شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو له چینايي شرکته وغوښتل چې پر عینک کان کار پیل کړي

طالبانو له چینايي شرکته وغوښتل چې پر عینک کان کار پیل کړي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۴ مه) د کانونو او پیترولیم وزارت د چین له ایم سي سي کمپنۍ څخه وغوښتل چې د عینک د مسو کان د استخراج چارې نور ونه ځنډوي.

دغه وزارت پرون (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې د کانونو او پیترولیم د وزیر شهاب الدین دلاور په قول وویل، د ایم سي سي شرکت مرستیال د مس عینک پروژې د کار د پیلولو، کان ته د سړک د تېرولو، د لرغونو اثارو د لېږدولو او نورو ستونزو او د هغو د حللارو په باب ورسره خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې پر اساس، مولوي دلاور همداراز ویلي چې افغانستان د قرارداد پر اساس خپل ټول مسوولیتونه ترسره کړي او چینايي شرکت هم باید نور د عینک د مسو کان د پروژې عملي چارې ونه ځنډوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عینک له سیمې د لرغونو اثارو د لېږدلو لپاره د اطلاعاتو او کلتور او کانونو وزارتونو  او د ایم سي سي شرکت د استازو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې ده.

د عینک د مسو کان په درسته نړۍ کې د مسو دوهم ستر کان دی.

دا کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې موقعیت لري.

 په ۲۰۰۸ م کال د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د چین له ایم سي سي شرکت سره د دغه کان د استخراج قرارداد لاسلیک شو خو چینايي شرکت وروسته له خپلو ژمنو شا ته شو.

ټاکل شوې وه چې چینايي شرکت د دې کان د استخراج لپاره برېښناکوټ، سړک، او ریللار جوړه کړي. څرګنده نه ده چې اوس دا شرکت په کومو شرایطو د کان استخراج پیلوي.

د دې لپاره چې د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېزندلی او بندیزونه هم ورباندې لګېدلي، ښايي د چینايی شرکت لپاره ګرانه وي چې افغانستانه ته پانګه انتقال کړي.

1 COMMENT

  1. زاري وکړی دافغانانو دلته کور خراب دی چی اول هغه راتلل دطالبانو له لاسه نشوه راکلائي طالبانو چاودنی پر کولی اوس چی طالبان لبیک ورته وائی هغه نه راځی.که څه هم طالبان یی امنیت هم نیسي.
    شاید اوس څه احساس درته سوئ وی چی موږ خو په دی تیر سوي جنګ کې څه جهالت کړی ولو.
    الله تعالی دی خو پر افغانانو باندې خپل رحمت وکړی.
    د دوو افغانانو وروڼو له لاسه وس افغانان دی کړیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب