شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې بې بنسټه وګڼلې

طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې بې بنسټه وګڼلې

تاند: ( جمعه، د سرطان ۱۶ مه)  طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستۍ څرګندونې، چې له خپل تاجکستاني سیال سره په لیدنه کې یې له افغانستانه د ورپېښو ګواښونو په اړه کړې وې، رد کړې.

نوموړي ویلي، چې پاکستان او تاجکستان له افغانستان سره د نږدېوالي له امله له ورته امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو د رژیم مرستيال وياند بلال کريمي دغه څرګندونې بې بنسټه وبللې او ټينګار يې وکړ چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته.

کريمي وويل: د بې بنسټه او بې بنسټه اندېښنو پر ځاى بايد په سيمه کې د ثبات د ټينګښت او اندېښنو د حل لپاره د ډيپلوماتيکو، سوداګريزو او اقتصادي اړيکو پر پراختيا کار وشي.

طالبانو په وار وار ویلي چې افغانستان په امن دی او له خپلې خاورې څخه نورو هیوادونو ته کوم ګواښ نشته.

له دې سره د سیمې هېوادونه او په سر کې پاکستان تل ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې فعال دي او دغه هېواد ته یې خطر پېښ کړی.

1 COMMENT

  1. دا داسې معنی لري ، لکه د هندو له کوره چې قرآن راووځي . جالبه ده ، ټالب څنګه د خپل بادار خواجه آصف فرمان ردوي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب