شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهروسیه: د شانګهای غونډو کې د طالبانو ګډون د غړو هېوادونو رضایت...

روسیه: د شانګهای غونډو کې د طالبانو ګډون د غړو هېوادونو رضایت غواړي

تاند: ( جمعه، د سرطان ۱۶ مه)   د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ( کریمیلین) ویاند دیمیتري پیسکوف د شانګهای وروستۍ غونډې ته په اشارې سره وویل چې د شانګهای د همکاریو د سازمان په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د استازي ممکنه ګډون یوازې د ټولو غړو هېوادونو په اجماع او رضایت ممکن دی.

د طالبانو رژیم له دې مخکې د شانګهای له سازمان څخه غوښتي وو چې په قزاقستان کې د دغه سازمان په راتلونکې غونډه کې د ګډون چانس ورکړي.

 ديميتري پيسکوف ويلي، چې د شانګهاى د همکاريو سازمان راتلونکې غونډې ته د چمتووالي په ترڅ کې به د طالبانو پر غوښتنې غور وشي.

هغه ټینګار وکړ چې دا ډول پرېکړې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ټولو غړو اجماع ته اړتیا لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نیوکه وکړه، چې د شانګهای د همکاریو سازمان په شلمه سرمشریزه کې ورته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ۲۳مه سرمشریزه د روان کال د جولای میاشتې په ۱۳ مه نېټه د هند په مشرۍ جوړه شوه او د افغانستان په اړه هم پکې خبرې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب