راپور: احسان الله مهجور
د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ څلور مورزیږدي شوټلي (معلول) وروڼه خويندې په خپل کور کې د صابون جوړولو وړه کارخونه لري او ورڅیرمه کلیوالو ته د صابون اړتیا ور پوره کوي.
دغه درې خويندې، یو ورور چې د سرکاڼو اړوند په کوچیانو بېله سیمه کې ژوند کوي وايي، له موره معلول زېږېدلي او د ژوند اړتیاوې د صابون جوړولو له همدې وړې کارخونې پوره کوي.
د دریو خويندو يوازنی ۳۰ کلن ورور محمدعمر چې په دواړو پښو شل دی وايي، لس کاله مخکې یوې خیریه موسسې د صابون جوړولو چل ور زده کړ او اوس له خپلو درېیو خویندو سره په ګډه صابون جوړوي، او پلوري يې چې ورځني لګښتونه وګټي.
هغه وايي: د صابون جوړولو لپاره خام توکي يې ورته پلار له ننګرهاره راوړي ځکه چې دی ډیر د خوځيدو نه دی.
عمر وړاندې وايي: ((له مجبورې ورځې لګیا یم کنه د صابون دا مواد چې کله په کړايي کې واچوم او اور پسې کړم بلکل ورته کیناستی نه شم، ټول ځان مې شخ شي، د اور ګرمي یې لا بل کړاؤ دی خو څنګه وکړم کورنۍ خو وږې نشم پریښودی.))
د هغه په خبره، د صابون د تولید کچه يې ډېره نه ده، یوازې په خپل کلي کې يې د خلکو لپاره بسنه کوي.
د عمر مشره خور پروین چې په دواړو پښو شله ده اوس ۳۶کلنه شوې، هغه وايي په ورځني ډول دا نه شي معلومولی چې څومره صابون جوړوي خو وايي څومره چې زموږ په وس پوره وي لګیا یو او کار کوو.
هغه وايي وړاندې وايي: ((موږ د پلار پينځه اولادونه یو چې یوازې یو کشر ورور مې روغ دی او موږ درې خوېندې او یو ورور په پښو شل یو، د نور کار روزګار خو هسې نه یو خو دا راته ښه دی که لږ ګټو یا ډیرې، خو مشغول یو پکې))
پروين وايي دوی په څو واره د درملنې لپاره ډاکټرانو ته ورغلي خو ډاکترانو يې درملنه نه ده کړې او دا يې ناشونې بللې.
نوموړې وویل: ((د ځان او نورو شلو خویندو او ورور د راتلوونکي په اړه ډېره اندېښمنه یم، خو په دې حال شکر باسم چې چاته احتیاج نه یو او یوه مړۍ ډوډۍ په خپلو مټو ګټو))
د دغو معلولانو پلار سلیمان وايي د اولادونو معلولیت يې ژوند ډېر ور تریخ کړی او تل يې د راتلونکي په اړه فکر کوي.
هغه وویل: ((د مور و پلار یوه لویه هیله دا وي چې بچیان يې خوشحاله او ارامه ژوند ولري، خو له بده مرغه زما څلور اولادونه شل دي او یوازې کشر زوی مې روغ دی، دوی مې ډېرو ډاکټرانو ته بېولي، خو هغوی ورته ویلي چې دا معلولین د رغيدو نه دي، دا خبره مې نور پسې سخت وځوروي.))
سلیمان وايي: خپله وزګار دی او یوازې د اولادونو د ګټې وټې په پیسو د کور لګښت پوره کوي.
هغه وړاندې وويل: ((دا د حکومت کار دی چې زما اولادونو ته د کار سم کار روزګار جوړ کړي، د همدې صابون جوړولو یوه سمه فابریکه دې ورته جوړه کړي چې هم يې خپل کار پرې جوړ شي او هم نورو ته یې ګټه ورسېږي.))
په کونړ کې ځايي مسولین لا په دې کورنۍ او د دوی د صابون جوړولو په کار خبر نه دي او وايي چې تر اوسه پورې ورته چا په دې اړه معلومات نه دي ورکړي
د کونړ د صنعت او سوداګرۍ خونې د خدمتونو د چارو مسول لطیف الله ساپی وايي چې دا ښه کار دی، د هغه په خبره دوی به هڅه وکړي چې دغه کار له نږدې وګوري او دوی ته د بازار مودنې په برخه کې پراخ کمپاين وکړي.
د دغو معلولو اولادونو سپینږیری پلار ۵۸ کلن سلیمان وايي چې د غربت او د حکومت د نه پاملرنې له امله اړ شوی چې په شلو اولادونو کار وکړي او خپل روزګار روان وساتي.
۳۶ کلنه پروین، ۳۰ کلن عمر، ۲۴ کلنه شکریه او ۱۷ کلنه کلثوم د صابون جوړولو تر ایشیدلې کړايي ګردچارپیر ناست دي هر یو خپل مسولیت مخکې وړي او د خپل ژوند خوږې او ارزښناکې شیبې د خپل خټین کور په څلورو ديوالونو کې له خپلو ارمانونو سره خښوي
ومرم تاسو ته، هو تاسې کولای شئ چه وطن آباد کړئ او خلک له ګدایي نه وژغورئ! او نه هغه چه مېلې کوي او تیاره ډوډۍ او شړومبې غواړي! د ظاهر شاه په دوره کې زما ماما چه یو زمان کې د داود خان د زراعت وزیر ؤ، وروسته له استعفا نه دوه پروژې؛ یو د ګلابو چه فرانسې سره یې د ګلابو عطر قرار داد کړی ؤ او بل د غټو لاریو پیوندول له ایطالې او زه د انجنیر په توګه، غوښتل مو چه دا پروژې په پښو ودروي. یو د دؤس زوی ملکیار ماته وايي چه حکومت خپل ځان ته فکر لري! وروسته مې غوښتل چه د آب مقطر طبابت له پاره جوړول، بیا هم اجازه راکړه نشوه! خپله خانان له پردي کڅوړو نه یې خوړل. ده وطن د ړنګېدو دلیل د ظاهر شاه دوره ده!