زه چې له خوبه ویښ شم همیش موبایل را اخلم؛ موبایل زما ملګری دی، ما له خوبه ويښوي۔ لومړی خو ښه په غوسه ورته وګورو همغه شان د ژوند د شروع ساز شرنګولی غږوي، ساز یې بند کړم، بیرته یې ګوزار کړم، بیا لږ وروسته وګور چې چا څه ولي چې فیسبوک خلاص کړم نو فیسبوک لومړی را څخه پوښتنه کوي، ستا په فکر کې څه ګرځي د فیسبوک انجینر خدای دې کور د میر الدین جومات کړه، دا نو پوښتنه شوه؟ څنګه انسان به وي چې په سر کې یې څه نه ګرځي، که نور هیڅ نه وي نو ټوله شپه ګډوډ خوبونه خو یې ضرور لیدلي وی، خو دا لازمي نه ده، چې خپل ګډوډ خوبونه چې خپله هم پرې سم نه پوهیږي په فیسبوک پوسټ کړي او یا دې د خپل خوب په تعبیر پسې پوسټ وکړي،
بیا مې د فیسبوک انجینر خوارکي ته زړه بد شي وایم دی خوارکی به اوس په تمه ناست وي، چې زه یو څه ور وتوغوم، مجبور شم په سر کې ګرځیدونکو شیان چاڼ شروع کړم او هر هغه څه چې زه یې پوست کوم باید ١٠٠% زما د خپل فکر تولید وي، دویمه پوښتنه له ځانه کوم، زما د دې پوست ضرورت څه دی؟ خپل زړه خوشحالوم که د نورو د زړه تنګولو کوشش کوم؟ لوستونکې ته څه پیغام ورکول غواړم،؟ کوم خبر دی؟ دا خبر وړاندې ورته شکل چا پوسټ کړی۔ نو ما ته څه ضرورت دی چې کاپي کړم او بیا یې پوست کوم۔
پیغام څه ډول دی غواړم له ځانه لوده جوړ کړم په خپله خندونونکې لیکنه کې ځان یاد کړم خلک ښه ډیر وخندوم او په اخیر کې په غوږ نور ووهې۔
خو اوس هغه د خندا متره را کې پاتې نه ده۔ اوس لږ جدي شوی یم۔ نه خپله ډیر خاندم او نه نور خندولی شم۔ خپل زړه ته ووایم غواړم موضوغ ډياليکتيکي مېتود ته واچوم، چې د بحث ټولو خواوو ته خپله زه یم۔ بیا وایم دا خو له ډیالیکتیک سره زیاتي دی، ځکه په ډیالیکتیک کې خو باید څو لوري له بل سره احساساتي بحث وکړي او یو له بله دلایل واوري او دواړه لوري د موضوع په اړه خپله مشاهده او تجربه وړاندې کړي۔ تر څو د موضوع تل ته ورسیږي، کله چې موضوع باندې بحث شروع کوم نو د ځان ویشل را ته سخت شي۔ پوښتنې را ته پیدا شي ځان په څو برخو وویشم؟ بیا ځان ته کار اسان کړم د زیګموند فروید په شان خپل شخصیت په درې برخو وویشم ایډ، ایګو، سپر ایګو خو کله، چې بحث شروع کړم؛ نو په ما کې نور داسې پټ اړخونه او تیاره کونجونه را پیدا شي، چې زه خپله ورته حیران شم، زما د تقسیم خلاف زه په ډیرو برخو تقسیم شم او زما هره برخه ځان په حقه ګڼي غواړي خبره یې ومنل شي۔
بیا ځان سره وایم، هر انسان په خپله خټه کې له ځان سره ډیر اړخونه او دباندي څنډې لري، همدا اړخونه او څنډې دي، چې انسان غورځوي او پورته کوی، له لویدو سره د اضافي څنډې له انسانه ماتیږي او په پای کې انسان وتوږل شي او له انسان څخه ګرد مردکی جوړ شي او چې یو ځل په کوم لور ورغښته نو د عمر تر پایه بیا همغه لور ته رغړي۔
زما تر اوسه ټول اړخونه روغ دی؛ نو زه کولای شم چې ډیالیکټیک بحث یواځې وکړم۔ زه تر اوسه څو بعدیزه انسان یم۔
یو موضوع واخلم په ډیالیکتیک کې یې ښه وشاربم اخیر کې یې همداسې پریږدم لوستونکي ته وایم ظالمه دومره کار ما وکړ اوس خو ته هم لاس په کار شه ته فکر وکړه د شاربل شوې موضوع څخه د کوچو د ټولولو دنده مخ ته یوسه، کوچ ټولول خو دومره ګران کار نه دی۔
په دې فکر وکړه چې ما څه ویلي تا ته کوم پیغام درکول غواړم۔ ایا وتلي کوچ مناسب دی۔
زه ځکه موضوع له څه سره نه تشبې کوم او د استعارې لمنې ته یې ور اچوم چې د موضوع یو اړخ څرګند وی او له موضوع څخه هر څوک د خپلې خوښې برداشت وکړي۔
یوازې دا خبرې هم نه دی، زه د لیکنې په هره کرښه څو وارې سوچ کوم۔ کله کله موضوع بې خونده وي خو تورې او جملې په کې ډیرې خوندورې وي۔