شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د انساني قاچاق پر زیاتوالي انديښنې

په افغانستان کې د انساني قاچاق پر زیاتوالي انديښنې

خبریال: شريف الله شگيوال

له انساني قاچاق سره مبارزې فعالان وایي، د انسانانو قاچاق په نړۍ کې د وسلو او نشه یي توکو له قاچاق وروسته دریمه غیر قانوني سوداګري ده چې په افغانستان کې یې عاملان او قربانیان زیات شوي.

د دې پدیدې قربانیان له رسنیو غواړي چې د انسانی قاچاق د عاملانو او ناوړه پایلو په اړه عامه پوهاوی وکړي.

د جولای ۳۰مه له انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، چې هر کال په نړۍ کې په دې ورځ د انساني قاچاق لاملونو، عاملانو، قربانیانو او د دې پدیدې په مخنیوي بحثونه کوي.

د بیړنیو مرستو او پراختیا موسسه، چې په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال د انساني قاچاق ضد مبارزې په موخه «له انساني قاچاق سره د مبارزې ملي شبکه» هم جوړه کړې وه، دا مهال په افغانستان کې د انساني قاچاق له زیاتوالي انديښنه لري.

په افغانستان کې له انساني قاچاق سره د مبارزې ملي شبکې مشر محمد شعیب ناصري وایې:

« د انساني قاچاق پراخوالی د هيواد ترڅنګ، سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري. له انساني قاچاق سره مبارزه، نه یوازې په ملي کچه عملي تګلارې ته اړتیا لري، بلکې اړتیا ده چې په نړیواله کچه ددې پدیدې د مخنیوي په لارو چارو کار وشي او د انساني قاچاق بانډونه له منخه یوړل شي».

ښاغلی ناصري زیاتوي:

«په افغانسان کې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د نجونو زده کړې ته پراختیا او دغه راز د ځوانانو لپاره تعلیمي پروګرامونو چمتو کول، دیني عالمان، رسنۍ او مدني ټولنه په افغانستان کې د عامه پوهاوي ښې سرچینې دي او باید د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره مهم رول ولوبوي».

د نوموړي په وینا د انساني قاچاق پر ضد مبارزه کې د نړیوالو مرستندویه سازمانونو مالي ملاتړ، د حکومتي ادارو همکاري او د انساني قاچاق مجرمینو محاکمه کول لازم او ملزوم دي.

یو افغان ځوان مصطفی کامران «مستعار نوم» چې د انسان قاچاقبرانو په چل او فریب سره د اروپا غیرې قانونې تګ ته هڅول شوی و، د خپل ستړي او له خطر ډک سفر کیسه کوي:

«په قاچاقي لارو تګ ځان له مرګ سره مخامخ کول دي. مونږ ښه پوهېدو چې په یو متر واوره کې د څو شپو مزل زمونږ د مرګ سبب کیدلای شي. خو د انسان مجبوري او ضرورتونه کله کله دومره زیات شي چې دا هر څه په ځان قبلوي».

ښاغلی مصطفی د ګواښونو ډک دغه سفر ته زړه ښه کولو یو لامل د قاچاقبرانو لخوا خلکو ته خبرو کې زیاته مبالغه ګڼي:

«مونږ افغانانو د اروپايي هېوادونو د سهولتونو کیسې اورېدلي خو د لارې سختۍ مو نه دي ورته ليدلي. ډېری وخت قاچاقبران خلکو ته دروغ وايي او دا لارې ورته ډېرې اسانه ښايي. مونږ ته به یې هم ویل چې لارې اسانه دي او ټوله دوه ساعته لاره ده؛ خو کله به مو چې حرکت وکړ یو شپه او ورځ مزل به وو.

په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو په اړه خلکو ته یو غلط ذهنیت ورکړل شوی دی. دلته خلک فکر کوي چې هلته هر څه ګل او ګلزار دي او لارې ډېرې اسانې دي؛ خو په حقیقت کې داسې نه ده».

نوموړی د انساني قاچاق په اړه د عامه پوهاوي او ذهنیت سازۍ برخه کې د رسنیو رول مهم بولي:

«په دې برخه کې رسنۍ ښې تمامېدلای شي؛ تر څو خلکو ته د قاچاقبرانو اصلي څېرې وروښايي، د لارې سختۍ ورته بیان کړي او له هر څه یې خبر کړي».

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت یو تن ځوان خبريال چې په قاچاقي لارو اروپا ته تللی او نه غواړي نوم یې د ځینو ستونزو له امله خپور شي داسې وايي:

«قاچاقي لار مرګ ته غاړه ورکول دي، دا لارې هيڅ د تګ لپاره مناسبې ندي، هیڅوک بايد دغو لارو ته زړه ښه نکړي تر هغې چې له طالب څخه په امن وي، ځکه طالب سره پاتې کېدل هم د ژوند او انسانيت سره بې ايماني ده او په دغو لارو تګ ځانته پخپلو پېسو د مرګ اخېستل دي».

دغه افغان ژورنالست نږدې لس کاله افغانستان کې بېلابېلو رسنیو سره کار کړی له خپل سفر او مسافرۍ کې اوسني ژوند ډېر خوښ ندی:

«جرمني کې يم ښه ژوند لرم، دولت يې ماته هرڅه راکوي، خو هيڅکله د وطن سکون نشي راکوی، د المان دولت او خلک مونږ ته هرڅه راکوي خو د وطن په څير سکون نشته، دغو لارو کې تر ټولو وحشي چلند د اسلامي هيوادونو ترکيې او ايران دی چې له طالبي چلند سره توپير نلري».

اجباري کار، اجباري واده، په بدو کې د ښځو ورکړه، روحي ګواښل، جنسي ګټه اخیستل، د بدن د غړو پرې کول، انسان تښتونه، بچه بازي، د یو شخص د اقتصادي مجبوریت لمخې د غیرې اخلاقي انځورونو او فلم نشرول اوغیرې قانوني فعالیتونو لپاره د یو کس مجبورول د انساني قاچاق له ډولونو ګڼل کیږي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایې، د انساني قاچاق سره جدي مبارزې کوي او د قاچاق مجازات کیږي.

په وروستیو کې د طالبانو حکومت په درنو فزیکي کارونو د کم عمره ماشومانو د کار مخنیوي اعلان کړی او دغه راز کابل او ولایتونو کې د اختطاف په تور نیول شوي کسان په دار ځړول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب