شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهنعیم وردګ: د جنرال رازق د قبر سپکاوی نه دی شوی

نعیم وردګ: د جنرال رازق د قبر سپکاوی نه دی شوی

تاند: ( شنبه، د سرطان ۱۷ مه)  په دوحه کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست ډاکټر محمد نعیم وردګ په یوه ټویټ کې لیکلي، چې کندهار کې د چا قبر ته سپکاوی نه دی شوی.

نوموړي لیکلي: هغه آوازې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي چې ګواکې په کندهار کې د چا قبر ته سپکاوی شوی، له حقیقته لرې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې له یوې مقبرې د افغانستان د ملي بیرغ د نښو د ایسته کیدو ویډیو، چې ادعا کیږي د طالبانو د مشهور مخالف قومندان جنرال عبدالرازق د مقبرې اړوند دی، توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

یاده ویډیو د کندهار د یو شمېر مخکینیو خبریالانو په ګډون ګڼو کسانو خپره کړې او د جنرال رازق مقبرې ته منسوبه یې ګڼلې ده.

د طالبانو یو شمېر مخالفانو او نورو خلکو، چې عمدتاً له هېواده بهر اوسیږي، د طالبانو دغه ادعا شوی عمل د افغاني او اسلامي ارزښتونو خلاف ګڼلی دی.

طالبان تر دې مخکې هم د خپلو یو شمېر نورو مشهورو مخالفو څېرو لکه: احمد شاه مسعود، علي مزاري، عزیزالله کاروان، جنرال رازق او نورو مقبرو  او یادګاري څلو ته په سپکاوي تورن شوي وو، خو دوی دا تورونه رد کړي وو.

جنرال عبدالرازق، چې شاوخوا ۱۰ کاله په کندهار کې د جمهوري نظام تر ټولو ځواکمن چارواکی و، طالبان یې د خپلو جنګیالیو خلاف په بشري جنایتونو تورنوي.

هغه د ۲۰۱۸ په اکتوبر میاشت کې د یوه برید پر مهال په داسې ډول ووژل شو، چې ورسره څنګ ته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر ته د شوي برید له امله هیڅ تاوان ونه رسید.

د دغه برید مسوولیت طالبانو پرغاړه واخیست.

د جنرال رازق پلویان باور لري، چې هغه او ځينې نورې مشهورې طالب ضدې څېرې په یوه لویه استخباراتي اجنډا کې د طالبانو د واک ته راوستو لپاره له میدانه حذف شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب