شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد تخار د خواجه بهاالدین پښتانه وايي، طالبانو هم د دوی غصب...

د تخار د خواجه بهاالدین پښتانه وايي، طالبانو هم د دوی غصب شوې مځکې راونه ګرځولی شوې

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۴ مه) د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین اوسیدونکي وایي چې د تخار والي ضیاالرحمن مدنې د قومي تعصب پر اساس «د اسلامي امارت» هغه پریکړه نه عملي کوي چې پر اساس یې باید د جګړه مارو له لوري د خلکو غصب شوې مځکې اصلي خاوندانو ته وسپاري.

د دوی په وینا، محکمې د دوی قوالې تایید کړې وې او پرېکړه یې کړې وه چې باید د مځکو مالکانو ته خپل کورونه او ځمکي وسپارل شي.

د سیمې څو تنو اوسېدونکو له تاند سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د تخار والي د تعصب له امله د ځایي ازبکو، تاجکو او پښتنو ترمنځ تازه جنجال رامنځته کړی چې په نتیجه کې یې تراوسه پورې یو تن ټپي شوی خو حالات ترنیګلي دي.

د پخواني شوروي د یرغل په کلونو کې د افغانستان د شمال ډیر پښتانه مهاجرت ته اړ شول، وروسته د تنظیمي جګړو په مهال جګړه مارو سر راپورته کړ او د ډیرو پښتنو مځکې یې غصب کړې.

د خواجه بهاالدین پښتانه د حامد کرزي د حکومت په مهال خپلو مېنو ته بیرته ستانه شول خو غاصبانو نه یوازې خپلې مځکې ورنه کړې بلکې د وسلو په زور یې عکس العمل وښود.

د حامد کرزي د حکومت په مهال محکمې پرېکړه وکړه چې اصلي خاوندانو ته دې مځکې وسپارل شي خو د تنظیمونو د واک د زیاتوالي له کبله هغوی ته مځکې ونه سپارل شوې.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یو وار بیا د خواجه بهاالدین پښتنو ته هیله پیدا شوه چې خپلې مېنې به ترلاسه کړي خو په دې موده کې رسنیو، چې اکثره د متعصبانو په کنترول کې دي، تبلیغات پیل کړل او اوس د خواجه بهاالدین پښتانه وايي چې ځايي والي هم د قومپالنې له مخې، د غاصبانو ننګه کوي.

2 COMMENTS

  1. د تخار پښتنو جهاد کړی او د جهاد له برکته دوی خپل کور کلي او مځکې له لاسه ورکړیدي . دا چې د بخارا مهاجرو له دوی مځکې غصب کړیدي . ملامت نه دي . ځکه چې د پښتنو مځکې او ملکیتونه بې څښتنه پاته و. بخارایی مهاجرو او ناقلینو ته دا وطن ورپاته وو او د وطن دفاع .
    اوس د پښتانه دا خپل درد په کراره وزغمي . خود کرده را درد است و درمان نه .

  2. طالبانو ټه پښتانه کوم اهمیت نلری، پنجابی، ایرانی، چینایی او امریکایی ورته تر پښتون ډیر معتبر اومهم دی روزمره واقعات تعقیب کړئ تاسو ته به معلومه او ثابته شی. دا فقط غلامان دی افغانان تباه کوی او افغانستان تیاری ته او بربادی ته اچوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب