جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د افغانستان د لیتیم زیرمې

د افغانستان د لیتیم زیرمې

‎لیک او راټولونه: احسان الله مهجور

لیتیم د سپک وزن لروونکی نقره یي فلز دی چې د بيطریو په جوړولو کې کارول کیږي چې ګرځنده تلیفونونو، لپټاپ کمپیوټرونو او بریښنایي او هایبرډ موټرونو ته انرژي چمتو کړي.

په دې وروستیو کې انګلیسي ورځپاڼې فایننشل ټایمز راپور ورکړی چې د افغانستان د لیتیم زیرمې د نورو هېوادونو د لیتیم له زیرمو سره سیالي کولای شي.

د ترکیې-جرمني پوهنتون (TAU) د اقتصاد د څانګې مشر، ایلیف نور اغلو وايي: چې لیتیم د تیلو په څیر، په چټکۍ سره په یو ستراتیژیک محصول بدلیدونکی دی.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۰ کال کې په یوه سروې کې ځمکپیژندوکو د افغانستان په غزني، هرات او نیمروز ولايتونو کې د لیتیم خورو ورو زیرمو ارزښت درې تریلیون ډالره اټکل کړی دی.

د (بلومبرګ نوې انرژي) په نامه یوه بنسټ چې د نړیوالو اجناسو په اړه ستراتیژیکې څیړنې وړاندې کوي، وايي چې په افغانستان کې د لیتیم او تر ځمکه لاندې نورو کمیابه عناصرو نا استعمال شويو زیرمو کنټرول به د اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو ترمنځ سیالي زیاته کړي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې غړي سعید میرزاد په ۲۰۱۰ کال کې ساینس مجلې ته ویلي وو: که افغانستان د څو کلونو لپاره امن شي او د خپلو معدني زیرمو پراختیا ته لاره هواره کړي، د یوې لسیزې په اوږدو کې به د سیمې په کچه یو له بډایه هیوادونو څخه وشمیرل شي.

په افغانستان کې د لیتیم زیرمې لومړی ځل په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد د کانونو د کارپوهانو له خوا کشف شوې. دوی دغه راز په ډیر مهارت سره دا تر 2004 پورې پټ ساتلی و، کله چې د امریکایي جیولوجستانو یوې ډلې په کابل کې د افغانستان د جیولوژیکي سروې په کتابتون کې د پخوانیو چارټونو او معلوماتو راټولولو بوخت و، دا راز يې راوسپړل او خپور کړ.

د امریکا متحده ایالاتو د ځمکپیژندنې ډلې د روسیې د پخوانیو نقشو او نښو په کارولو سره، په روسيې پسې پل واخیست او د «P-3 Orion» سرویلانس الوتکې په مرسته يې د پرمختللي جاذبې او مقناطیسي اندازه کیدونکي تجهیزاتو په کارولو سره د افغانستان د معدني سرچینو هوایي سروې پیل کړه.

د نويو ساینسي موندنو پر بنسټ، لیتیم په بیطریو کې د کارونې ترڅنګ په اتومي ټیکنالوژۍ کې هم کارول کیږي او د لږ وزن او قوي تودوخې د زغم له امله د الوتکې د باډۍ په ساختماني برخو کې له المونیم او مسو سره یوځای کیږي. سربیره پردې، دا کمیابه معدني ماده په ځینو رواني درملو او د غاښونو سیرامیکونو کې هم کارول کیږي.

د لا پراخو څېړنو پر بنسټ څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي، چې افغانستان ښايي ۶۰ میلیونه ټنه مس، ۲.۲ میلیارده ټنه اوسپنه، او ۱.۴ میلیونه ټنه ترځمکه لاندې نادره عناصر لکه لانتانیم، سیریم او نیوډیمیم ولري.

د المونیم، سرو زرو، سپینو زرو، زنک (جست) او سیمآب د سترو کانونو سربیره، په غزني ولایت کې د لومړنیو څیړنو له مخې دغه کان د (بولیویا) هيواد د زیرمو په څیر د لیتیم زیرمې لري چې ۲۱ میلیونه ټنه دي.

د سوداګرۍ د برخې کارپوهان په دې باور دي چې یوازې په افغانستان کې د لیتیم کانونو استخراج کولی شي د دې هیواد لپاره میلیاردونه ډالر شتمني لاسته راوړي او افغانستان له یوه بې وزله او د نورو مرستو ته اړ هیواد څخه په یوه بډایه او پرمختللي هیواد بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب