مسولیت پېژني، پیدا يې کړې، کوڅې ته يې ونه سپارلې، پام درباندي کوي او په سخته کې درسره دی.
خو هغه پلرونه د احترام وړ نه دي چې پیدا دي کړي، خوراک، څښاک، صحت، جامې، تربیه او مکتب دي خدای ته حواله کړي او په ماشومتوب کې دي د قمار په یوه داو کې واروي.
نه هر ماشوم د ترحم وړ دی او نه هم هر مشر په احترام ارزي. نه د هرې مور تر پښو لاندې جنت پروت دی او نه هم هر پلار د دعا وړ.
موږ ته همداسي ویل شوي دي، زما هغه ماشوم تر اوسه بد ایسي چې زما د زوی کوناټو ته يې لاس ور وړی و.
زه به د هغه مشر او ملا هيڅوخت احترام ونه کړم چې مامور قدوس يې ملایکه ګڼله او زه بې عزته ورته ښکارېدم.
زه به هغه پلار  ونه بخښم چې د امتحان له پاره مې امادګي نیوله، غوښتل مې چې د پخوا غوندي اول نومره شم، خو دی راغی، کتاب او کتابچه يې په لغته ووهل، ویې ویل چې نور دا شیان در ټولوه، په درد دې نه خوري، په قمار کې مې وارولې، ځان تیار که، راتلونکې هفته دې واده دی.
ځيني قضاوتونه له اوله منل شوي دي، هېچا ته غلط نه ښکاري، ان دومره زړه هم نه لري چې د سم او ناسم په اړه يې فکر وکړي، د کارخانې مشر هم همدا باور درلود، د بې حیثیته بوډا حیثیت تاواني شوی و.
بېرته مې لاسونه تور کړل، د موچیتوب وسایل مې را واخیستل، لمر ته کېناستم…
دا د احمد صیب
 زه او احمدی صیب یو وخت کرنا ونیولو خو احمدی صیب خپل د ناروغ خبر خپرو کړ خو ما مې خپله ناروغی له میرمنې بچو پټه کړې وه په دې نوم چې هسې تبه مې ده ښه کیږم له دوی په دې نوم، چې هسې نه کرونا وی او تاسو ونه نیسي خو میرمن او ماشومان مې خبر نه وه چې ډاکتر په شا ډبولي وم، را ته ویلې یې وو، کرونا یې خو کوشش وکړه چې کرونا را څملوې۔
 د ناروغ وخت کې مې زړه غوښتل درې کاره وکړم،
 ١-  هر ساعت به زړه را ته ویلې، چې خپلې ميرمنې ته وصیت وکړه په چا مې پیسې دی د چا را باندې پیسې دی څه وکړي څه ونه کړي؛ خو وصیت مې ونه شو کړی،
  اخیر کې مې داسې وکړه، چې وصیت مې  ولیکه او کاعذ مې د خپل کمیس په مخکې جیب کې واچوه۔
 ٢-  بار بار دا خبره ذهن ته راتله
د ورځې مې څو ځلې مبایل را اخسته چې احمدي صیب ته زنګ ووهم خو بیا به مې ویلې کیدای شي اوس به خوب وړی له خوبه یې وباسم څوک به ور سره وي، ډاکټران به ور سره وي،  له فیسبوک خبریدم چې غزنی ته یې یوړ بیرته یې کابل ته راوړ په اخیر کې د وفات خبر خپور شو۔ دې وخت کې زما ناروغی هم ډیره وه۔
٣- زړه راته ویلې، چې د مرګ سره دا جګړه ولیکه زما په زړه کې څه تیرېدل، خوب کې مې څه لیدل د خپل مرګ څخه وروسته مې خپل بچي څنګه خیال ته راتله، څوک څوک زما په مرګ خوشحال کیدل۔
که له ما څو پوښتنه وکړي چې د احمدي کوم ناول دې خوښ دی نو زما ځواب به رڼا ناول وي؛ ځکه رڼا ناول یو شهکار دی، رڼا ناول لیکنې په تول پوره دی،  ژوره عاطفه په کې ده، د ناول ژبې ته ډیر پام شوي، یو په بل کې اوبدلي پلاټونه،  د احمدی صیب د نور ناولو موضوع ګانې د وخت په تیردو سره به پیکه شي یا به خپله ارزښت له لاسه ورکړي خو د رڼا ناول موضوع ګانې او پیغامونه به تر ډیره ژوندۍ وي۔
 په رڼا ناول کې پیغامونه په کیسه کې داسې حل شوی چې لوستونکي له کیسې نشی بیلولی که بیل کړی کیسه خرابیږي کیسه بیخي له منځ ځی.
 د ناول داستاني زمان ډیر مناسب دي، د دې ناول وخت تقریباً پنڅه ویشت کاله شاوخو کیسه را ته کوي، که چیرې همدا ناول داستاني زمان کې نور غځولی شوی؛ په دعوې سره وایم چې بې خونده کیده، که له دې په لنډ زمان کې لیکل شوي دومره خوندور به نه و۔
 بله خوا که د غڼې ځاله ناول ته وګور داسې را ته ښکاري، په دې ناول کې ټکرونه کم دی پیغامونه ډیر پیغامونه داسې په ډاګه پراته دې په داستان کې نه دي حل شوي لکه پورتنې بیګه کې چې ښکاري۔
(( باید حیران وای، دلته ځينې خبرې له فکر پرته وچې کلکې، هوايي منل شوې دي.که کوم ماشوم پر اوږو در سپور شو او ته يې سوکه له اوږو کښته کړې، نو له هرې خوا به داړې در ولوېږي چې دی خو ماشوم دی، نه به پوهېږي، ته خو پوهېږې. ها! سمه ده، دا يې ماشوم، نه به پوهيږي، یوه احمق به دومره نه وي ور ښودلي چې د بل کړکۍ په ډبرو مه وله، په کوڅه کې د ولاړ موټر رنګ ته مېخ مه نیسه. په سودا پسې له بل تلونکي ماشومه پیسې مه وړه، جنګ مه کوه، د لویانو پښو ته پټاکۍ مه ور اچوه، په کاغذپران پسې پردو کورونو ته مه ور اوړه، د خلکو دروازې مه ور ټکوه، په کوڅه کې روانې نجوني په ‌ډبرو مه وله، …ښځو ته دا مه وایه چې خاله! کوم فلمونه دې خوښېږي، سیکس؟ خیر، دا يې ماشوم، څه به نه ورته وايې.))
له رواني پلوه کله چې انسان غوسه وی؛ نو پرله پسې خبرې کوي، خو په کیسه ییز ادب کې بیا پرله پسې خبرې د اثر خوند پیکه کوي، زه نه پوهیږم، چې په احمدي صیب باندې کاری چاپریال اثر کړی، چې داسې پیغامونه یې یو په بل پسې راوړي، ځکه رسنییز کار وخت، هنریت او جوړښته ته دومره پام نه کوي د رسنۍ ټول فکر په دې خبره وی چې څنګه په کم وخت کې ډیر پیغام ټولنې ته  ورسوي؛ ځکه رسنۍ کې ډیري مواد د هغه وخت ضرورت وي بله خو هنري اثر باید د لنډ وخت لپاره نه بلکې د اوږ زمان لپاره ولیکل شي۔
بله احتمال یې د احمدی صیب خپله خبره چې په خلکو یې ځان منلی و او هر پیغام ته یې خلکو لبیک ویلې۔
خدای دې هغه دونیا ښایسته کړه خندانه یاره!

1 COMMENT

  1. مننه زه د هغه چا خاطرې چې له احمدي صاحب سره پاتې شوې وي په خوند لولم خو که د دغې مرکې چې تاسې ورسره کړې وه کوم لینک مینک راکړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب