چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د انسان له مازغو سره د کمپیوټر اتصال

د انسان له مازغو سره د کمپیوټر اتصال

تاند- د نیورالینک (Neuralink) په نوم د مغزي چیپونو کمپنۍ وايي، پر انسان د لومړني ازمېښت لپاره یې د امریکا د خوړو او درملو د ادارې موافقه ترلاسه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نیورالینک کمپنۍ، چې امریکايي میلیاردر ایلن مسک یې بنسټګر دی، غواړي له کمپیوټر سره د انسان د ماغزو په وصلولو د معلولو انسانانو د فلج شویو غړیو له فعالیدو او د نابینایانو د بینايي له احیا کېدو سره مرسته وکړي.

خو سره له دې چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې د ازمېښت اجازه ورکړې، نورالینک کمپنۍ وايي چې تراوسه پورې یې له چا نه دي غوښتي چې په دې ازمېښت کې داوطلب شي.

تر دې پخوا هم ایلن مسک هڅه کړې وه چې د انسان مازغه له کمپیوټر سره وصل کړي خو هڅو یې نتیجه نه وه ورکړې.

د سږ کال په مارچ میاشت کې د داسې یوه ازمېښت لپاره د نیورالینک غوښتنه د امریکا د خوړو او درملو د ادارې له لوري د خوندیتوب په برخه کې د ډاډ د نشتوالي له کبله رد شوې وه.

نیورالینک هیله لري چې په خپلو مایکروچیپونو د معلولیت او نابینايي په شان ستونزو د درملنې لپاره کار واخلي او له هغو کسانو سره د کمپیوټر او موبایل په وسیله مرسته وکړي چې غوږونه یې درانه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب