شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهیو شمېر پخواني چارواکي:امریکا دې د مشروع افغان دولت جوړیدو کې مرسته...

یو شمېر پخواني چارواکي:امریکا دې د مشروع افغان دولت جوړیدو کې مرسته وکړي

تاند: ( جمعه، د سرطان ۱۶ مه)   د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام یو شمېر وزیرانو، جګپوړو پوځي چارواکو، د ولسي جرګې غړو او سیاسي او مدني شخصیتونو د امریکا کانګریس ته په یوه لیک کې ټینګار کړی چې د هغو افغانانو ملاتړ د امریکا اخلاقي مسوولیت دی، چې په افغانستان کې د یوه مشروع او قانوني حکومت د جوړېدو هڅې کوي.

  د دې ليک ليکوالو له القاعده پر وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره د امريکا د همکارۍ په اړه د امريکا د ولسمشر جوبايډن وروستۍ څرګندونې غير مسوولانه او بې بنسټه بللې او هغه يې غندلي دي.

په دغه لیک کې د امریکا له کانګریس څخه غوښتل شوي، چې د طالبانو پرضد د بندیزونو په اړه د «ایډاهو ایالت د سناتور جیم ریش» وړاندیز شوی لایحه تصویب کړي.

دا لایحه د روان کال د می په پای کې د امریکا کانګریس ته وړاندیز شوې وه.

د دې لیک په لیکوالو کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر “مسعود اندرابي”، د ملي امنیت پخوانی رییس “احمد ضیا سراج”، د دفاع وزارت پخوانی مرستیال “شاه محمود میاخېل”،  پخوانی لوی درستیز”محمد شریف یفتلي”، د ځانګړو ځواکونو قوماندان “سمیع سادات” او یو شمېر نور کسان شامل دي.

7 COMMENTS

  1. WE SAW HUNDREDS OF FORMER AFGHAN GOVERNMENT MUJAHIDS/KARZAI&ASHRAFGHANI GOVERNMENT
    ALL WAS CORRUPT/WARLOARDS ,THEY MADE HOUSES OF MILLIONS DOLLARS.
    THIS HOUSES IS PROOVE FOR PEOPLES.,THEY DON,T HAVE PLACE BETWEEN PEOPLES.
    TALIBS MUST MAKE ONE ALBUM/LIST FROM ALL HOUSES OF FORMER MUJAHID&WARLORDS.
    AND SHOW IN MEDIA TO AFGHANS&WORLD
    THANK YOU

  2. نظرمحمد: دا نور خو مې نه دي، خو دا شریف یفتلی مې نژدې لیدلی دی. یو متعصب، مغرور، غل او بی سواده انسان دی. چې څه ووایم. دا جناب په ګردیز کې د قول اردو قوماندان و، یوه سړي راته کیسه کوله چې یفتلي پاکستان ته د وسلو قاچاق يي دنده وه، له دغه خوا به يي امریکايي وسلې په یوه بیه په قاچاقیانو خرڅي او له هغې خوا به يي په عوض کې نورې کم اصلي وسلې راوړې، د منصبدارانو په معاشونو کې يي هم ورته کار کاوه، سراج ګل، اندرابی لالی او میاخیل کاکا هم ډیرې فعالې پرزې نه وي. زه درواغ نه وایم اوس په هیواد کې هم نه یمه سخت ژوند دی، مهاجرت له کوره او وطنه لرې خو دا پخواني چارواکي، وزیران، معینان، والیان، جنګسالاران، ټوبکیان د تنظیمونو مشران او جهادیان د ع او غ ګروپونه د پارلمان وکیلان، د ولایتي شورا ګانو وکیلان مې تر پام دومره بد شوي دي چې انتها نه لري. همدا ټولو یوازې د چور، تالان او چوکۍ له پاره مبارزه کوله، د قومونو ترمنځ يي نفاق خپراوه،
    د تنظیمونو مشرانو د خپلو تنظیمونو په ۵۰ کاله مبارزه کې هم یو ځلې حاضر نه ول چې په ګوندونو کې د ننه انتخابات وکړي. هر یو د هیواد مشر ځان باله، نایب به يي هم زوی و، د ربانی له مرګه وروسته صلاح الدین، د ګلبدین نایب بیا دهغه زوی، د محقق زوی، د دوستم زوی، د عطامحمد زوی، د قانوني زامن، د احمدشاه مسعود زوی، د ملا عمر زوی، د جلال الدین حقانی روی، د یونس خالص زوی، د نصرالله منصور زوی، همداسې په لسګونو نور… دوئ ټولو خلکو ته د غلام په سترګه کتل، د مزدور او نوکر فکر ورته کوي. اولادونه يي هم په راتلونکي کې همدا فکر لري، دومره مې له دي ټولو زړه موړ دی. کله کله په لمانځه کې الله ته لاس پورته کوم او وایم، الله له داوود خان رزیله را نیولي، تر نورمحمده – امین- ببرک – نجیب – صبغت الله – ربانی – ملا عمر – کرزی – اشرف غنی – او تر هیبت الله پورې ټول دی پروردګار د دوزخ په هغه وروستۍ کنده کې ورتخته کړي. که داوود کودتاه نه وای کړی. یو ارام هیواد يي نه وای نا ارامه کړی، کله يي د روس او کله يي د امریکا په لمن کې ځان نه وای غورځولی هیواد به داسې غلو، بی پدره د پنجاب، تهران، کولاب، روس او امریکا زامنو ته په لاس نه ورته، زه خپلو خلکو ته هم حیران یم، سیاسي شعور يي دومره ټیټ دی چې همدا غله د دوۍ په نس کې په خنجرونو وارونه کوي، دوئ لکه پسونه ورته ارام ولاړ وي یا پسي روان وي. که ریس حبیب غوندې غل اعدام شي، که علیپور غوندې قاتل بندي کېږي، که دوستم غوندې زوړ زاني تبعید کیږي، که زرداد غوندې ظالم ولدزنا بندي کیږي، که الله ګل مجاهد غوندې رزیل بیرته کابل ته ورځي که نجیب کابلی او ډیر شمیر نور چې لاسونه يي د دوئ په وینو سره دي. بیا يي په ملاتړ لاریونونه کوي، هرکلي ته یي ولاړ وي، مخې ته ورته راوزي، جنازو بسي يي د ګلو او رمو په څیر روان وي. هغه نظام به ولي نه ړنګیږي چې د جمهور ریس معاونان د یوه مشهور غله کلکاني په جنازه کې برخه اخلي، هغه نظام به ولي نه چپه کیږي چې د جمهور ریس مرستیال به تر دومره بریده په قومي تعصب کې ډوب وي چې په څړځای علفچر به په دروغو قرباني ته چمتو کوي، د جمهور ریس معاون به د هوايي ځواک د پیلوټانو قاتل ته قهرمان وايي، یا به د وخت جمهور ریس او همدا ډول د سیاسي تنظمونو مشران چې خلک به په سړک تیر شول دوئ به کافر بلل بیا د عقدې د سړولو په اساس مسکو ته ورځي او د لینین تر عکس لاندې له یو داسې چا سره به خبرو ته حاضریږي چې ده يي د خپل واک په وخت کې د ځان د اقتدار په خاطر يي د هغه د بیرغ د دریدو له امله ټوله پروسه ړنګه کړه. هغه وخت يي د هغوو بیرغ خپل واک ته توهین باله خو د بل د له منځه وړلو له پاره بیا په ټیټو سترګو مسکو ته ور روان دی. دا خلک څومره ټیټ او پست کیدای شي. همدا ملا برادر له مسکو سره د دوستي د سلمي کالیزې مراسم لمانځي چې اساس يي لینین او امان الله خان ایښي، هالته دا دواړه به حقیقت کې ښه شخصیتونه بلل کیږي. ځکه دی هم وايي چې دا دوستي دي پسي دوامداره شي. خو دلته بیا د امان الله خان عکس په تیږو ویشتل کیږي. دومره منافقت، خو اوس بیا هغه سل کلنه دوستي دا څو کاله چا یاده کړي هم نه ده، زموږ د خلکو حافظه څومره کمزوري ده. نو
    ورک شئ ورک شئ رهبرانو
    وسله والو انسانانو
    د وسلو سوداګرانو
    د پردیو غلامانو
    مرګ په تاسې رزیلانو
    وزیرانو وکیلانو
    تش په نوم باندې والیانو
    جمهوریت کې لنډغرو
    چې سپاره وۍ په رنجرو
    او د خلکو په ککرو
    تاسې وار کړ بي پدرو
    په وسلو او په ډبرو
    شتمنۍ مو په ډالرو
    په سرو زرو په سرو زرو
    افففف

  3. که چیری پاک اوپوه خلک د نوی وګړنی خدمتګار او مترقی جمهوری حکومت جوړولو ته راځي، په سترګو ټول یی منو دی که د طالب مستقل معقول کسان وی، که د پخوانی حکومت یو نیم پاک او صادق وی او که د رمضان په شان دپارلمان غړی وی ټول یی منی په تیره بیا د پوهنتونو استادان او نور مسلکی پاک خلک لکه انجنیر ډاکتر او زراعتی او فارمسی متخصص او دبرق ماهر دا ټول منو، خو د پاکستان او ایران ګږډاګی د شر او فساد عناصر او لنډغر دی نه وی پکی نور ددی وطن خلک دی په دواړو سترګو خدای دی راولی

  4. د نظر محمد ورور په پورتنۍ لیکنه کی زمونږ د زړه درد رانغښتی. ریښتیا چی همدا ولس دی چی د ملی خاینانو، قاتلانو، ددین او مذهب ټیکه دارانو او ددې هیواد ددښمنانو ملاتړ يی په یو او بل شکل کړی چی نتیجه يی د هیواد او وس بربادی ده او همدوۍ يی خپله عاملین دی. تر څو چی دا ولس دښو او بدو توپیر ونه کړی او د حق او عدالت لار ونه نیسی همیشه به دداډول ناخوالو سره لاس او ګریوان وي.

  5. سلامونه،
    د ورور نظر م. او نورو مبصرینو په تایید ؛ که دا پخواني سوزیدلې مهرې ،تش په نامه جرنیلان والیان او وزیران او سفیران او نور که دومره توریالان ول له بادارانو څخه مخکې به ېې هغو ګاوڼډیانو او د سیمې ښارونو ته پنا او فنا !! نه وړلی چې په دا شل کلونو کې ې دهغوی طوق ې لعنت په غاړو کې ګرزولای و،او اوس بیا هغه امریکې ته جینګ جینګ کوي چې بایډن ې پنځوس X پر پوکستییڼ خرڅوي!!
    .. اوس مهمه دا ده چې داسې یوه حل لاره وسنجول شي چې (نې دکمونیستانو او سیکولیر تکنوکراتانو شوري شور؛ نه د ط ط بېنمکي!)

  6. سلام
    زه پر دې باور یم چې دکلام عفت زموږترمنځ باید مراعات شی ځکه زموږ دین اوفرهنګ دې ته زیاته پاملرنه کړی او ارزشت یی هم په اخلاقی وجه زیات دی څوک ور څخه نه متضرره کیږی.که چېرې یوه تولنه کې غل ،خاین،غلط، فریب کار او حیله ګر یا په هر بل ناجایز عمل څوک مرتکب وی نو اهانت یی دحل لاره نه ده بلکې اصلاحی نیوکه اومخنیوی یی دهر چاحق او نظر دی.که تاسې لږ دقیقه پاملرنه وکړی په تویتر،انترنت، انستګرام ،یوتیوب او حتی تیکست کې دغه مراعات له منځه تللی اوهرڅوک یی په خپل سر ،خپل ظرفیت ، پوهه او کچه یې لیکی د هرچه پیش آمد خوش آمد خبره ده مګر الله ج فرمایی: وانتم شهدالله فی الارض. دامسئولیت ایجادوی دی او انسانی کرامت بښبړه مانا لری. دې کې شک نشته چې افغانستان کې« واک » پاچاهی تر ملا شاهی پورې هېواد دغه بد حالت ته راووست . دا د یوویشتمې پېړۍ ډیر تریخ او نه منونکی حقیقت دی علم اوعرفان پوهې کده وکړه خو مراعات مو اوتاسې یوځای ته رسولی شی دداکتر ساپی خبره وزیر ،جرنیل او کرنیل ،شال او مارشال ، کدو اوټېپرپخوانی مشر او ننی کشر هیڅ په کار رانه غله او موږ وازمایل !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب