شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+عبدالرحمن الینګاری او سېمبولیکه شاعري

عبدالرحمن الینګاری او سېمبولیکه شاعري

بشیر سایل

په پښتني ټولنه کې د ولسي شاعرۍ جاج پر نورو ژبو لمر غوندې ځلانده او روښانه دی؛ د همدې شاعرۍ برکت دی، چې پښتو یې په همزولو کې د مشرۍ په مقام درولې ده. اوس هم دغه ژبه د فولکلوریک ارزښت له پلوه تر نورو ژبو په ښکلا او ښایست کې د دې عصر ناوې ده

       د بلاغي علم په چوکاټ کې د شعر په صنعتونو ډیر بحث شوی، چې په معاصرې شاعرۍ کې د سېمبول په نوم صنعت د شعر لوستونکو پام ځانته اړولی، چې  له نیکه مرغه زمونږ ولسي ادب له دغه صنعت نه مالامال دی.

سېمبول

       سېمبول یوناني کلمه ده، چې د دوو بېلو شو پارچو یوځای کولو ته وایي.

       په پارسي ژبه کې سېمبول ته رمز، معما، اشاره او نشانه یې مخفی هم ویل شوي دي.

سېمبول په شعر کې د هغه لفظ ځایناستی دی، چې د شاعر په زړه کې کوم پټ راز وي او هغه لفظ ښکاره په شعر کې نه شي راوستی په دغه حالت کې شاعر له سېمبولونو ګټه اخلي او یا په شعر کې د سېلابونو د زیاتوالي او یا کموالي له وجې هم د یو لفظ پر ځای د بل لفظ استعمال چې د څو معناوو د ورکړې ظرفیت ولري هم له سېمبوله ګټه اخیستل کیږي.

په ټوله کې سېمبول د فکري تولیداتو اصلي ځایناستی بلل کیږي؛ چې په شعر کې له سېمبوله جوړه شوې جمله د هر چا د تحلیل له پاره لاره اوارولی شي.

 د سېمبول په تعریف کې راځي:

 کوم لفظ چې د ډېرو معناګانو له وجې بې معنا شي او یا هغه لفظ او کلمه، چې هر لوستونکی او اوریدونکی ترې خپله معنا اخلي دغه لفظ ته په ادب کې سېمبول وایي.

عبدالرحمن الینګاری

 ارواښاد استاد عبدالرحمن الینګاری د مولوي سیدنور زوی، د نور احمد خان لمسی او دعبدالمحمد خان کړوسی دی؛ چې په ۱۲۹۹ لمریز کال د لغمان ولایت مرکز اړونده بصرام نومي کلي کې په یوې روحاني کورنۍ کې سترګې غړولي دي.

لومړنۍ زده کړې یې په لغمان کې له دیني عالمانو او له خپل مشر ورور مولوي صیب عبدالحي نه وکړې وروسته په ۱۳۲۴ لمریز کال په کابل کې یې دښوونکي مستقل کورس ولوست او په همدې کال دلغمان تېرګړیو په ښوونځي کې دښوونکي په توګه دنده تر سره کړه، چې دعمر ډېره برخه یې په همدې مقدسه دنده په نورو ولایاتونو کې هم پاتې شوی او ډېر وخت په لغمان کې دسر ښوونکي دنده یې هم پر مخ وړې ده، چې په  ۱۳۵۱ ه ل کال کې جبرآ تقاعد شو. استاد یواځې دقلم پر څوکې مبارزه نه ده کړې بلکې ددې هېواد د وګړو دفکري رغونې تر څنګ یې د وطن دازادۍ له پاره هم سر ښندنه دتاریخ پاڼو کې ثبت کړې، چې اوسني نسلونه داستاد په څیر خلکو

باندې د ویاړ جوغې هسکې ګرزوي.

له استاده پاتې شعرونه د درانه استاد لعل پاچا ازمون په زیار را ټول شوي، چې دقلم او قیام په نامه دکتاب په بڼه اوس دخلکو ترلاسونو رسیدلي دي. استاد عبدالرحمن الینګاري عامفهمه شاعري کړې چې ددې ټولنې دردونه،حقیقتونه او کار نامې په کې لکه د تیارو څراغ له ورایه بریښي.

د استاد په شاعرۍ کې دساده والي تر څنګ، سېمبولیک لفظونه ډېر راغلي،چې همدې کمال یې استاد دولسي ادب دلویو شاعرانو په کتار کې درولی دی؛ چې د ځینو بیتونو په سېمبولیکو الفاظو به یې زه تر خپل توان پورې یو څه ولیکم.

 ما پورته د سېمبول په اړه تشریحات ورکړل، چې یوه خبره په کې دا وه، کوم لفظ چې دڅوو معناوو له وجې بې معنا شي هغه سېمبول دی، دلته تاسو داستاد دا بیت وګورئ:

 ستا دسترګو مد او جذر مې دزړه کښتۍ کږه کړه

د دریاب دغاړې ګل یې عاقبت یې غرکېده دي

شاعر دخپل مخاطب له سترګو دومره متاثره شوی، چې دزړه کښتۍ یې ورپسې په غرقېدو ښکاري، چې دپورته مسرې ټول راز ښکاره دی؛ خو  ددریاب دغاړې ګل یو نامعلوم سېمبولیکه تشبه ده، چې دغه ګل مونږ په څو معناګانو اخیستلی شو.

اول:که چېرې مونږ اوله مسره له حقیقت نه مجازته یوسو له سترګو دوطن چینې او دوطن ښکلاترې مراعات کړو، نو په دې وخت کې ټول بیت سېمبلویکه بڼه لري، چې ټول بیت بیا په څو معناګانو اخیستلی شو.

 په دویمه مسره کې ددریاب دغاړې ګل هم سېمبول دی.

 لومړۍ معنا: ګل وطن، دریاب دښمن

دویمه معنا: ګل ژوند، دریاب مرګ

درېیمه معنا: ګل معشوقه دریاب غماز

څلورمه معنا: ګل، خوښي، دریاب غم

له پورته معنا ګانو نه ښکاري، چې ددې بیت په اړه هرڅوک ځانته تعبیر کولی شي چې دغه رقم بیتونه او شعر لیکل دلویو شاعرانو کار کېدای شي.

مونږ وایو چې کوم لفظ دڅوو معناوو په ځای دبل لفظ ځای ناستی شي د شعر خوند او کروالی رامنځته کوي، فرض کړه مونږ پورته بیت کې دګل پر ځای له پورته لیکل شوو معناګانو نه یو لفظ واخلو شعر به دغسې بې خونده شي.

ستا دسترګو مد او جذر زما دزړه کښتۍ کږه کړه

ددښمن په لاس وطن یې عاقبت یې غرقېده دي.

 ګوروچې دیو لفظ په تغیر سره دبیت معنا څومره بې خونده شو او شعریت یې هم پر ځای پاتې نه شو؛ خو په تغیر لفظ سره معنا بې خونده کیږي نه، نو ځکه ویلی شو چې سېمبول دڅوو معناګانو په درلودو سره دشعر دخوند اهنګ، وزن او کره والي له پاره اړینه پدیده ده.

تاسودالینګاري صیب دابیتونه  هم وګورئ:

څوک په خپلو ځمکو جوړکړي محلونه

دچا ځمکه چې خاره پاتې شي خارشي

په یوه ګل هرګز  نه پسرلی کیږي

سم او غر چې شي خوشبویه نو بهار شي

شاعر د خپلې زمانې ښوونکی پاتې شوی او دفکري رغونې هڅه یې په شعر کې له ورایه ښکاري شاعر دلفظونو په تغیر سره خلکو ته دخپل زړه په غږ( دشعر پر ژبه) پیغام ورکوي، چې په خپلو مغزونو کې دعلم محلونه اباد کړئ؛ کوم ماغزه چې دعلم له فیضه خالي وي هغه لکه خاره زمکه همداسې وران پاتې کیږي او بیا په شعري هنر خلکو ته وایي، چې یواځې په یو او دوه عالمانو باندې دا وطن پرمختک نه شي کولی تر هغې چې ټول دعلم په ګاڼه سمبال نه شو،دسیالۍ یک او یوه لاره همدا ده،چې مونږ باید علم حاصل کړو او له نورې دنیا سره اوږه په اوږه روان شو.

دشعر په اوله مسره کې ځمکه په سېمبولیکه بڼه له فکر سره تشبه شوی،محلونه دفکري انکشاف او علمي لاسته راوړنې خبره ده،چې شاعر په هنري انداز کې یې خپلو خلکو ته  وړاندې کوي.

 په دویمه مسره کې شاعر وړاندیز کوي، چې کوم فکر علمي وده ونه کړي هغه انسان به لکه خاره ځمکه بې ګټې پاتې شي.

ښه شاعران تل دټولنې دسمون له پاره مبارزه کوي او غواړي چې ټولنه پر مثبت محور وڅرخوي. الینګاری صیب هم دخپل نیمګړي ارمان دپوره کېدو له پاره پر خپلو خلکو دشعر پر ژبې غږ کوي چې راشئ زه، تنها ددې ټولنې دسمون له پاره بس نه یم او نه پرما یواځې دا وطن جوړیږي،ځکه وايي:

سم او غر چې شي خوشبویه نو بهار شي

چې په شعر کې دغسې الفاظ سېمبولیک الفاظ وي.

له پورته بیتونو معناوې اوتحلیل زما دفکر زېږنده ده، نور لوستونکي به له پورته بیتونو نورې معناوې او تحلیلونه ولري، چې دسېمبولیکې شاعرۍ همدا ځانګړنه ده، چې دسېمبول لفظ په کې هر چاته خپل،خپل مدلول او تحلیل لري،په شعر کې همدا پدیده، ده چې دشعر پر نړۍ دوزن،معني او اهنګ باچا ده

د الینګاري صیب په شعرونو کې د سېمبول پدیده ډېره لیدل کېږي،چې دلویو شاعرانو دشعر دبقا سبب همدا کمال کیږي،چې هم دخوږلنۍ له وجې او هم معانیزه برخه یې غښتلې کیږي.

 دلته دالینګاري په شعر کې سېمبولیک لفظ باندې کتنه کوو او هغه لفظ به روښانه کړو کوم  لفظ چې سېمبولیکه بڼه لري.

هرې خوا چې ګورمه دنیا ګورم

خلکه دا دنیا ده که بلا ګورم

وتښتمه کوم خوا بلا وخوړم

ډېرو اندېښنو او سودا وخوړم

د ځمکې په سر افغانان د ډېرو ستونزو او کړاونو سره لاس اوګریوان شول دا لړۍ لا روانه ده؛ چې دې بد بختۍ زمونږ دټولنې پر هر قشر منفي اغیزه کړې شاعر خو تر نورو ډېر د دې ټولنې رنځته زړه خوري. یوه ورځ چا له استاد محمد اصف صمیم صیب نه پوښتنه کړې وه، چې څنګه دنورو ژبو شاعرانو په شعر کې دمینې،الفت او سکون رنګ وي؛ خو دپښتون په شعر کې د ساندو،ناخوالو او بدبختیو انګازې وي؟

 استاد ورته په ځواب کې ویلي ول: ((شاعر له ټولنې جاج اخلي،په ټولنه کې، چې څه وي شاعر یې دزړه په غږ دخلکو تر غوږونو رسوي، پښتون  په ټولنه کې دباروتو له بوی نه بل څه نه دي تنفس کړي، خود به یې تخیل دباروتو له لوګیو نه بل څه نه پنځوي، حتمي ده د ګل ګشت انسان تخیل له مینې جوړوي او په باروتو کې لوی شوی انسان به له نفرته، کرکې اوساندو نور څه ولري؟)) الینګاری صیب هم ددې ټولنې یو غړی و، نو حتمي ده، چې په شعر کې به یې دناخوالو رنګ له نورو اړخونو ډېر وي، ځکه په دې شعر کې هم ډیرې ساندې راغلي.

شاعر ناخوالو دېته اړ کړی، چې دنیا ته دبلا په سترګو وګورې او غواړي چې له دې بلا نه تیښته وکړي،چې دغه معنا یې ښکاره او حقیقي معنا ده، خو نور لوستونکي به ترې ځانته معناوې واخلي، ځکه بلا او دنیا په دې شعر کې سېمبولونه دي،چې همدا کلمې شعر په څو معناوو اړولی شي. مثلاً دا شعر داسې هم معنا کولی شو،چې ووایو شاعر دمینې داسې حد ته تللی چې ټولې دنیا ته د غمازانو په سترګه ګوري او غمازان ورته لکه بلا ښکاري او له بلا تېښته دانسان فطرت دی .

       بله معنا: دنیا،ژوند، مینه اومحبت. بلا کرکه،نفرت او ناخوالې. شاعر وایي،چې هر خوا مینه او محبت ګورم؛ خو ماته دا مینه محبت لکه بلا ښکاري ځکه زه دداسې ټولنې زېږنده یم،چې دلته مینه، محبت ته لکه نورې دنیا غوندې خلک نه دې وزګار ، بلکې دلته له مینې، محبت څخه بلاوې جوړیږي،چې دا بلاوې حتمي یوه ورځ دانسان زړه خوري.

مونږ چې کالونه کالونه دخونخورې جګړې ښکار یوو ، نو له شک پرته به زمونږ پر تخیلي دنیا باندې دجګړې اثر وي. دشاعر له پورته شعر نه ښکاري،چې جګړې اړکړی،چې کریکه وکړي او دې انسان خورې جګړې ته دبلا په سترګه وګوري.

 شاعر په شعر کې ددینا ذکر کوي؛خو لدې دنیا نه مراد دا لویه دنیا نه ده، کوم چې دټولو مخلوقاتو له پاره دپیدا اوفنا ځاله ده، بلکې دلته دشاعر دنیا هغه دنیا ده کومه چې شاعر په کې د ژوند اوخوند شپېلۍ غږوي؛خو دشاعر دغه دنیا هم جګړې ویجاړه کړې اوس نو کریکه وهي، چې خلکه دا دنیا ده که بلا ګورم!!!!

سېمبولیک شعر دلوستولو په وخت کې دلوستونکي ذهن بوخت ساتي او لوستونکی دې ته اړ باسي،چې دشاعر پر شعر تمرکز وکړي او ټول شعر بار،بار وګوري تر هغې چې له شعره دخپلې خوښې معنا پیدا کړي،چې دغه کمال په سېمبولیکه شاعرۍ کې شونې ده،تاسو د الینګاري صیب لاندې بیت وګورئ حتمي ذهن د معنا پیدا کولو له پاره بوخت ساتي

هر رښتــــیـا د دانـایانو  په نـــظرکې

هرکلام یې داخلاص دُر او ګوهر شي.

د ادب دځینو علماوو له قوله،چې د شاعر په وصف کې یې کوي هغه دا دی((شاعر دټولنې حقیقي هنداره ده، څه چې په ټولنه کې پېښیږي شاعر یې هوبه هو دشعر پر ژبه په حقیقي معنا د ادب په تاریخ کې ثبت وي)) الینګاري صیب هم په خپل شعر کې درښتیا صفت کوي او وایي کوم څوک چې رښتیا وايي دهغه هرکلام د دا نایانوله پاره د اخلاص کلام وي او دا د اخلاص کلام لکه دُر او ګوهر قیمتي وي،یعنې رښتیا ویونکی اخلاصمند وي او اخلاصمند انسان لکه دُر او ګوهر قیمتي وي؛خو دغه رښتیا ویونکی د دانایانو له پاره قیمتي وي،ځکه دانایان په دې ارزښت ښه پوهیږي، لکه یو شاعر چې وايی:

قدر وي دزرو له زرګر سره

څه به ترېنه جوړکړي دټټار بچی

کوم شعرونه،چې سېمبولیک وي  لوستونکی په معانیزه برخه کې خود مختاره پریږدي تر څو وکولی شي له شعره په خپل لاشعورکې دخپلې خوښې او ذوق سره برابره معنا پیدا کړي،چې دغسې شعر لیکل دلویو شاعرانو کار کیدای شي. د الینګاري صیب هر بیت دلوستونکي پر اندرون کې دیوه مثبت تحرک انقلاب په څپو راولي،چې دا دشاعر دپراخې مطالعې او دشاعر پر تخیلي ځمکې دغنامندۍ ښکاره ثبوت دی.

په فضاء کې یې روزنه دبقا شي

چې اسمان کې یې مقام لکه دلمرشي

تاسو وګورئ دشاعر دکمال حد ته! څومره په هنري انداز خپل دزړه خبرې خپلې ټولنې ته وړاندې کوي، ټولنه پر دې پوهوي، چې تعلیم وکړئ،عالم انسان لکه لمر په اسمان کې جاوېدان وي. دلته زما په نظر شاعر دا وړاندیز لري، چې دعلم په واسطې سړی دمعارفت مشاهدت مقام ته رسیدایشي، چې دا مقام بیا انسان له مرګه ورسته هم ژوندی ساتي یو شاعر وايي:

 پس له مرګه به یې دفتر دسخا خلاص وي

څوک چې خلاص کاندي په ژوند دفتر دعلم

ب.ش

په شعر کې اسمان، لمر دواړه سېمبولونه دي، چې دشعر ټول معانیز بار پر وږو وړي او دغه دواړه لفظونه لوستونکی خپلواک پریږدي، چې دشعر په اړه خپل فکر او ذوق خړوب کړي،دغه دواړه لفظونه دلته په دغه شعر کې دسېمبول دنده لري، چې دغسې سېمبولونو ته مونږ ادبي سېمبول وایو، که له دې شعر پرته بل ځای کې ولوستل شي بیا ځانته معاناوې لري لکه اسمان له ځانه پورته،کبرجن  مانا هم ورکوي او لمر دښې ورځې درڼایې… او دا دواړه لفظونه ګڼې معاناوې له ځان سره لري؛ خو په شعرکې یې په سېمبولیکه بڼه  راوستل  د رواني ثلاثت او خوږلنۍ ښه پدیده ده،چې شعر هم له معانیزه اړخه غښتلی کوي او هم دشعر فېزیکې برخه پرې ودانه وي،چې ښه شاعران دشعر دبقا له پاره له سېمبولونو ګټه اخلي.

دعبدالرحمن الینګاري شعرونه د ادب په تله کې ډیر درانه دي او دپښتو ژبې پر شنه اسمان یې دغه شعري ستوري دهر لوستونکي له پاره دنندارې او مطالعې جوګه دي.

 کومې خبرې چې ما ددې حقدرا انسان پر څو بیتونو کښلي شاید ټولې یې سمې نه وي؛خو کم تر کمه که مې یوه خبره هم سمه لیکلي وي څوګټې به مو کړي وي؟ اول به له دې یوې خبرې شاید هغه ملګري، چې ددې برخې نوي قدم وهونکي دي ډیرڅه زده کړي. او که دا هم ونشي لږ تر لږه به دالینګاري صیب یاد پرې تازه شوی وي.

 هیله ده،چې زمونږ هڅه تاسو له پاره دقدر وړ وي.

په پای کې له لیکنې سره له تړاو پرته دالینګاري صیب دا شعر هم ولولئ

جلوه

دا جلوه د خط خال ده د اشـــنا په مــــخ

که افتاب  دی راختـلی د ســــبا په مــــخ

په سپین مخ دجانان تور زلــفې پریوتــــې

که دشپې پرده خوره شوه درڼا په مـــــخ

په قسم سره دې مخ ته غټ کتی نه شم

که پرده ده غــوړېدلې د حــیا په مــــــخ

څه غوټې غوټې خولې د یار په مخ راغلې

کـــه شبنـم دی وریدلی د لالا په مـــــخ

سر سرتور څیرې  ګریوان الینکاری راځي

که دلبــر راته وکـــوري دوفــــا په مـــخ

عبدالرحمن الینګاری

ستاسو سایل

لغمان ۱۴۰۱/۱۱/۲۵

 خپل کور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب