شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

اتمه برخه
پر لومړۍ او دوهمه نړيواله جګړه جوړ شوي فلمونه مې يو وخت لېدلي وو، مرمۍ د لويو ونو په تنو لګېږي، ګڼې ونې وي او د پوځيانو زغروال ټانکونه به په ځنګلونو کې ګرځېدل. کټ مټ هماغسې ونې، ځاى نيم د اوبو لښتي، له ونو څخه راتويې شوې پاڼې چې پر ځمکه به لکه فرش خورې وې، چې پرې روان به وې خرسا به يې پورته کېده.
د بلغاريه په ګڼو ځنګلونو کې له دومره ټيټو و جګو سره سره يې د موټرو د ګزمې لپاره سړکونه جوړ کړي وو، يو ځاى هغه اوسپنيزې زېنې هم پرتې وې چې مسافر يې جال ته ور اچوي. بل ځاى د مسافرو بيکونه پراته وو چې له سامانونو يې خالي کړي وو، دلته پوليسو مسافر نېولي وو بيخي له جال سره نېږدې وو. ماښام شو شپه تياره کېده او موږ لا هغسې روان وو، شپه بيخي اوده شوه ستړيا، بې خوبي او په لومړي وار مسلسل دومره اوږد مزل. له څو کليو چې ګروپونه ښکارېدل په خوا کې تېر شو، چېرته به په اغزيو ورننوتو چېرته به اوبو کې پورې وتو. اسمان کې رڼا خورېده او ما فکر کاوه سهار کېږي نو دمه او خوب به وکو خو چې پوښتنه مو وکړه اېله دوه بجې وې، له يوه سړکه په منډه واوختو پوليسو ګروپونه يوه و بله خوا رڼا کړل خو موږ يې نه وو لېدلي، يوه ژور او تياره تنګي ته ښکته شوو منځ کې يې د اوبو نرى لښتى وو بس نور سهار کېده چې وېده شوو، نرى نرى باران شروع شو چې ټوله ورځ وورېده.
ورځ مو ټوله په خوب تېره کړه چې ماښام شو بېرته مو حرکت وکړ، د بې خوبۍ له لاسه مو ټوله ورځ هيڅ هم نه وو خوړلي خو په لاره به چې موقعه پيدا شوه بسکټ او ککو به مې خوړل. په دوهمه شپه مو هم ډېر مزل وکړ د غنمو په کروندو کې تېر شوو پر ځمکه د ورېدلي شبنم له وجې لامده شوي وو.
راه بلد قاچاقبر ته مسج وکړ چې نقطې ته لږ پاتې يو موټر راځي کنه؟ هغه ورته کړل اوس نه کېږي سبا ماښام ته منتظره شى دلته داسې ځنګل هم نه وو او له عمومي سرک چې واوختو يو ځاى کې مو ګڼ اغزي پيدا کړل چې جګې او ټيټې غونډۍ وې دغلته وېده شوو، په دې ورځ هم باران ورېده، د باران څاڅکې به چې زموږ په اغوستو پلاستيکو رالوېدل ټکا به يې خته.
  ماښام نېږدې وو نور مو ځان حرکت ته اماده کاوه خو دغسې باران له وجې مو ځانونه په خوب اچولي وو چې د Sleap، Sleap! Sleap! غږونه شول چې ومې پوليس دي. ټول غلي پراته وو يو يو يې له خپله ځايه راپورته کولو يو ځاى يې کېنولو، يو په عمر پوخ سړى راسره وو چې پوليس له تلاشۍ مخکې په سر باندې په تفانچه څو ګوزاره ورکړل او سخت يې وپنې کړ وروسته بيا پوليس وايي تاسې کې ډاکټر څوک شته د ده سر ور وتړى.
تلاشي يې واخېسته، پيسې او موبايلونه يې ټول کړل له خپلو بيکونو او چريکيو سره يې يوه ځاى ته راوستو او دلته يې زموږ سامونونو ته اور ورکړ، موږ يې ننداره کوله. سخت يخ وو خو اور ته يې نېږدې نه ورپرېښودو. له دې ځايه لږ لېرې يې موټر راته درولي وو، په موږ پسې دوه پوليس راغلي وو او څلوېښت نفره يې له ځانه سره کړو. موټر يې هماغه لکه زموږ په هېواد کې چې له شوروي پاتې دي د موږ خلک يې ششپاى بولي، د ترکيې تر مرزه يې دې موټرو کې راوړو او جال يې راته خلاص کړ، د ترکيې خاورې ته را واوختو اوس ډار دا وو چې ترکي پوليس مو ونه نيسي خو ښه دا وه چې له ترکي پوليسو تېښته کېداى شوه.
د بلغار پوليسو چې بېرته ترکيې ته را واړولو نو دلته به بيا د ترکيې له ځنګله ښکته کېدې چې چېرته کلى پيدا شي، لا باران وو او ښه سم لامده شوي وو، لږ لرې مو رڼايي ولېده او ور روان شوو، موږ چې ورنېږدې کېدو ټکسي موټر زموږ تر مخه را ورسېدل. کرايې کې ورسره جوړ شوو اته نفره ور وختو او شپږمه شپه مو بېرته استامبول ته راوړه. د ترکي موټروانانو هم ښه کار جوړ دى ورسره، ټکسيوان ته مو ويل تاسې ته چا ويل چې موږ راغلو ويل يې موږ ته پوليس زنګ وهي. په دې شپه زموږ قاچاقبر تر څلوېښت زرو لېرو زيات تاوان لېدلى وو.
دوام…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب