شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته تللي افغان کډوال وايي، هلته ځورول کېږي

پاکستان ته تللي افغان کډوال وايي، هلته ځورول کېږي

خبریاله: مذلفه کاکړ

يو شمېر افغان کډوال چې بهرنيو هېوادونو ته د سفر په موخه دا مهال په پاکستان کې په موقتي ډول میشت دي د ژوند له ګڼو ستونزو څخه سر ټکوي؛ وایي چې د پاکستان د حکومت له خوا ورسره ناسم چلند کیږي او سخت شرایط یې پرې وضع کړي دي.

دوی وایي، که نړیوال مرستندوی بنسټونه ورسره سمدستي مرستې ونه کړي نو د ژوند ناخوالې به یې لا پسې ډېرې شي.

شا خوا دوه کاله مخکې پر کابل د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ سره سم ډېر شمېر افغانان بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه اروپایي او امریکایي هېوادونو ته د کډوالېدو په نیت له افغانستانه ووتل چې له دې ډلې افغانانو څخه لږ شمېر یې خپل هدف ته رسیدلي او پاتې نور یې په نورو هېوادونو کې د انتظار شېبې تېروي.

د یادو هېوادوالو څخه یوه لویه برخه یې پاکستان ته تللي او هلته په دې هیله میشت دي چې ګوندې د کوم بل بهرني هېواد څخه ورته د پناه ورکولو غږ وشي.

دا انتظار ډیر اوږد شو، نږدې دوه کاله اوږد؛ دا ډله افغانان په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی له منځه یو تن چې نوم یې جاوید خان دی او مخکې یې په افغانستان کې د مدافع وکیل په توګه دنده لرله وایي چې ژوند یې سخت شوی او له نامالوم برخلیک سره مخ دی، هغه وایي: « زما په شان ډیر افغانان دلته ډیرې ستونزې لري؛ اقتصادي ستونزې، روحي فشارونوه او نور.»

دغه ډله افغانان وایي چې د اوسېدو لپاره د کورونو په موندلو کې هم قانوني ستونزې لري او ډیری وخت د کور د کرایه کولو پر مهال له دوی څخه د پاکستان شناختي کارډ غواړي چې دوی سیې نه لري.

جاوید خان وایي: «د جمهوریت له سقوط وروسته چې زما ژوند په خطر کې شو نو مجبور شوم چې هېواد پریږدم او پاکستان ته مهاجر شم، دلته له راتګ سره له سختو ستونزو سره مخ شوم، آن تر دې چې ما غوښتل یو کور د اوسېدو لپاره پر کرایه ونیسم خو مسؤولو کسانو ماته ویل چې تاسو باید د پاکستان شناختي کارډ ولرﺉ».

د معاملاتو د لارښود دفتر لرونکي هم دا ستونزه مني او وایي چې د کورونو د کرایه کولو لپاره د حکومت له خوا ورته سخت شرایط وضع شوي دي نو ځکه په ډاډه زړه افغانانو ته کورونه نشي ورکولای، ملک نعیم په اسلام اباد کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر لري، هغه وایي: « د معاملاتو د لارښود دفترونو قوانین دا دي چې مونږ به هغو کسانو ته کورونه په کرایه ورکوو چې د پاکستان شناختي کارډ ولري او یا هم د شپږ میاشتو  څخه د ډېرې مودې لپاره د پاکستان ویزه ولري».

نوي کډوال افغانان په پاکستان کې د بیو د لوړالي او د کورونو د کرایو د ډیرښت څخه هم سر ټکوي.

خو د معاملاتو د لارښوونې دفتر درلودونکي اسلام آباد کې د کورونو د کرایو د لوړوالي لوی لامل د پاکستانیو کلدارو په وړاندې د امریکایي ډالرو د بیې لوړېدل یادوي، په دې اړه نعیم خان وایي: «د کورونو د کرایو د بیو د لوړوالي یو دلیل دا دی چې د امریکايي ډالرو بیې د پاکستانیو کلدارو پر وړاندې لوړې تللي دي».

یو بل افغان چې شبیر نومیږي په پاکستان کې د خپل د ژوند د ناخوالو په اړه وایي: « زه شاوخوا یو کال کیږي اسلام آباد ته راغلی یم او دلته ژوند کوم، د کوم نهادونو لخوا چې مونږ اسلام آباد ته راغوښتل شوي یو، څو زمونږ سره بهرنیو هېوادونو ته د لیږد پروسه کې مرسته وکړي، هغوی له مونږ سره تر اوسه هیڅ راز همکاري نده کړې».

په پاکستان کې مؤقتي مېشت دغه ډله افغانان وایي چې د پاکستان حکومتي ځواکونو لخوا وخت ناوخت ځورول کیږي او د بازار پر مخ د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي.

احمدالله هغه ځوان کډوال دی چې په راولپنډۍ کې يې ځان ته يو موقت کار روزګار پیل کړی، دی وایي: « مونږ چې دلته کاروبار کوو د پاکستان حکومت لخوا ځورول کیږو، کله چې منډوي ته د توکو رانیولو لپاره ځو او بیرته ترې راځو لار کې د ډیرو مشکلاتو سره مخ یو».

دا چې د غه ډله افغانان به تر کوم وخته پاکستان کې پاتې شي او نړیوال مربوطه بنسټونه به یې د ستونزو د حل په برخه کې ورسره څومره مرسته وکړي؟ دا هغه مسله ده چې د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب