یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزد افغانستان جټان | دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه هاشمي 

د افغانستان جټان | دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه هاشمي 

جټان په هندوستان او پاکستان کی د اهل هنود طایفی نوم دی چې اوس اغلبا په اسلام مشرف شوي دي ډیرخوارکښ خلک دي. جټ «jatt»یوتعداد خلک دي چې د کوچیانو په څیر په اوړي او ژمي کې خپل ځای بدلوي. جټ یوخاص مشخص قوم نه دی بلکې څو طایفې دي، لکه: پیکراج، جاګاتی، شادی وانان، هندکي، غربت، وانګ والا، کوتانا، مصلی، شیخ محمدی، قوال، پیکراج جانی، چړو او نور. د دوی په اړه ویل کېږي چې پخوا له هندی کشمیره (اوسنی پاکستان اوهند) څخه او یو شمېر له ایران څخه افغانستان ته راغلي ا و له پیړیو راهیسي په افغانستان کې اوسي، افغانان دي.

غربت

د جټانو هغه طایفه ده چی ویل کیږي له ایران څخه راغلي. غربت شیعه مذهبه دي. په هرات، بلخ، بغلان اوغور کې اوسیږي، درې طایفې لري فراهي، کیاني او سایه وان. فراهي په کابل او پیښورکې میشت دي، سایه وان د افغانستان په جنوب شرقی ساحه کې ژوند لري، او کیهانی د هیواد په غرب او بدخشان ساحو کی میشت دی. په بلخ کی ورته چړو وایی دا خلک د حیواناتو له پوستکو څخه داریه ګانی (د موسیقی اله) جوړوي. د دوی ژبه هم غربتي ده. په هرات کی ورته (مګدي) وایي، په کابل، فراه او کندهار کی ورته (قزله ګي) وایي، په بغلان کې ورته (کیاني) وایي، دغربتیانو کسب موچی توب، د حیواناتو خرڅلاو، د مردانه کالیوخرڅون، بزازي، غلبیل جوړول او نور دی. همدا خلک په منځۍ اسیا کې په بل نوم ژوند کوي.

پیکراج جاني

د دې طایفې شمېر کم دی، بیزوګانې ساتي او په کلیو بانډو کې یې ګډوي. د دوی ښځی عموماً سوالګري کوي. د قحطۍ او دښمنۍ له امله له سند، د خیبر پښتونخوا له ډیره اسمعیل خان او د پنجاب له ډیره غازي خان څخه راغلي دي.

پیکراج

بنګړیوال دي چې ژبه یې (هندکو) یا انکو ده ښځې یې کورپه کور بنګړي خرڅوي او نارینه یې په کور کې ماشومان ساتي او هم د مرغانو پنجرې جوړوي. اکثرا په کندوز او بغلان کې اوسي.

کوتاناء

ښخې یې بنګړي خرڅوي او نارینه یې تاراو ستنې. دا خلک هم (هندکو) ژبه وایي .

قوال 

قوالان له پخواني هندوستان څخه راغلي. دوی به موسیقي غږوله او سندرې ویلې دا خلک پخوا د جلال اباد ښار له دروازو نه بهر په خیمو کې اوسیدل. د جلال اباد او لغمان خلک یې (لوطيان) بولي. د هر چا خوښۍ او د واده مراسمو ته به په خپل سر له ډول او سورڼي سره تلل، خپله شريني به يې اخیستله. په يوه ورځ به کله لس ډلى سازوهونکی هم راتلل او ساز به يي کاوه خو له ۱۳۷۱ وروسته لا درکه شوي دي. که څه هم دې خلکو اوس موسیقي پرې ایښې ده نورکسبونه کوي. دوی په لغمان، ننګرهار، لوګر او خوست کی اوسي، په پښتو او دري خبرې کوي پخوا به یې ډول او سورڼي جوړول هم او کور په کور د ارایش سامان یې خرڅاوه .

مصلي یا موصلي

 دا خلک د لغمان په الینګاراو الیشنګ کې میشت دي. د غنمو ریبل، درمن پاکول، د شولو پایکوب، د شولو پخول د دی زحمتکشو خلکو کار وو. ژبه یې شاړه یا د هندوکش ژبه ده ځینی خلک ورته پایکوټ هم وایي. که څه هم اوس په نورو قومونو کې هم د ښه عاید په حساب پایکوټان ډیرشوي دي .

بیزوګډوونکي

بیزوګډوونکی په کابل، جلال اباد، ګردیز او د افغانستان په شمال کې ژوند کوي نارینه یې بیزو ګډوي او ښخې یې بنګړي خرڅوي. د دوی ژبه هم اندکوان یا اندکی (آنکو) ده، سنی مذهب مسلمانان دي.

وانګ والا 

دا طایفه په دایکنډي، بامیان، کلات، روزګان او د افغانستان په شمال کې ژوند کوي د دوی د ښځو کسب هم بنګړي خرڅول دي او نارینه یې تار او ستنې په شا ګرځوي ځینی نارینه یې ماران، لړمان او غونډل نیسي او په ښارونو کی د مار، لړم او غونډلو د زهر په نامه یو ډول غوړ د پښو درد لپاره خرڅوي. دوی سنی مسلمانان دي او په اندکوان یا انکو، پښتو او دري خبرې کوي.

کوتانا 

د جټانو یوه طایفه هم کوتانا ده په پښتو ،دری او اندکوان یا انکو خبری کوی، سنی مسلمانان دي. د دوی کسب د غنمو پاکول او خوشه چینی ده. دوی تل د کوچیانو په شان له بوه ځایه بل ته په حرکت کې وي.

شیخ محمدیان 

دې خلکو هم د کوچیانو په څیر ژوند کاوه خو په وروستیو کې مېشت شوي دي، ځانونه د پکتیا په زرمت کې د روحانی بابا (شیخ محمد) اولاده ګڼي چې وایي هغه روحاني طبیب ؤ. یو شمېر شیخ محمدیان همدا اوس هم په سرکونو کی غیرمسلکی طبابت کوي هر سپین ږیری اویا کلیوال کس چی وګوري ورغږ کړي چې مردانه کمزوري لري. دوی، دردونو ته د قوطان د تیلو، د غاښونو د پاکولو پوډر (مالګه او سوډر) او نور رنګارنګ شیان خرڅوي. د دیموکراتیک حکومت په وروستیو کې د کابل د اتمې ناحیې د کارته نو په تپه کی میشت شوي، د لغمان په چهارباغ، مسکوره او نورو ځایونو کې هم میشت دي. کسب او کار یې ډانډس (ندافی)، پتره ګری ده، دا خلک هم پخوا راغلی خلک دی د دوی ژبه پښتو او دري شوې ده خو یوه بله مخصوصه پټه ژبه هم لري (ادرګري) چې دا ژبه په خپل منځ کې د مخصوصاتو په وخت کې وايي.

له جټانو څخه یو تعداد په افغانستان کی میشت شوي او یو تعدا نورو هیوادونوته تللي دي.

منبع 

  • Jat of Afghanistan انګلیسی ویکی پدیا
  • زبانهای مخفی افغانستان صفحه ۱۰۴ بریښنایی کتاب

7 COMMENTS

  1. هاشمي صاحب د جټانو په هکله ډېر مفصل او نوي معلومات وړاندې کړيدي .
    البته جټان د نړۍ په هر هېواد کې شته ، په روسیه او شرقي اروپا کې څګان ورته وایی . دوی هرچېرته خانه به دوش او بې هویته کسانو کې راځي . په چک ، سلواک ، جرمني ، هالند ، بلجیم او فرانسه کې هم ډېر شمېر جټان ژوند کوي . په ځینو غربي هېوادونو کې د تابعیت اسناد لري . په اروپا کې فکر کیږي چې دوی له ایتالیا ، کوسوو ، صربیا ، البانیا ، رومانیا او ملداویا راغلي دي . دوی علاوه پردې چې خپلې ژبې یې ساتلي ، اکثرا د مسلمانانو په شان لباس اغوندي او په لارو کوڅو کې سوال او ګدایی کوي . خو کله چې د اسلام په هکله ترې وپوښتې ، دوی په هېڅ نه پوهیږي .

  2. ډیره په زړه پوري څیړنیزه لیکنه د دغو خلکو په اړه ډیر کم معلومات هم نه دي ورکړل شوي. زما په انډ چې نورو څیړنو ته هم اړتیا شته خو دا لومړنی ګام دی، هاشمي ته د الله خوږ عمر ورکړي. چټان رښتیا هم د ژمی او دوبي په مهال خپلې مینې بدلوي. د دوئ ډیری کارونه د ښځو له لوري ترسره کوي. هغوئ کور په کور ګرځي بنګړي او نورو توکي هم خرڅوي. فالونه هم ګوري.

  3. سلامونه،
    انجنیر صیب سید رقیب شاه هاشمي صیب جالبه څیړنه او مالومات وړاندې کړي.په رښتیا هم ما پخوا د جټانو په هکله نه و لوستي.
    په ترکیه کښې دوی ته (چینګنه لر) وایی
    په اروپا کې ې (روما)ګان بولي.
    چې آیا انګلیس او امریکا او آسترالیا ته هم رسیدلي؟
    څو کاله مخکې کابل کې یو روسی سریال په ټي وي ښودل کیده د (و..جتها به پرواز آمدند!).
    خدای مو دې غاړه نه بندوي ، د اوریدلو له کراره اخلاقي لحاظه چندان ښه طبقه نه ده!!؟؟

  4. هاشمي صاحب غزني،پکتيکا،زرمت،ميدان وردگ او لوگر ولايتونو ته به ډ ير جټان له پاکستانه راتلل او موږ به دوي چيچکر بلل،دا خلگ په رنگ ډير تور په قد لوړاوډير ښايسته ول.ښځو به يي بنگړي خرڅول، له دريا سره به يي بدلي بللي ،چرگان به يي په ډىر مهارت او هر بل شى سي به په لاس ورغى پټول به يي ، ډير ښه اسان به يي لرل او کوچ کشي به يي هم په اسانو کوله .دا دچيچکر نوم ولي په ويکپيديا کي نه ده را غلى عجيبه راته ښکا ره سوه ! تعداد يي هم زيات وو او په وخت کي ښه تجارت کول .

  5. هاشمي صیبه، سلاموُنه او مننه ستاسو ډېر په زړه پوری معلومات نه. موږ لکه الهام صیب، شپون و یونس سرخابي زما مشر ورور بشیر اتل کاسی په دې هم باورمن ؤ چه معلومات یې هم ټولول او ګوندې چه غیر مستقیم اروپایي ملکونو سره یې هم اړیکې درلودلې.
    بیا هم مننه او ګلونه

  6. هاشمي صاحب د مصلیانو په هکله داسې لیکلي “مصلي یا موصلي

    دا خلک د لغمان په الینګاراو الیشنګ کې میشت دي. د غنمو ریبل، درمن پاکول، د شولو پایکوب، د شولو پخول د دی زحمتکشو خلکو کار وو. ژبه یې شاړه یا د هندوکش ژبه ده ځینی خلک ورته پایکوټ هم وایي. که څه هم اوس په نورو قومونو کې هم د ښه عاید په حساب پایکوټان ډیرشوي دي .”
    د حقاني کورني د خوست مصلیان یا جټان دي، دا جټان له کومه وخته راپدیخوا جاسوسان او قاتلین سوي؟ په دا څیړني باید وسي.

  7. له هغی ورځې چې حقانیان وزارتو ته رسیدلی، له هغه راهیسې، یعنی دا دوه کاله د جټانو په اړه لیکنی ډیری شوی خوستیان هیوادوال درګرده ناری وهی چی جلال الدین حقانی د ډمانو او جټانو دقوم و چی وروسته یی ملایی شروع کړه، نو په اصیلو خوستیانو او پکیتیاوالو کی باید ونه شمیرل شی، خو هر رقم چی وی جټان هم انسانان دی او د ژوند او آبرو حق لری، اوس چی وزراتو ته رسیدلی باید وطن ته خدمت وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب