شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان: میدان وردګو کې مو پر ۲ نارینه وو او یوې ښځې«...

طالبان: میدان وردګو کې مو پر ۲ نارینه وو او یوې ښځې« شرعي حدود» تطبیق کړل

تاند: ( جمعه، د سرطان ۱۶ مه)  د میدان وردګو  لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز میدان ښار په غازي امان الله خان پارک کې یې دریو کسانو ته، چې ۲ نارينه او یوه زنانه وه، تعزیري سزا ورکړې ده.

د طالبانو د استيناف محکمې قاضي مولوي عبد الکريم شعیب باختر اژانس ته ویلي: « زموږ د حدودو په پلي کولو کې زیاته تلوسه وي او هېڅ یو مجرم به له شرعي فيصلي پرته ازاد نه کړو.»

 طالبانو دیادو کسانو د َقضیو او پرې د هغې سزا په اړه، چې دوی یې « د شرعي حدودو تطبیق» بولي، نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی په مختلفو ولایتونو کې بیا د تېرې واکمنۍ په شان یې ورته سزاوې عملي کړي، چې د نړیوالو بشري ادارو پراخو مخالفتونو سره مخ شوي دي.

په وروستیو کې د طالبانو رژیم د تورنو کسانو د مجازاتو له جریان څخه، چې په عام محضر کې ترسره کیږي، د عکس او ویډیو اخیستل منع ګرځولي.

1 COMMENT

  1. البته د کوم طالب په ښځه سپاره شوی وه ټول ځوانانو ته تر څو چی کولی ښی د طالب مور ښځه او خوری باندی سپاره ښی هڅی دوی په کورو کښی نه وی او دوی خپله لواطت پسی وتی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب