جمعه, مارچ 29, 2024
Homeسپورتهلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې

هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۱۴ مه )  د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند په بلندآغا حوزه کې  د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د ګرمسیر ولسوالۍ د ورزش مسؤولینو او ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه .

د یاد لیګ لومړۍ سیالي د هیواد لوبډلې او لمر فوټبال لوبډلې ترمنځ وه چې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

په دې لیګ کې د ګرمسیر ولسوالۍ له بیلابېلو سیمو څخه اتحاد، اقبال، هیواد، لمر افغان، حسین، اریانا، حبیبي، خوشحال، انوري، وصال او افغان  لوبډلې برخه لري.

د لیګ موخه د غوره لوبغاړو په ګوته کول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځ ته کول دي، چې تر شاوخوا یوې میاشتې پورې به دوام ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب