جمعه, مې 17, 2024
Home+پر یوه منګوټي ۱۸۰۰ کاله پخوا لیکل شوی شعر وموندل شو

پر یوه منګوټي ۱۸۰۰ کاله پخوا لیکل شوی شعر وموندل شو

تاند- لرغونپوهان وايي، په هسپانیا کې یې یو منګوټی موندلی چې د رومي امپراتورۍ د طلايي دورې د نامتو شاعر ویرژیل شعر پرې لیکل شوی دی.

د دوی په وینا، دا شعر شاوخوا ۱۸۰۰ کاله پخوا پر دې خاورین منګوټي، چې د زیتونو غوړي پکې ساتل کېدل، لیکل شوی دی.

لرغونپوهانو دا یو بې ساری کشف بللی ځکه چې معمولاً پر دې ډول منګوټیو د هغه محصول په اړه معلومات لیکل شوي وي چې په منګي کې وي، مثلاً د غوړیو اندازه، د هغه بیه او داسې نور… خو دا لومړی وار دی چې دا ډول یو منګی مومي چې د یوه شاعر شعر پرې لیکل شوی دی.

دا منګی د هسپانیا د اندولس د کوردوبا په هورنا چویلوس ښار کې د کوردوبا، سویا او مونپلیې پوهنتونونو څېړونکو کشف کړی دی.

ویرژیل (Virgile) یا پوبلیوس ورګیلیوس مارو (Publius Vergilius Maro) د روم حماسي شاعر و. دی تر میلاد ۷۰ کاله مخکې د سپټمبر په ۱۹ مه د ایټالیا په شمال کې زېږېدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب