شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهراپور: پناه غوښتونکي د ایران - ترکیې په پوله کې له برمته...

راپور: پناه غوښتونکي د ایران – ترکیې په پوله کې له برمته کېږي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۴ مه) د بي بي سي نړیوال سرویس په یوه تحقیقي راپور کې معلومه کړې چې اروپا ته تلونکي افغان پناه غوښتونکي د ایران او ترکیې په پوله کې د جنایتکارو ډلو له لوري یرغمل او سخت شکنجه کېږي.

د راپور له مخې، جنایتکارې ډلې د دغو پناه غوښتونکو د ځورونو ویدیوګانې د هغوی کورنیو ته لیږي او د خلاصون لپاره یې پیسې ورڅخه غواړي.

په راپور کې د هغو افغانانو یادونه شوې چې په یوه غره کې په زنځیرونو تړل شوي او د خلاصون خواستونه کوي.

یوه یې، چې شونډې یې په وینو سرې وې او دوړو یې مخ ورپوښلی و، په هغه ویدیو کې چې یرغملګرو غوښتل د هغه کورنۍ ته یې ولیږي، وايي:

« هر څوک چې دا ویدیو ویني، زه پرون برمته شوم،  دوی د هر کس په سر ۴ زره ډالر غواړي. دوی هره ورځ او هره شپه بې وقفې موږ وهي.»

په یوه بله ویدیو کې یو شمېر نور کسان لیدل کېږي چې یومخ لوڅ دي، په واورو کې داسې څکېږي لکه کوم څوک چې یې له شا ټیل وهي.

یو په چیغو وايي: «زه کورنۍ لرم، داسي راسره مه کوه؟ ښځه او ماشومان لرم، لطفاً راباندې رحم وکړه.»

په ویدیو کې له دغه کس سره د جنسي تیري تصویرونه هم ښودل کېږي.

راپور دا بوږنوونکې ویدیوګانې په ایران کې د جنایتکارو ډلو د زیاتوالي ثبوت بولي او وايي چې دا ډلې په ځانګړي ډول له هغو افغانانو سره داسې چلند کوي چې د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوي.

له ډیرو کلونو راهیسي افغانان او د ځینو نورو هیوادونو اتباع د ایران له لارې ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته په غیرقانونی لارو ځي خو دا لار اوس ډیره خطرناکه شوې ده.

دوی له ایران څخه ترکیې ته د اوښتو لپاره په وچو غرونو ساعتونه مزل کوي.

1 COMMENT

  1. د امیرالمومنین رعیت د آیت ۰۰۰ او اسلامی خلافت وارث تر حکومتو لاندی هغه څه وینی چي انسانیت ته عار او مسلمان امراوو ته تردی مرګ غوره دی ؛ امیرالمومنین ،مومنان ساتلی نشی د خدمت او رفاه لپاره تر اوسه فکر هم ندی کړی، آخوندان څومره چي د خپلو یهودو پالنه کوی تر دی چي یهودي مراکز او مشران اوسنی ایرانی حکام تقدیروی خو سنی او افغان سره دُستمی سلوک کیږی
    حتی وژل کیږی او همدا ڼن کابل کی د یو چا فاتحه وه چي د ایران سرحد کی قاچاقبر وژلی بیا د خرڅلاو غړی تری ویستلی او پاتی جسد یی کابل ته خپلوانو ته یی استولی ؛نو دی ملت ته امیرالمومنین ، آیت ۰۰۰ او مدعی خلافت څه مفهوم لری هسی انسانیت او اسلام شرمول دی که بل څه ؟ الا لعنت الله علی الکاذبین ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب