جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان: که د سیمې نور هېوادونه طالبان په رسمیت وپېژني، موږ یې...

پاکستان: که د سیمې نور هېوادونه طالبان په رسمیت وپېژني، موږ یې هم پېژنو

تاند: ( شنبه، د سرطان ۱۷ مه) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره یوازې د پاکستان اقدام بسنه نه کوي.

د هغه په وینا، که د سیمې نور هېوادونه ورسره په ګډه په دې اړه پریکړه وکړي، یو ښه وړاندیز به وي.

هغه زیاته کړه، چې د دې لپاره، هرڅه باید ښه شي او یو مناسب حالت رامینځته شي.

پاکستاني استازي په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه د پاکستاني طالبانو د پياوړتیا او پاکستان ته په خطر بدلیدو ادعا کړې ده.

دغه ادعا، په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم بیا- بیا رد کړې او بې بنسټه ګڼلې ده.

پاکستان د طالبانو د نه په رسمیت پېژندلو دا خبره په داسې مهال کړې، چې په وروستیو کې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د نړۍ د هیڅ هېواد او حتا اسلامي هېوادونو له لوري د ده د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو له امله خواشیني ښودلې وه.

د طالبانو رژیم، د تېرې واکمنۍ پر مهال هم د پاکستان په ګډون یوازې درېیو هېوادونو په رسمیت پېژندلی و.

2 COMMENTS

  1. ياره تا ته پته ده :
    نکريزې چې له واده پاتې شي خلک يې په دېوال تپي.
    ستاسې د دې رسميت پېژندنې به ارزښت څه وي چې له دې وروسته يې په رسميت وپېژنئ.
    د ملغلرې اوبه وي او اوبه چې ترې ولاړې شي، نو بيا هېڅ شی نه وي او خلک يې ايسته غورځوي.
    طالب د نجونو د زده کړې په بنديز او نورو نامناسبو کارونو سره خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. که تاسې او يا سيمه يې په رسميت وپېژني هاغه خوند ورته پاتې نه دی او بيا هم د غرب له پېژندنې پرته به ….

  2. پاکستان کوم مهم مملکت نه ده چی دا اقدام وکړی او یا نه پاکستان په خپله یو ګند هیواد ده چی خلکو یې نیولی تر هر څه یې بی کفایته او بی اهمیته دی او خپله پاکستان د تروریزم مور ده دا چی غربی ملکونه سترګی پټی نیولی دو په خپله تروریزم روځی او همداسی بیغیرته ملک لکه پاکستان ته ضرورت لری نو پاکستان که افغانستان په رسمیت وپیژنی یانه کوم مهمه خبره نده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب