پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهتورخم کې د ۳۵ ټنه کرومایټ ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی

تورخم کې د ۳۵ ټنه کرومایټ ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی

تاند: ( شنبه، د سرطان ۱۷ مه)  د تورخم لپاره د طالبانو د استخباراتو مديریت له لوري ۳۵ټنه د کرومايټ ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د طالبانو استخباراتي مقام محمد اقبال تکل وویل، چې وړمه شپه په يو باروړونکي موټر کې ۳۵ ټنه کرومايټ ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې، چې غوښتل یې له هېواده بهر ته يې انتقال کړي.

تکل زیاته کړه، چې دغه ډبرې له هېواده بهر ته په جعلي اسنادو انتقالېدل، چې له څېړنې وروسته يې اسناد جعلي او د انتقال مخه یې ونیول شوه.

نوموړي وویل، په دې تړاو یو تن نیول شوی، چې اوسمهال تر څېړنو لاندې دی.

  څو ورځې وړاندې د تورخم استخباراتو مدیریت د شاوخوا ۳۶۰ کیلوګرامه نشه لرونکو توکیو د قاچاق مخه نیولې وه.

1 COMMENT

  1. که زورواکی شریک که نه وی ، نو بیا ولی سخته سزا نه ورکول کیږی ، په لس روپیو د یو غریب لاس غوسیږی ، ولی له بلی خوا بیا دا هر ورځ کله کرومایت ، کله لاجورد او کله لیتیوم په ټنو نو قاچاق کیږی ، اصل کی دا خو د لوی بهیر یو څنده ده ، خو کله کله د یو متدین عسکر لخوا کشف شی ، خو نتیجه یی بیا ولس ته نه معلومیږی چه له دغه شان ملی غلو سره څه کیږی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب