Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې له ټولنې ایستل شوې دي

د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې له ټولنې ایستل شوې دي

تاند:(یکشنبه، د جوزا ۱۴ مه ) د بښنې نړیوال سازمان وایي افغان ښځې له ټولنې ایستل شوي او طالبان باید د دې کار مسوول وګڼل شي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې ښځې تل د جنسیت له امله ځورول کیږي، ځورول کیږي او حتی شکنجه کیږي، چې غږ یې غلی کیږي.

د بښنې نړیوال سازمان د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د دې ټولنې د وضعیت د ښه کېدو لپاره د افغانستان د ښځو تر څنګ ودرېږي.

له شپږم ټولګي پورته له زده کړو، کار، ټولنیزو فعالیتونو محرومیت، د حجاب، بې محرمه نه ګرځیدو او ورته نورو نومونو قیودات د افغان ښځو له هغو جدي ستونزو ګڼل کیږي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره اضافه شوي.

طالبان بیا ادعا لري، چې دا بندیزونه یې د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره دي، خو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله په ګډون یې هیڅ مشر افغان ښځو او دیني عالمانو سره د خپلو دغو بندیزونو د اسلامي توجیهاتو لپاره مناظرو ته نه دي حاضر شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...