څېړندوی شریف الله دوست سرواني
صفار، سفار، سپار د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند لرغونې او تاریخي سیمه ده. دا سیمه د سمندر له سطحي ۷۱۴ متره لوړه موقعیت لري. د دې ټاټوبي څخه یو مېړنی ځوان یعقوب صفاري د لیث صفاري زوی په ۲۴۷هجري کښي را پورته سو او پر دوه میلیونه کیلومتره مربع مساحت یې سترواکي چلوله.
دا سترواکي د افغانستان د اسلامي دورې په تاریخ کښي تر طاهریانو وروسته دوهمه خپلواکه آریاني سترواکي ده چي له لرغونو دورو د خپلو پلرونو کیاني، آسپه، امورجزیان، رستم پهلوان، امیرپولاد او امیرکروړ جهان پهلوان په تعقیب، تر ۱۰۲۷هجري پوري د دې کورنۍ واکمني په غټه او سیمه ییزه کچه ۷۸۰ اوه سوه اتیا کاله په هلمند، کندهار، سیستان او شاوخوا کښي دوام وکړ.
یعقوب د لیث زوی د صفاریانو د سترواکۍ بنسټګر و. د اسلامي دورې په لومړیو کښي یعقوب صفاری لومړنی افغان(آریاني) هوښیار، عادل، مهربان، سیاستمدار او په جنګي تاکتیکونو پوه سړی و. نوموړی د عسکرو او وسلو په تنظیم او د خزانو په ډکولو کښي ډېر زیار و ایست.
د ده د ژوند په وروستیو کښي د هلمند – سیستان په خزانه کښي پنځوس میلیونه درهمه او اتیا میلیونه دیناره وو. په لښکرو کښي یې پنځه زره بخدي – بلخي اوښان او لس زره صفاري آسان او غاتري وې. نوموړي په خپل آریايي او آریاني نسب ویاړل او د عباسیانو کهاله ته یې په هر لیک کښي اخطار ورکاوه چي له دغه هیواده(آریانا، افغانستانه) ووځي.(علامه حبیبي:۱۳۱مخ)ویلهلم باتولد د افغانستان د تاریخ په اسلامي دوره کښي صفاریان تر طاهریانو وروسته دوهمه خپلواکه امپراتوري ګڼي. (د آریانا تاریخي جغرافیه:۱۸مخ)یعقوب له آره د هلمند د صفار و، د واکمنۍ د غوړېدا له پاره د سیستان قرنین یا اوسني غُرغُري ته ولاړ.
د صفار ټوپونیمي/Toponymy
ټوپونیمي د تاریخي ژبپوهني هغه څانګه ده چي د ځاینومونو ریښه څېړي. د صفار د نامه له ریښې څخه داسي معلومیږي چی د دې نامه آره بڼه (سفار او سپار) ده. دا نوم اندو-آریايي او آریاني ریښه لري. په سنسکریت ژبه او ویدايي متونو کښي دا نوم په ترکیبی بڼه راغلی دی:(svār Narlti) د اندویزم د مذهبي اوسپنیزي زنګولې- ږغږغې(ghṇtā) په معنا رالوړل سوی. لومړی مورفیم (svar/سوار،سفار) یې منیرولیامز/monir Williams فلز/metals او (Narlti) یې زنګوله/bell معنا کړي دي.
په سنسکریت متونو کښي دا نوم نور ځایونه هم په ترکیبي بڼه راغلی. لکه: (svar Naja) د خوراک د فلزي لوښي په معنا. همداسي په سنسکریت کښي سرور زرو او طلا ته (swar nam) چي د پښتو ژبي د سره(طلا) ریښه لري.
په اوستا کښي هم فلز ته (سیپا/saepa) وايي. کانګا هندي لیکوال یې په خپله اوستا- انګریزي قاموس کښي metals معنا کړې ده. نامه ته په کتو د سنسکریت (svar) او د اوستا (saepa) یوه ریښه لري. او دواړه د فلز او اوسپني معنا ورکوي. د فونیمیکي تاریخي تحول له مخي د سنسکریت /v/ په اوستا ژبه کښي په /p/ اوښتی دی. خو په اوستا کښي یې /ر،r/ فونیم لوېدلی دی. دا ژبپوهنیزه قانون په آریاني ژبو کښي نور ځایونه هم سته چي (v.w.u.b.p) په یو بل باندي اوړي. که څه هم د اندواروپايي موریني کله کله د سنسکریت او اوستا هم خوندي کړې لکه:
الف) د ریښې خوندیتوب: اندواروپايي: ped/*pod، سنسکریت: pad، اوستا:pad ، یوناني: poδ ،: فارسی: پا/pā پښتو:>پښه/pṩa = تحول:pp = p > p > p > p>* ریښه خوندي ده.
ب) د ریښې نَسَبي بدلون: اندواروپايي مورینه؛ *ueghسنسکریت: vāhati اوستا vazaiti سلاوي: vezḙ فارسي: راندن/rāndan ، پښتو: ورتول/wrtawal، غورځول/γurĴawal، شړل.(اورمړ:۲۳مخ)تحول:*u>v، >v، >v> پښتو = w.
ج) آریاني فرضي ریښه: *suxta، اوستايي: suxta(مفعولي صفت)، سغدي: swγt، خوارزمي: aγdθ، ختني: sutā، باختري:suxta، اشکاني:saxt آستي: sәγd، یغنوبي: saxt، اشکاشمي:saxti، تاجکي:saxt، فارسي:suxt پښتو:ستی/satay= سوځل.(اورمړ:57مخ)په ټولو آریاني ژبو کښي د /sa,su,sw,/ ریښه خوندي ده. همداسي د اندو اروپايي، اندوآریايي او آریاني ژبو د تحول د قاعدې سره هم د سفار، سپار د نوم ریښه: /sa,sv,sap/ خوندي ده. خو په سامي – عربي ژبه کښي یې /س،s/ فونیم په /ص،ŝ/ اوښتی دی.
دا اوښتون په ښکاره په لومړي ځل د ابن واضح یعقوبي په البُلدان(۲۹۲هـ.ق) کښي تر سترګو کیږي. او سفار، سپار د صفار په بڼه را څرګندیږي.(البلدان:۶۹مخ)تر ده وروسته نورو افغان او عرب جغرافیه لیکونکو د صفار نوم یاد کړی دی.
ابراهیم اصطخري(۳۲۱هـ.ق) د د عمرو لیث صفاري په مبحث کښي د صفار نوم داسي راوړی:” و صفار نیز که صیف بن سیف بن الصفار به وی نسبت می برند… ۱۳۰مخ” په حدود العالم کښي دا نوم نه تر سترګو کیږي خو په تاریخ سیستان(۴۵۰هـ.ق) شاوخوا کښي د عبدالله بن المعتز په شعر کښي چي ابن خلکان یې ابي علي حسین محدث ته منسوب بولي او مسعودي یې بیا د حسن بن محمد ګڼي داسي راغلی:
فحسبک بالصفار عزا و منعة
یروح و یغدو فی الجیوش امیرا
خو د ګرشاسپنامې(غرغښتنامي) لیکوال ابو منصور اسدي په (۴۵۸ هـ.ق) کښي دا نوم بیخي سپار لیکلی دی او د اوسپني جغ، یوغ یې معنا کړی او د لبیبي دا بیت یې د بولګي په ډول ورته راوړی دی:
ترا کردن در بسته [به] یوغ
و ګرنه نروی راست با سپار
(۹۲مخ)
د تمیمي په الانساب سمعاني(۵۵۰ هـ.ق) کښي یې د /ص/ په پېښ راوړی دی. یاقوت حموي په معجم البلدان (۶۱۲هـ.ق) کښي صفار د بار او پلنډي په معنی راوړی دی. الزنجي(الزرنجي)، السجزي په مهذب الاسماء کښي صفار، رويي فلز خرڅونکی معنی کړی دی. صفي پوري په منتهي الاَرَب في اللغة العرب کښي د رویګر او پښ په معنی راوړی دی.
په پورتنۍ بولګه کښي هم سپار/sapār تر ډېره د اوسپنیز جنس له پاره راغلی دی او په عربي متونو کښي په صفار اوښتی دی. په عربي قاموسونو کښي د صَفار، صُفار، صِفار په بڼو نوري کلمې هم سته خو د هغوی معنی بېله ده.
مأخذونه
۱. علامه عبدالحی حبیبي. د افغانستان لنډ تاریخ، ژباړن: استاد بینوا، دوم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه.
۲. ویلهلم باتولد. د آریانا تاریخي جغرافیه، ایران چاپ،
۳. پروفیسور خلیل الله اورمړ. مقدمه بر زبان اوستا، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۹۲ش.
۴. اسدی. لغت الفرس، د مجتبایی او صادقي په سمون، اول چاپ، تهران ، ۱۳۶۵ش
۵. دهخدا، علي اکبر. لغت نامه دهخدا، چاپ ایران.
۶.یعقوبي ابن واضح. البُلدان، ترجمه ابراهیم آیتي، څلورم چاپ ۱۳۸۱ش
- Monier–Williams Sanskrit-English Dictionary, 1899. citation: input: Kyoto-Harvard, SLP1, ITRANS .Roman Unicode, Devanagari Unicode. output:.
ډېر په زړه پورې تاریخي ، څېړنیز او په اسنادو ولاړ معلومات دي .
حسن ورور مننه