شنبه, مې 4, 2024
Home+غار حراء | عبدالرحمن احمدزی

غار حراء | عبدالرحمن احمدزی

مکې مکرمې ته نږدې د جبل نور په غره کې یو غار دی چې غار حراء نومول شوی.

دغه ځای عالي او سپېڅلی تاريخي ځای دی، چې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم مينه وال يې په ليدو سره نه يوازې خپلې سترګې يخېږي، بلکې له سترو نعمتونو هم برخمن کېږي.

غار حراء د مکې مکرمې په ختیځ کې د عرفات غونډۍ کیڼ اړخ ته د جبل النور غر په سر کې د ځمکې څخه په (۶۳۴) مترۍ کې پروت دی، دا هغه غار دی چې لومړی وحی پکې نازل شوی دی. دغه غار ته د رسیدو لپاره به د غره سر ته د پورته کیدو وروسته لوېديځ لوري ته شپېته او اويا متره ښکته باید لاړ شي. د غره په ښکته کیدو سره، لاره بیا هغه لوړوالی ته ځي چیرې چې غار حراء موقعیت لري.

د غار حراء اوږدوالی دوه نیم متره دی او لوړوالی یې ورو ورو نور هم کمیږي. د غار سمت داسې دی چې لمر په ټوله ورځ کې دننه نه ورداخل کیږي.

له بعثت وړاندې به محمد صلی الله علیه وسلم دغه ځای ته له یهودو پټ عبادت ته راتلو، خو هر کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څلوېښت کلنۍ ته ورسېد، نو د څو ورځو لپاره جبل نور ته راغی او په دغه غار کې یې عبادت کاوه.

په دغه غار کې یوه ورځ جبرائیل امین (ع) راښکاره شو او په محمد (ص) باندې د سورة العلق لومړني پنځه آیتونه (ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ ١ خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِنۡ عَلَقٍ ٢ ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ ٣ ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ ٤ عَلَّمَ ٱلۡإِنسَٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ) نازل شول.

او محمد (ص) دی نړۍ ته د وروستي پیغمبر په توګه راغی.

1 COMMENT

  1. ملکزی صاحب په مکه کی یهود نه وو بت پرست مشرکان وو ډیر لږ پکی د عیسوی مذهب پیروان هم موندل کیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب