شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبان د تېرکال ۱۲ زره جنایي پېښې تاییدوي

طالبان د تېرکال ۱۲ زره جنایي پېښې تاییدوي

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۱۸ مه)    د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وايي چې تېر کال په ټول هېواد کې نږدې ۱۲ زره د جنايي پېښې شوې چې په تړاو يې له ۱۶ زره ډېر کسان نیول شوي دي.

د دغه وزارت  طالب ویاند عبدالمتین قانع له دې سره ادعا کوي، چې په هېواد کې د جنايي جرمونو کچه کمه شوې ده.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې وویل:«په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۱۱۸۰۰ د جنایي جرمونو پېښې شوي چې په تړاو يې ۱۶۶۰۰ مجرمین نیول شوي دي. په ټول هېواد کې د تېرو کلونو پرتله د جنايي پېښو کچه د پام وړ کمه شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشران د بشپړ امنیت د تامیندو ادعاوې کوي.

د کابل په ګډون یو شمېر لویو ښارونو کې خلک بیا د اقتصادي ناورین او وزګارتیا له امله د جنایي پېښو د زیاتیدو خبر ورکوي او وایي، چې طالبان په جبري ډول د امنیت راوستو هڅو کې ناکام دي.

اقتصادي شنونکي هم باور لري، چې د طبیعي امنیت د راتلو لپاره باید د طالبانو رژیم د اقتصادي ناورین د حل او په دې برخه کې ملي مشروعیت او نړیوال تعامل موندلو ته مخه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب